CRI Online

د اورګاډي په وسيله د تبت سيل

cri     (GMT+08:00) 2011-10-18 17:21:20

 تبت د خلکو په زړونو کې تل د نړۍ د بام په توګه شهرت لري چې دغه سيمه تر نورو ځايونو لا عجيبه او جذابه ده. د بېلګې په توګه، په تبت کې د جومولانما لوړه څوکه چې د شمالي او جنوبي قطبونو سر بېره، د نړۍ د درېيم قطب په توګه يادېږي، بودا لا ماڼۍ چې په نړۍ کې د سمندر له سطحې څخه ډېره لوړه ماڼۍ ده او د چينګ های او تبت ترمنځ د اورګاډي اوسپنيزه لاره چې د نړۍ په لوړو کې تر ټولو اوږده اوسپنيزه لاره هم ده، ليدل کېږي. دغه راز سيلانيان د تبت له واورينو غرونو، جهيلونو، دښتو او معبدونو او نورو ښکليو طبيعي منظرو څخه خوند هم اخيستی شي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د تبت د په زړه پورې طبيعت او ځانګړتيالرونکي او لرغوني کولتور دروپيژنم.

څرنګه چې د تبت منځنی لوړوالی د سمندر له سطحې نه له څلور زرو مترو څخه اوړي او په هوا کې د اکسيجن اندازه د چين د نورو ځايونو د اندازې په پرتله له شپېته سلنې څخه ټيټه ده ، نو د اکسيجن د کمښت له امله د پېدا کېدونکې ناجوړتياوو په وړاندې زيات کسان د تبت له سيل څخه وېرېږي ، په تېره بيا د ګوانګ دونګ ولايت وګړي. په ٢٠٠٦کال کې د ګوانګ دونګ او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره په رسمي توګه په کار ولوېده چې په چين کې د يو طرف په نظر د چين لومړی اوږده اوسپنيزه لاره ده. له دې نه وروسته تبت ته د ګوانګ دونګ ولايت لا زياتو وګړيو د سفر لپاره اسانتياوې برابرې شوې دي .

ښاغلي جو جي چيانګ او مېرمن يي ځو ګه نينګ چې عمرونه يي له اويا کالو څخه زيات دي، له ګوانګ دونګ ولايت څخه راغلی او له ګرځندوي سره ډېره علاقه لري. دوی په ٢٠٠٨ کال کې تبت ته د خپل سفر پلان طرحه کړی او د يوې سيلانيزې ډلې د جوړولو لپاره يې سلګونو تنو ملګرو ته بلنه ورکړې ده. خو په پای کې يوازې دريو تنو د سيلانۍ په شرکت کې خپل نومونه ثبت کړيدي، نو د دوی دغه پلان لږ څه وځنډول شو. سږ کال دوی دواړو يو ځل بيا پلان جوړ کړ. مېرمن جو د دغه پلان د يادونې په وخت کې داسې وويل، 

تبت ته زما زړه د ورتګ هوس کوي. پخوا وېرېدم چې په لوړه سيمه کې د اکسيجن د کمښت له امله ناجوړه نه شم . خو اوس موږ ټينګ هوډ لرو. که څه هم زما خاوند د سيلانۍ په دې ډلې کې تر ټولو ډېر زوړ غړی دی او زه په ښځو کې ډېره زړه يم، خو موږ غواړو دغه سخت چلنج ومنو.

دوی دواړو د خپلې روغتيا سره سم اورګاډي انتخاب کړ. له ګوانګ جو څخه لا سا ته د اوسپنيزې لارې عمومي اوږدوالی څلور زره او نهه سوه او اتيا کيلومتره دی چې د دريو ورځو او دوو شپو له مزل وروسته هلته رسېدای شي. په لاره کې د اورګاډي د ادارې مسؤل ما شي وويل، چې که څه هم د اورګاډي له لارې تبت ته سفر د الوتکې په پرتله لا زياتو وختونو ته اړتيا لري، خو سيلانيان د لوړو سيمو د چاپيريال له منظرو ليدلو څخه خوند اخيستلای شي. ځکه چې لاره اوږده ده .. اورګاډي له ګوانګ جو څخه د اوو ولايتونو او يوې خپلواکې سيمې په تېرېدو سره لا سا ته رسېږي. سيلانيان کولی شی چې د اوسنيزې لارې په دواړو غاړو کې ښکلی طبيعي منظرې وګوري، بلکې د لوړو سيمو له اقليم سره د ځان بلدولو لپاره کافي وخت ته اړتيا ولري. د دغې لارې په ټولو اورګاډيو کې ځانګړی تجهيزات نصب شوي، چې سيلانيانو ته لا ښه خدمتونه برابر وکړي. ښاغلي ما شين وويل، 

زموږ په اورګاډي کې د اکسيجن د برابرولو سيسټم چمتو دی څو چې سيلانيان د اکسيجن له کمښت سره مخامخ نشي. د اورګاډي له حرکت وروسته به زموږ راډيويي وياند سيلانيانو ته د اکسيجن د تنفس کولو، د لوړې په باب او په لوړه کې د توجه وړ ټکو په شمول اړوند معلومات معرفي کړي چې دا زموږ لپاره ځانګړتيالرونکی خدمت دی.

د ګړمو او لاسا ترمنځ اورګاډي په هغه سيمه کې ځي چې منځنی لوړوالی يې د سمندر له سطحې نه څلور زره متره جګ دی ، نو د سيلانيانو په دې وخت کې له سر خوږېږۍ ، ساه لنډۍ او داسې نورو ناجوړتياوو سره مخ کېږي. ښاغلي جو جي چيانګ وويل، چې زياتره سيلانيان د شي نينګ ښار څخه له تېرېدو وروسته د سردردی په ګډون يو لړ ناجوړتياوې احساسوي، خو ډېرې سختې نه دي. ښاغلي ما شين وويل، چې خدمتګاران به په دې وخت کې مسافرينو ته لا پاملرنه وکړي. ده وويل،

خدمتګاران کله نا کله په اورګاډي کې ګزمه کوي او ګرځي څو چې ناروغان پر وخت پيدا شی، بيا نو سمدلاسه د اکسيجن بوتل ورته برابروي او ډاکټر راغواړي .

د اورګاډي په وسيله د تبت سيل د سيلانيانو لومړنۍ ټاکنه ده ځکه چې د اوسپنيزې لارې په دواړو غاړو په زړه پورې طبيعي منظرې ليدل کېږي. مثلا جګ غرونه او بې پايه جهيلونه، پراخې دښتې او وحشي حيوانات د سيلانيانو لپاره ډير عجيب او غريب ښکاري. د ګوانګ دونګ او تبت ترمنځ د اورګاډي مسؤل يو شين چيو خبريال ته داسی وويل، 

کله چې اورګاډي د تاګولا په غرني غاښ کې تېرېږي چې لوړوالی يې پنځه زره او دوه اويا متره دی، تبتي غرڅه او وحشي خره ليدل کېږي. دغه راز په اورګاډي کې د ناموڅو نومي جهيل هم تر سترګو کېږي چې په ژمي کې دغه جهيل کنګل کېږي، که له ليرې وروګوري، اوبه او اسمان سره يوځاي کېږي او د هندارې په شان رڼا لری. زما په اند، دا د اورګاډي په وسيله د سيلانيانو لپاره د تبت د سيل انتخاب دی.

په چين کې د ګوانګ دونګ غذايي نظام مشهور دی او وګړي يې ورځنيو خوندورو خواړو ته ډېره پاملرنه کوي. نو د ګوانګ دونګ او تبت ترمنځ په اورګاډي کې د خوراکونو ډولونه ډېر غني او بې شمېره دي. د مثال په توګه، نه يوازی د سي چوان، ګوانګ دونګ، هو نان او تبت د ځانګړتيالرونکی خوراکونه ، بلکې اسلامي او لويديځي خواړه هم تياريږي. ښاغلي ما شين وويل چې که څه هم په اورګاډي کې د خوراکونو پخلی سخت کار دی، خو دوی تل د مسافرينو اړتياوو د پوره کولو لپاره کوښښ کوي.

پخوا د ټرانسپورټي مشکلاتو، د سمندري سطحې د لوړوالي او د اکسيجن د کمښت له امله وګړي تبت ته له سفر څخه وېرېدل ، خو اوس مهال د وګړيو خيال رښيتنی شوی چې د اورګاډي په واسطه تبت ته ولاړ شي. نو ويل کېږي چې ياده شوي اوسپنيزه لاره لا زياتو کسانو ته ښه فرصتونه برابروي چې په تبت کې له په زړه پورې منظرو څخه خوند او مزه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای