CRI Online

د چين په جنوب مشهوره علاقه داری وو جن

cri     (GMT+08:00) 2011-08-27 18:07:06

وو جن علاقه دادری چې يو زرو درې سوه کاله تاريخ لری ، د جه جيان ولايت په شمال د هان جو ، جياشين او هو جو په دښته کې پرته ده او له بيجينګ څخه تر هان جو پورې د نړۍ لومړی لوي کانال له دې علاقه دارۍ څخه تېرېږي . وروسته له هغه چې په ميلادي ٨٧٢ کال کې دلته د علاقه دارۍ په کچه وټاکل شو ، ددې علاقه دارۍ نوم ، جغرافيايي موقعيت او د وګړيو د ژوند طرزونه نه دي بدل شوي چې له دې برکته په علاقه دارۍ کې ودانۍ سره له دې چې د څه دپاسه سلو کلونو باران او باد يې زغملی و ، لا هم ښه خوندی ساتل شوې دي.

کله چې د وو جن علاقه دارۍ دونګ شان او شي شان دوه ځايونه په جلا توګه په ٢٠٠١ او ٢٠٠٧ کال کې د سيلانيانو لپاره خلاص شوي ، په جنوبي چين کې د ځانګړو طبيعي منظرو او کولتوري اثارو په درلودلو سره هر کال څو مليونه تنه سيلانيان راجلبوي او ژر په يومشهور توريستي ځاي بدل شوې ده .

د دونګ شان په نسبت شي شان کې سيلانيان له نژدې د ووجن وګړيو د ژوند ځانګړي طرزونه لېدای شی . د وو جن د سيلانۍ شرکت سلاکار ښاغلي شاو يون وويل

د دوو ځايونو ځانګړتياوې بېلې دي . دونګ شان بالکل د سيلانۍ لپاره دی ، خو شي شان د ساعتېرۍ ، رخصتۍ او تمرين لپاره . سيلانيان کولی شی چې لومړی ولسي دودونه او کولتور وګوري ، دوهم تمرين کولی شی يعنی په وړوکو ورکشاپونو او مغازو کې د استاذانو تر لارښوونې تمرين وکړي ، دريم سوداګريزه غونډه يا فعاليت جوړولی شی.

په شي شان کې ډېر تاريخي اثار او ورکشاپونه ، د چين په جنوب کې ځانګړې ښکلی طبيعي منظرې ليدای شی چې دغه ټول د لرغونی ختيځ کولتور بې حده ښکليتوب او جذابيت ښيی. خو د زياتو کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د راتګ سره سم د وو جن سيلانيزو چارو ته نوي موضوعات رامنځته شويدي ، په بله ژبه د لرغونۍ علاقه دارۍ د سيل په عين وخت کې څنګه سيلانيانو ته د معاصرې زمانې اسانتياوې برابرېږي ؟ د وو جن د پرمختيا د نوۍ لارې په هکله ښاغلي شاو وويل

د وو جن د پرمختيا نوۍ لاره تر ځمکې لاندي د برېښنايي سيمونو ښخول دي. د م م د يونيسکو موسسې مامورينو له وو جن څخه د لېدنې په وخت کې دا وړانديز وکړ چې د ووجن اصلي بڼې اعاده نه يوازی ددې علاقه دارۍ د ساتنې يوه دنده ده ، بلکې په عين وخت کې بايد د سيلانيانو لپاره د عصری زمانې اسانتياوې هم برابرېږي.نو موږ په هوټل کې ايرکانشينر ، سيمدار ټي وي او ويدبند دروو . نن ورځ په شي شان کې يو ويشت ډوله سيمونه او نلونه تر ځمکې لاندی ښخ شويدي.

وو جن د تاريخي او کولتوري اثارو د ښې

ساتنې او د انساني ټولنې د همغږۍ ترقۍ د ګړنديتوب په څنګ کې د انسان او طبعيت ترمنځ همغږۍ ته هم ډيره پاملرنه کوي.

په وو جن کې ډير ګنبدي پلونه او ولسي هستوګنځي او د سيندونو په غاړو اوږده دهليزونه ليدل کېږي چې له باران څخه د ژغورلولپاره جوړ شوي دي . ښاغلي لي سون تاو چې يو پوځي شاعر دی او د لومړي ځل لپاره وو جن ته تللی ، د جنوبي چين د ښکليو مناظرو د يادونې په وخت کې وويل

د وو جن په باب زما لومړۍ خاطره ډيره ښه ده . زه د هېواد له شمال څخه راغلی يم او دلته منظرې د شمالي چين سره بيخي توپير لری . پرته له دې نه دلته د فقيد مشهور اديب ماو دون وطن دی او هغه زما په زړه کې ډير لوړ ځای لری.

د سيند په غاړه هغه ودانۍ چې په وو جن کې خاصه ساختماني بڼه لری ، نيمه برخه يې د سيند دپاسه د ستونونو لخوا درول شوې دي ، نو د اوبو جونګړه نوميږي. سيلانيان کولی شی چې په جونګړه کې د سيند منظرې وګوري او له هغو پلورونکو څخه تازه ميوې او سبزي واخلي چې دوی په کښتۍ په سيند ګرځي راګرځي .

له يو زرو کلونو راهيسې د وو جن اوسېدونکو رنګارنګ ولسي دودونه خلاق کړيدي او په عين وخت کې ددوي ژوند هم د څو ډولو اوپېراګانو په ننداره کولو سره رنګارنګ شويدي . د شي شان د اداري سيمې کارکوونکې پيغلې شيوهونګ وويل

د وو جن د هستوګنې په سيمو کې د وګړيو د ژوند اصلي بڼه ساتل شوېده .زموږ په سيمه کې ورخلاص سينما ، چايخانې او تياتر شته . اوسمهال د وګړيو ژوند ګامونه ګړندی شوي ، خو په وو جن کې د سيلانيانو لپاره داسی ورو ژوند برابروي چې د څو ورځو په رخصتيو کې دلته اوسيږي ، چاي خوري ، يو له بل سره غږيږي او اوپېرا ګوري .

له شانګهاي څخه راغلي محصلې ځوان لي چې د اونيزې رخصتۍ په ورځ له همټولګيو سره وو جن ته راغلې ، په کښتۍ کې له همټولګيو سره د چاي څښلو په وخت کې وغږېدله او و يې ويل

په انټرنيټ کې مې ولېدل چې دونګ شان د سيل ښه ځای او شي شان د ښکليو منظرو د ليدو او فکر کولو وړ ځای دی.

د يادولو ده چې د وو جن د شپې منظرې د خوب دنيا ته ورته دي . د لرغونو ونو او پلونو لاندي ، د جونګړو او لنګرګاه تر څنګ رنګارنګ څراغونه ځليږي .

ترکي ځوان ايمري چې په جونګړه کې ناست و ، د قهوې څښلو په وخت کې د عکسونه واخيستل څو چې د وو جن د شپې ښکلۍ منظرې د تل لپاره په کمره کې ثبت کړي . هغه وويل

کله چې وو جن ته ورسيدم ، زما په دماغ کې د ايتاليا وينيس ښار په ياد شو. دلته لرغوني ډبرين پلونه ، ښکلۍ حکاکی شوې مجسمې او کږليچ رودونه ډير زړه راکښونکي دي.

وو جن علاقه داری د زرګونو کلونو کولتور ، د سيندونو په ناحيه کې د ښکليو منظرو او رنګارنګ ولسي دودونو په درلودلو سره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د راغلو سيلانيانو هر کلی کوي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای