CRI Online

په های کوه کې د چاپيريال ساتنې سيل

cri     (GMT+08:00) 2011-09-29 19:21:15

ښاغلی ګوه دونګ دونګ چې د های کوه يو معمولي ښاري دی، د هرې اوونۍ د رخصتۍ ورځ په سهار له څو دوستانو سره يو ځای د های کوه ښار د دا پوه علاقه دارۍ سيل کوي.

دا پوه علاقه داري د های کوه ښار په جنوب کې پرته ده او د ښارله مرکز څخه د اته پنځوس کيلومتره واټن لري. ګوه دونګ دونګ له دوستانو سره له های کوه څخه د موټر په وسيله د څلوېښتو دقيقو مزل وروسته دو ګوو تون کلی ته ورسېد چې دا پوه علاقه دارۍ ته د رسېدو لپاره نور پنځه دقيقې لار لری. په دوګوو تون کلي کې د ليو يي شيان ځونګ په نامه د کرايه باسيکلونو يو خدمتي مرکز هم شته . ګوه دونګ دونګ له دغه مرکز څخه يو باسيکل په کرايه کړ.

د باسيکل په سپرېدلو د سړک په دواړو غاړو باغونه او پټي ، ډول ډول مرغان، ډېرې لويې ونې او په توده سيمه کې مېوې لرونکې ونې لېدل کېږي چې داسی منظرې په ښارونو کې نه ليدل کېږي. د ګوه دونګ دونګ په اند، د اوونۍ د پای په رخصتۍ ورځې کې په کليوالو سيمو کې د باسيکل د چلولو له لارې د ده پر غاړه فشارونه کم کولای شي. نو دا د خوشحالۍ وړ دی. ده وويل،

که څه هم د باسيکل په وسيله د شل کيلومترۍ لاره تېرول ډېر ستړی کار دی، خو د سړک په دواړو غاړو د ښکليو منظرو له امله زما ستړيا کمه شوېده. ځکه چې له دغو منظرو څخه خوند اخلم. اوس زه ښايي په داسې يو ښکلی ځای کې وم لکه د دنيا په سرجنت کې. نو ډېره خوشحاله يم.

په لاره کې ګوه دونګ دونګ او دوستانو يي د دمه کولو په وخت کې د پولو او پټيو د منظرو عکسونه واخيستل.

د سهار په لسو بجو، د ليو يي شيان ځونګ په نامه د سيلانۍ په ځانګړی لاره کې د سيلانيانو شمېر ګام په ګام زيات شو. د دغه سيلانۍ سيسټم د ابادولو شرکت مسؤلې تانګ وي وي په موسکا سيلانيانو ته په خدمت کولو بوخته وه. دې وويل،

زموږ د ورو سيل په سرليک د سيلانيزې لارې عمومي اوږدوالی شل کيلومتره دی او له ديارلس مدني او ايکولوژيکو کليو څخه تېرېږي. اوس په دغو ديارلسو کليو کې د مدني او ايکولوژيکې کلي د ابادولو بهير پيل شوی چې له دې جملې څخه څو کلي د های کوو ښار د سيلانۍ نمونوی کلی دی. د دغې لارې په غاړې څلور خدمتي مرکزونه موجود دی چې په کې د پرچون خرڅلاو خدمتونه وړاندی کېږي. په دغو څلورو مرکزونو کې د دوه ګوو تون مرکز يو عمومي مرکز دی چې سيلانيان په کې د ډوډۍ خوړلو، استوګنې، لوبې کولو او د بايسکل د کرايه کولو په اړه خدمتونه تر لاسه کوي. تانګ وي وي وويل،

کله چې په ښارونو کې ژوند او کارونه د خلکو پر غاړه ډېر زيات فشارونه اچوي، لا زيات وګړي طبيعي سيمو ته له سفرونو سره علاقه لري. دوی له ښارونو څخه کليوالو سيمو ته ځي او له دې لارې د کار او ژوند فشارونه کم احساسوي. د دې ترڅنګ د ورو سيل په موضوع سيلانی ګام په ګام د ژوند د يو ډول روغې لارې چارې په توګه د لا زياتو وګړيو منښت تر لاسه کړی دی. باور لرو چې د ډول ډول خدمتي تاسيساتو د بشپړېدو وروسته به لا زيات ګرځندويان دلته لوبې وکړي.

د ٢٠١١ کال د می په نولسمه نېټه په های کوه ښار کې د شنو او ورو سيل په هکله سيسټم کې د يو سل کيلومترو په اوږدوالي لومړنی لاره په رسمي توګه په کار اچول شوې ده. سيلانيان په دغه لاره کې د سمندر، سيند، واټ او کلي په اړه له بېلا بېلو منظرو څخه ليدنه کولی شي.

د های کوه ښار د مې لان سيمې د يان فنګ علاقه دارۍ په شينګ هوی کلی کې يو بل خدمتي مرکز شته. د دغه کلی په کولتوري ميدان کې تل ښه ګڼه ګوڼه وي. مشران بوډاګان، نجونو او ښځو په دې ځای کې د کبانو د نيولو جال په اوبدلو بوخت او نور کسان د سمندري څپو د غږ په شورماشور کې سره خبرې کوي. په نژدی ځای کې د کوپرې تر ونو لاندې څو کسانو د کبانو چنګک په اچولو بوخت ليدل کېږي او کبان نيسي. ښاغلي جين وي په کې يو دی، ده وويل،

پخوا دغه شان طبيعي او ښکلي کلي می نه و ليدلي.کله چې د لومړي ځل لپاره دلته راغلم، ورسره مې مينه پيدا شوله. د دې ځای چاپيريال ښه دی او د پولو او پټيو منظرې هم په زړه پورې دي. اوس زه همېشه په دې ځای کې د کبانو نيولو لپاره چنګک اچوم، که څه هم ډېر زيات کبان نه شم نيولی، خو د دغه کار بهېر زما د خوښې وړ دی.

کله چې د شينګ هوی په کلی کې قدم وهئ، د حاره مناطقو د ميوې ځنګلونه هم ليدل کېږي. سيلانيان د ميوو تر ونو لاندې پخپله ميوې راغونډولای شي او تازه تمېوې خوړلی شي. دا هم په دې ځای کې د سيلانۍ يوه مهمه برخه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای