CRI Online

د وو شو سرچينه ---دنګ فنګ ښار

cri     (GMT+08:00) 2011-08-02 18:53:11

 کله چې چيني ګونګ فو ياديږي ، باور لرم چې د چين د شاو لين معبد تر سترګو کېږي. د شاو لين ګونګ فو د چين په منځنی د هه نان ولايت له دنګ فنګ څخه سرچينه اخلي چې تر اوسه يو زر او پنځه سوه کلن تاريخ لري. د يادولو ده چې په چيني ژبه کې ګونګ فو د مهارت او وو شو د سپورتي لوبو مانا لری او د بهرنيانو په خولو ګونګ فو نوميږي . ويل کېږي چې شاو لين ګونګ فو د چيني وو شو او بوديزم په برخو کې مهم مقام نيسي. اوس مهال شاو لين ګونګ فو د زرګونو کلونو تر خپرېدا وروسته د چيني ملت يوه خزانه او غوره کولتوري اثر ګرځېدلی دی او په ګردې کرې کې يي د زياتو مينوالو ملاتړ تر لاسه کړ يدی. د شاو لين ګونګ فو د سرچينې په توګه دنګ فنګ ښار د خلکو لخوا د وو شو منبع په توګه يادېږي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دنګ فنګ په اړه لنډ معلومات وړاندې کوم.

له دې امله چې د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د شاو لين معبد په نامه يو فلم وښودل شو ، د شاو لين ګونګ فو د زده کولو څپه په چين کې دننه او بهر راپورته شوه چې په نتيجه کې ډېر زيات چيني او بهرني مينوالو دنګ فنګ ته ولاړل. په هغه وخت کې په دنګ فنګ کې د ګونګ فو د روزنې په اړه ډېر زيات مرکزونه او ښوونځي ليدل کېدل. نن ورځ که تاسی دنګ فنګ ته لاړ شئ، لا هم د شاو لين ګونګ فو ځانګړتياوې احساسولی شئ. ځکه چې د شاو لين ګونګ فو کولتور د دنګ فنګ په هر ځای کې ليدل کېږي . 

په شاو لين معبد کې چې د سون شان غره په لمن کې پروت دی ، د راهبانو د روزنې يوه اډه شته او هره ورځ زرګونه تنه هلکان د ګونګ فو په تمرين بوخت دي. دغه اډه په ١٩٩٨ کال کې د شاو لين معبد د مشر شي يونګ شين تر لارښوونې لاندې د شاو لين معبد د راهبانو د عمومي روزونکي شي يان لو لخوا جوړه شوې ده او د زياتو کلونو د لټون او کوشش له لارې په داسی اډه بدل شوېده چې د شاو لين ګونګ فو ، فلم، سپورت، هنر او عصری تخنيک پکې يوځاي شوی دی او څه باندې لس زره تنه زده کوونکي په کې د ګونګ فو زده کړه کوي.

په دنګ فنګ کې د يادې شوې اډې په شان د ګونګ فو ښوونځي او مرکزونه ډير دي. د دنګ فنګ ښار د اطلاعاتو څانګې مرستيال لېو فو يو وويل، چې د څو کلونو د کوښښونو له برکته، دنګ فنګ په چين کې د ګونګ فو په يوه ډېره لويه روزنيزه اډه بدله شوی او د ګونګ فو ټاټوبي په نامه مشهور شوی دی. په عين وخت کې لا زيات چيني او بهرني مينوال په دې ځای کې د ګونګ فو زده کړه کوي. ده وويل،

 

اوس په دنګ فنګ ښار کې د ګونګ فو د روزنې څلويښت ښوونځي او مرکزونه شته او د امريکا، روسيې، کوريا جمهوريت، جاپان او د منځني اسيا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو مينوال راجلبوي. اوس مهال څه باندې شپيته زره تنه مينوال په دايمي توګه په دنګ فنګ کې د ګونګ فو په روزنې لګيا دي چې له دې جملې څخه دوه زره تنه بهرنيان دي.

يوه پوښتنه دا ده چې ولي دومره مينوال له شاو لين ګونګ فو سره مينه لري؟ د شاو لين معبد د ګونګ فو د روزنيزې اډې د دفتر مدير جانګ سونګ شيان دې ته داسې ځواب ورکړ. ده وويل،

دوی له شاو لين ګونګ فو سره ډېره مينه لري. د دوی په نظر شاو لين ګونګ فو د حيرت وړ او تحسين وړ دی. نو غواړي چې دنګ فنګ ته لاړشي او پخپله دغه مهارت زده وکړي. .

خبريال وليدل چې د نويو زده کوونکو د ثبتولو دفتر په وړاندې زيات هلکان او ددوي پلرونه او ميندې ليکه ولاړې وو . مېرمن جانګ چې له بېجينګ څخه دنګ فنګ ته راغلی، خپل اته کلن زوی نوم يې ثبت کړ او و يې غوښتل چې زوی يې د دوبنی رخصتۍ په موده کې د لنډې مهالې لپاره د ګونګ فو روزنه ومني. دې وويل،

موږ د بدني روزنې او تربيې په غرض خپل زامن دلته ليږو او هيله لرو چې دوي په دې ځای کې پخپله د ژوند کولو توان پياوړی کړي او ستونزې لېرې کړي.

په چين کې زيات ميندې او پلرونه د مېرمن جانګ په شان نظر لری. دوی د شاو لين ګونګ فو پر روزونکيو پوره باور لري او خپل زامن دنګ فنګ ته ليږي. ښاغلي شي هنګ تاو د دغه اډې يو روزونکی دی. اوس اته ويشت تنه چيني زده کوونکي د ده څخه د ګونګ فو زده کړه کوي چې دوي د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلي او عمرونه يي د شپږ او درويشت کلونو ترمنځ دي. نوموړي وويل، هر څوک چې له کوم ځای او په کوم مقصد ګونګ فو زده کوي، له شاو لين معبد څخه د وتلو په وخت کې بايد د شاو لين روحيه له ځانه وړي . ده وويل، 

شاو لين معبد ته د وګړيو د ننوتلو عمده موخه د بدني روزنې او تربيې پياوړتيا ده. رښتيا ده چې په شاو لين معبد کې نه يوازی د بدني ځواک د پياوړي کولو لپاره د ګونګ فو زده کول دي، بلکې د ګونګ فو د زده کولو يو بل هدف د اخلاقي کيفيت لوړول دي . زده کوونکي له شاو لين معبد څخه د وتلو په وخت کې بايد لا ښه اخلاقي سلوک او چلند خپل کړي، د دې ترڅنګ د دوی بدنی ځواک د عامو وګړيو په پرتله لا قوی وي. هغه زده کوونکي چې غواړي د شاو لين ګونګ فو زده کړه وکړي ، بايد د کلک او ټينګ هوي خاوندان وي او د هر ډول ستونزې په وړاندی دې سر ټيټ نه کړي . دغه روحيه به حتمأ د دوی د راتلونکي ژوند لپاره ډېره ګټوره وي.

اوس مهال نه يوازی چيني زده کوونکي، په دنګ فنګ کې لا زيات بهرني زده کوونکي ليدل کېږي. د يادې شوې اډې عمومي روزونکي شي يان لو وويل، چې دغه حالت په نړۍ کې د شاو لين ګونګ فو د اغيزو د ژورتيا سره نژدی اړيکې لري. ده وويل،

په نړۍ کې د شاو لين ګونګ فو د اغيزو د پراخېدو سره سم، لا زيات وګړي شاو لين ګونګ فو ته پاملرنه کوي. په شاو لين معبد او زموږ په اډه کې د زده کوونکو شمېر کال په کال زياتېږي چې يو کال زموږ په اډه کې د زده کوونکو شمېر پنځه سوو ته رسېدلی و.

استاذ شي يان لو زياته کړه چې د عمرونو له نظره د بهرنيو زده کوونکو ترمنځ توپيرونه زيات دي چې نه يوازی هلکان ، حتی سپين ږيري هم دلته راځي. څرنګه چې د بهرنيو زده کوونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي، نو زموږ په اډه کې د نړيوالو چارو يوه څانګه هم جوړه شوې ده.

پنځلس کلن اليکساندر قوريلو چې له سپينې روسيې څخه راغلی، اوس په دغه اډه کې د ګونګ فو په زده کړه بوخت دی. دا وار دنګ فنګ ته د ده درېيم سفر دی. د شاو لين ګونګ فو د زده کړې لامل د يادونې په وخت کې هغه وويل،

درې کاله مخکې پلار مې د شاو لين معبد او شاو لين ګونګ فو په اړه معلومات راکړي دي. ورپسی کله چې د لومړی ځل لپاره مې شاو لين وو فو وکتل، ورسره مې ډېره علاقه پېدا کړه ، نو پريکړه مې وکړه چې شاو لين معبد ته لاړ شم.

استاذ شي يان لو وويل، چې بهرني زده کوونکي د زده کړې په وخت کې ډير کوششي دي. اوس مهال ددوي د مهارت د لوړتيا سره سم، دوی د ګونګ فو د اساسي حرکتونو په زده کړې اکتفا نه کوي او د ګونګ فو روحيې د خپلولو لپاره لا زياتې غوښتنې لري. ده وويل،

ښاغلي اوليګ ګيزاتولين چې له روسيې څخه راغلی دی، په روسيې کې يي د ګونګ فو يو روزونکي هم دی. هغه د خپل ګونګ فو مهارت د لوړتيا لپاره دنګ فنګ ته راغلی دی. نوموړي وويل، چې اوس هغه د چيني ژبې په زده کړې بوخت دی او غواړي د چين د کولتور په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړي. ده وويل،

چيني ژبه د بودايي کولتور د زده کړې لپاره يوه وسيله ده چې د ګونګ فو کولتور د زده کړې په برخه کې راسره مرسته کولي شی ، يوازی په دې شرط چې لومړی چيني ژبه زده وي ، په چيني کولتور ښه پوه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای