CRI Online

د سو جو د صنعتي پارک سيل

cri     (GMT+08:00) 2011-09-13 19:37:08

 کله چې سو جو ښار نوم يادېږي، د وګړيو په خاطره کې ظريف او ښکلي دوديز باغونه او لرغونی تاريخي او کلتوري اثار تر سترګو کېږي. خو نن ورځ د سو جو ښار په ختيځ کې يوه نوې سيمه د چين او سنګاپور د حکومتونو لخوا په ګډه جوړه شوې او د سو جو صنعتي پارک نومېږي. دغه صنعتي پارک د دوديزو او عصري غوره واليو او د ختيځو او لويديځو ځانګړتياوو په همغږي سره د يو ډېر په زړه پورې صنعتي پارک په توګه ګڼل کېږي. نو په نننۍ کړۍ کې د دغې مرکز په اړه لنډ معلومات به تاسو ته وړاندې کړم. 

کله چې د دغه صنعتي پارک نوم يادېږي، وګړي عمومأ داسې احساس لري چې بېلا بېلې فابريکې قطار په قطار ولاړې دي او د ماشينونو غټ غږونه اورېدل کېږي. خو د دولت په کچه د سوداګريزې سيلانۍ د نمونوي سيمې په توګه د سو جو په صنعتي پارک کې لومړی يو لوی او پاک جهيل ليدل کېږي چې جين جي جهېل نومېږي. په چيني ژبه کې د (( جين جي )) مانا طلائي چرګ دی. د دغه طبيعي جهيل پراخوالی د هانګ جو ښار د مشهور شي هو جهيل په پرتله يو اعشاريه دوه مربع کيلومتره زيات او د چين دننه تر ټولو ډېر لوی جهيل بلل کېږی. ، د روايت له مخې ډېر کلونه مخکې، يو طلائی چرګ د دغه جهېل په يوې کښتۍ کې ناست و، نو دغه جهيل د جين جي په نوم يادېږي. په شپه د کښتۍ په وسيله د دغه جهيل سيل د سيلانيانو ډېر ښه انتخاب دی، چې نه يوازې د دغه جهيل په زړه پورې طبيعي منظرې کتلی، بلکې د ځلاندو ډيوو څخه خوند هم اخيستی شی . 

زموږ د جين جي جهيل دباندې يو لوی برېښنايي څرخ ليدل کېږي. تر اوسه دغه لوي څرخ په نړۍ کې تر ټولو جګ څرخ دی . دغه ټاپو چې تاسې يې اوس ګورئ، يو مصنوعي ټاپو دی او تاو هوا داو نومېږي. (( تاو هوا )) په چيني ژبه د شفتالو ګل مانا لري. په دغه ټاپو کې پنځوس سلنه برخه د شفتالو په ونو پوښل شوېده ، نو په پسرلي کې د شفتالو ګلانو د غوړېدو په وخت کې منظرې يې ډېرې ښکلی دي.

په جين جي جهيل باندې د ډېر لېدو وړ منظرې ياد شوي برېښنايي څرخ دی چې د دغه جهيل د سترګې په توګه بلله کېږي او لوړوالی يي يو سل او شل مترو ته رسېږي. بر سېره پردې، د تاو هوا ټاپو، لي ګونګ سربند، کولتوري او علمي مرکز او د يوان ژونګ مجسمې په شمول ډول ډول منظرې لرونکي ځايونه د کښتۍ په چلولو سره ليدل کېږي. د بېجينګ څخه راغلی سيلانی ښاغلي يانګ وويل، 

دلته ډېرې ښکلې منظرې دی. له سو جو ښار او له دغه صنعتي پارک سره ډيره مينه لرم او د لارښوونکی له مالوماتو څخه هم مننه کوم . زه د دې په زړه پورې منظرو په خوندونو او نيشو کې ډوب يم . ډېره مننه!

جين جي جهيل ته په نژدې ځای کې يو ډېر مشهور سوداګريز واټ موجود دی چې لي ګونګ دي نومېږي. (( دي )) په چيني ژبه د سربند مانا لري. دغه سربند په دغه جهيل کې يوازنی بند دی او اوږدوالی يې يو زر او څلور سوه متره دی. ګڼ شمېر چيني او بهرني راسټورانټونه او مغازې د واټ په دواړو خواوو پرتې دي. تر اوسه دغه واټ په سو جو ښار کې يوازنی چيني ځانګړتيالرونکی سوداګريز واټ هم دی چې د زياتو چينايانو او بهرنيانو مينه وال يې ورجلب کړي دي. ښاغلي جاموس چې له ايرلنډ څخه راغلی، وويل،

زما لپاره لي ګونګ دي واټ نه يوازې د ډوډۍ د خوړلو ښه ځای دی، بلکې په دې ځای کې له نورو احساساتو څخه ښه خوند هم اخيستی شم.

. په دې ځای کې د رومي بانجانو څخه جوړ شوي ډول ډول خوراکونه زما ډير خوښ دي چې پرته د خوراکونو نه د جهيل په غاړو منظرې هم ډېرې ښکلې دي او د رستورانتونو ساختماني بڼې په چيني او لويديځ جوړښتونو پورې اړه لري. د دغه راسټورانټ خاوند يو چيني دی، خو خوندو خوراکونه يي هم په چيني او هم په لويديځو هېوادونو پورې مربوط دي.

د سيلانيانو لپاره پر خوراکونو او لوبو سر بېره، دلته هستوګنه هم ډېره مهمه برخه ده. په دغه صنعتي پارک کې د هوټلونو د ټولنې مرستيال وو جيان هوا وويل، چې په دغه پارک کې هوټلونه بشپړ تجهيزات لري. ده وويل،

د ٢٠٠٩ کال لپاره د دغه پارک د سيلانۍ ادارې څانګې د شمېرنې سره سم، اوس په دغه پارک کې په بېلا بېلې کچې يو سل او اويا هوټلونه ثبت شوي چې له دې جملې څخه دری دېرش يې ستوري لرونکي هوټلونه دي.

د دغه پارک ترانسپورټي شبکه ډېره بشپړه ده چې د عمومي بس ګړندی سيسټم، سپک او ګړندی اورګاډي، ښاري اورګاډي او د چورلکو د دريدو ميدان په کې شامل دي. دغه ډول غوره شبکه د بېلا بېلو ځايونو سيلانيانو لپاره ښه خدمتونه کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای