CRI Online

تبت د ګرځندوی د لارښوونې چارې چټکې کړې.

cri     (GMT+08:00) 2011-09-29 19:19:40

 ټولو ته معلومه ده چې د چين د تبت خپلواکه سيمه د واورينې لوړې د ځانګړي کولتور او طبيعت له امله په ټوله نړۍ کې شهرت لري. په تېرو پنځو کلونو کې د ټرانسپورټ او د توريستي تاسيساتو د بشپړېدو له امله، تبت ته د سيلانيانو شمېر ورځ په ورځ زيات شوی دی چې دا د ځايي بزګرانو او مالدارانو لپاره ښه کاري فرصتونه او ګټې برابرې کړې دي. د دې ترڅنګ ځايي حکومت هيله لري چې د سيلانۍ چارې به د اقتصادي پرمختګ لارښوونه وکړي او تبت به په نړۍ کې د ګرځندوی په هکله د يوې ډېرې مهمې موخې په توګه اباد شي چې په کې ځانګړی کولتور او ښه چاپيريال احساسېدلی شي.

څلوېښت کلن څه دان اوو جو د لا ژو په کلي کې اوسېږي او د دغې کلي شاو خوا سيمه د ايکولوژيکې کرنې يوه نمونوي سيمه ده. په دغه کلي کې هره کورنۍ پلاستيکي څپرې لري او پکې د هندواڼو او رومي بانجانو په شمول ميوې او سبزۍ ترې لاندې روزل کېږي کوم چې دغه ډول تر کاري مخکې په دغه سيمه کې لږ ليدل کېدله. زياترې دغسې ميوې او سبزي راسټورانټونو او هوټلونو ته وړاندې کېږي چې د سيلانيانو ميزونو ته د دې لارې خوندور خوراکونه برابر شوي دي. څه دان اوو جو وويل، 

اوس پوخ سړک هم زموږ سيمې ته اباد شوی او د سيلانۍ چارو پرمختګ کړی، نو د دې ترڅنګ زموږ ګټې هم ورسره زياتې شوې دي. پلان لرو چې په راتلونکي کې د کرهنيزو کورنيو د سيل په موضوع د ګرځندوۍ چارې نورې هم پياوړې کړو. ښايي چې زموږ ګټې به لا نورې هم ورسره زياتې شي.

لا ژو کلی د تبت په جنوب ختيځ د لين جه په سيمه کې پروت دی. څرنګه چې په دغه سيمه کې د ځنګلونو منابع يې ډېرې غني دي، ايکولوژيکي سيلانۍ چټګ پرمختګ کړی دی او پيمانه يي پراخه ده. اوس په لين جه کې د با سون څوه جهيل، د يالوځانګبو سيند د لويې تنګنا د دولتي کچې طبيعت ساتونکې سيمه او د ګرځندويۍ داسې نورې مشهورې نمونوي سيمې موجودې دي. په ٢٠٠٩ کال کې څه باندې يو مليون او يو لک تنو ګرځندويانو لين جه ته سفرونه کړي و او د سيلانۍ ګټې يې له دې درکه اته سوه مليونه يوانو ته رسېدلې وي.

مېرمن وانګ لين چې د چين له هه نان ولايت څخه راغلې، له خپل زوی سره تبت ته لس ورځنی سفر کړی، دې وويل،

دلته منظرې په زړه پورې دي. د نورو ځايونو په پرتله له لين جه سره ډېره مينه لرم. دلته ارام او شنه زرغون ځايونه ډېر دی. د يالوځانګبو سيند د لويې تنګنا سيمې منظرې شاندارې دی. د اټکل له مخې به موږ په دې ځای کې لس ورځنی سفر وکړو او د لا زياتو نورو ځايونو سيل به هم وکړو چې تر اوسه مو نه دي ليدلي.

د تبت د خپلواکې سيمې د سيلانۍ ادارې د شمېرنې سره سم، د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې څه باندې څلور مليونه تنو سيلانيانو تبت ته سفرونه کړي دي او د ګرځندوۍ عمومي ګټې له څلور مليارډو او سل مليونه يوانو څخه اوښتې دي چې دغه شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلوېښت سلنه زياته شوې ده. د اټکل له مخې به په روان کال کې د سيلانۍ سمسورې موده د پخوا په پرتله دوو مياشتو ته زياته شي.

د سيلانۍ چارو د پرمختګ سره سم لا زيات بزګران او مالداران ورڅخه ګټه اخلي. دوی د استوګنې او خوراکونو په برخو کې سيلانيانو ته ځانګړتيالرونکي خدمتونه برابروي.

لږه موده مخکې د تبتي کورنۍ پر بنسټ د هوټل په توګه د دری پنځوس کلنې ګه سان جانې نوی کور جوړ شوی دی. دغه دوه پوړيزه ودانۍ پراخه او عصري ده چې په کې د ژوند سامانونه او تجهيزات بشپړ او ښکلي دي او لسګونه سيلانيان په ګډ په کې اوسېدای شي. د راتلونکي ژوند د يادونې په وخت کې مېرمن ګه سان وويل،

زه تل د سيلانيانو لپاره د تبت ځانګړتيالرونکی ډوډۍ پخوم او هيله ده چې لا زيات ګرځندويان به زما په هوټل کې واوسېږي.

تر ٢٠١٠ کاله پورې په تبت کې د ستوريزو هوټلونو شمېر دری سوه او پنځلسو ته رسيدلی او لږ تر لږه لس زره کورنۍ او پنځوس زره تنه بزګران او مالداران د سيلانۍ په چارو کې لګيا دي چې د هر تن په سر منځني عايدات شپږ زره يوانه دي. بر سېره پردې، د تبت د خپلواکې سيمې حکومت د دغو بزګرانو او مالدارانو لپاره د روزنې فرصتونه برابر کړي دي. په تېرو پنځو کلونو کې له سل مليونو يوانو څخه زياتې پيسې په ځانګړې توګه د تبت په کليوالو سيمو کې د ګرځندويۍ د پياوړتيا لپاره لګول شوي دي.

دغه راز په تبت کې سيلانۍ هم د استخدام او کارونو د فرصتونو د زياتېدو لپاره مهم رول لوبولی ا و لوبوي يې. د کارپوهانو په اند، د سيلانۍ د اساسي تاسيساتو بشپړتيا، د چينګ های او تبت ترمنځ د اورګاډي اوسپنيزې لارې کارول او په لين جه او الي کې د هوايي ډګرونو ابادول به د تبت د سيلانۍ د لا ګړندي پرمختګ سبب وګرځي. په تېرو پنځو کلونو کې يوويشت مليونه او دوه سوه او پنځوس زره تنو مسافرينو تبت ته سفرونه کړي او د تبت د سيلانۍ عمومي ګټې له دوه ويشت مليارډو او شپږ سوه مليونه يوانو څخه اوښتې دي چې د زياتوالي کلنی منځنی انډول يې دېرش سلنې ته رسېدلی دی.

د تبت د سيلانۍ سهامي محدود شرکت د مرستيال ليو جيان يون په اند، د چين د نورو ځايونو د سيلانۍ چارو په پرتله د تبت سيلاني تازه ګام پورته کړی دی او ښه پرمختګ به ومومي. ده وويل،

د اوسنۍ اوضاعو سره سم د تبت د سيلانۍ چارې پرمختګ يوازې د پيل په حال کی دی. باور لرو چې د اساسي تاسيساتو د بشپړېدو سره سم به لا ښه پرمختګ په دې برخه کې وموندل شي. اوسنۍ مهمه مسئله دا ده چې سيلانۍ د تبت د هوا پيژندنې په برخه کې لږ څه نيمګړتياوې لري، نو يوازې دوی د جولای، اګست او سپتمبر په موده کې تبت ته سفر کوي. نو د دغه نيمګړتياوې به هم په ډېر ژر ليرې کولو سره د تبت د سيلانۍ پيمانه لا پراخه شي.

د تبت د خپلواکې سيمې د سيلانۍ ادارې د وياند مرستيال لياو لي شنګ وويل، چې د سيلانۍ په سمسوره موده کې د سيلانيانو د شمېر د ژر زياتېدو له امله د الوتکو، اورګاډيو، بسونو، هوټلونو او لارښوونکو منابع کافي نه دي، نو اړوندې څانګې د دغې مسئلې د حلولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي. بر سېره پردې، د چين په نورو ځايونو کې په ژمی کې د تبت د سفر په اړه د ورپيژندنې مالوماتي فعاليت هم تر سره کېږي، څو چې په څلورو موسمونو کې د تبت د ګرځندوۍ چارې متوازانې پراختيا وکړي. دغه راز تبت به د اساسي تاسيساتو او خدمتي سيسټمونو د بشپړېدو لپاره يو لړ نور نوي تدبيرونه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای