CRI Online

د لي هو په نامه د جهيل له بدلون څخه د چاپيريال ساتنې اهميت ته کتنه.

cri     (GMT+08:00) 2011-10-18 17:25:46

د چين د جيانګ شو ولايت وو شي ښار په چين کې يو سيلانيز ښار دی چې د چين د يانګ ځي سيند په جنوبي غاړه د ځانګړي طبيعت له امله ډير شهرت لرونکی دی. د تېر جون مياشتې په نهه ويشتمه نېټه د وو شي ښار د لي هو نومي جهيل په ختيځ د جين چنګ وان پارک په رسمي توګه سيلانيانو پرمخ پرانيستل شو. دا په تېرو لسو کلونو کې د لي هو جهيل په شاوخوا سيمه کې د ايکولوژيکي چاپيريال د ادارې او ساتنې د کارونو د بريا نښه ده. تر هغه وخته د لي هو جهيل په چاپېر د اته دېرشو کيلومترو په اوږدوالی د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې کرښې جوړې شوې دي. ددې ترڅنګ لي هو جهيل د چين په ختيځ کې تر ټولو يوه ډېره لويه منظرلرونکې سيمه ده چې په وړيا ډول سيلانيانو ته خلاصېږي.

ټولو ته معلومه ده چې وو شي د تاي هو په نامه د يو ښکلی لوی جهيل پر غاړه پروت دی. رښتيا ده چې لي هو جهيل د وو شي ښار په سيمه کې د تاي هو يوه برخه ده. د روايت له مخې دوه زره او پنځه سوه کاله مخکې، په چين کې څو وړوکي هېوادونه موجود وو چې د يوو په نامه هېواد په کې يو و. په يوو کې يو چارواکی چې ( فان لي) نومېده ، د ده په مټ يوو هېواد په جګړه کې د وو نومي هېواد ته ماتې ورکړه. وروسته تردې يې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه او له يوې ښکلی نجلۍ معشوقې سره د دغه جهيل پرغاړه اوسيده او د کبانو روزنې په اړه يو کتاب يې تاليف کړ چې د چين په تاريخ کې لومړنی داسی کتاب ګڼل کېږي. نو دغه جهيل د ښاغلي فان لي د يادونې په غرض د ځايي وګړيو لخوا د لي هو په نامه ونومول شو.

د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د دغه جهيل په چاپير کې د پټيو جوړولو او د کبانو د روزلو چارې د افراطي پرمختګ، د وخت په تېرېدو د لي هو جهيل په تل کې ډېرې خټې زيرمه شوې او د دغه جهيل اوبه ککړې شوې وې. په ٢٠٠٢ کال کې وو شي ښاروالۍ غوڅه پرېکړه کړې چې د لي هو جهيل ککړتيا له بيخه لېرې کړي

ورپسی د خټو د له منځته وړلو، دغه جهيل ته د ککړ شويو اوبو د ايستلو، د پاکو اوبو د ورکولو او د ايکولوژۍ د بيارغونې په اړه يو لړ پروژې پيل شوې وې. د وو شي ښار د ابيارۍ چارو ادارې تخنيکي سلاکار يو ده کانګ داسی وويل، 

د تيرې پيړۍ په شپږمې او اوومې لسيزې کې د دغه جهيل پراخوالی له نهه مربع کيلومترو نه هم زيات و. په اتمه لسيزه کې د شولو کرلو او کب نيولو له امله د جهيل زياتې برخې ونيول شوې. نو زموږ په اند، تر هر څه لومړی بايد د جهيل مساحت هغه حد ته بېرته اعاده شي، کوم چې په شپږمه او اوومه پيړۍ کې ساتل شوی و . نو موږ د کبانو روزلو يو شمېرروزنځايونه دلته بند کړي دي.

د لي هو جهيل د ادارې په بهير کې د ککړو اوبو بندولو پروژه يوه ډېره مهمه برخه وه. د وو شي ښار د باغونو د ادارې د اوبو ايستلو څانګې مشر جاو لې وويل،

له عمومي لحاظه د لي هو جهيل په شاوخوا سيمه کې د ککړو اوبو د بندولو پراخوالي پنځلس مربع کيلومترو ته رسېږي چې اتيا زره تنه کسان ترې ګټه اخلي . په دې بهير کې له يوويشت زرو تصديو يا يونټونو څخه ايستل شوي اوبه تر کنټرول لاندې راغلې او د شلو مليونو يوانو پيسو په لګولو سره د پنځوسو کيلومترو په اوږدوالي د نل ليکې غځېدلې دي.

تر اوسه د لي هو جهيل په چاپير د ککړو اوبو د بندولو پروژه بشپړه شوې ده. اوس مهال د دغه جهيل ښکلا بېرته اصلي بڼې ته ورګرځول شوې ده په زړه پورې منظرې د بېلا بېلو ځايونو سيلانيان راجلبوي چې په دې برخه کې د ايکولوژۍ بيارغونه مهم رول لوبوي. په عين وخت کې د ٢٠٠٢ کال راپديخوا، وو شي ښاروالۍ د دغه جهيل د چاپيريال د ښه والي لپاره يو لړ تدبيرونه هم نيولي دي.

اوس د لي هو جهيل په غاړه د اته دېرش کيلومترو په اوږدوالي سيمه د لوبو کولو په غرض د يو پارک په توګه جوړه شوې ده. لي هو پارک، د چانګ شي په نامه د لندې ځمکې باغ، د ګوان شه په نامه غرنی هوټل او د کب نيولو ځايونو په شمول يو لړ منظرې د سيلانيانو د سيل او ساعتيرۍ ښه ځايونه دي. د لي هو د ادارې څانګې د سرانجنير مرستيال يانګ جي يي وويل، 

زموږ د جامع پلان سره سم، د لي هو جهيل د اوبو پراخوالی نهه اعشاريه يو مربع کيلومتره دی. خو د دغه جهيل په شاوخوا کې د منظره لرونکی سيمې پراخوالی شل مربع کيلومترو ته رسېږي. اوس زموږ پلان د څو کلونو کوششونو له کبله بشپړ شوی دی.

کله چې سيلانيان د لي هو جهيل د غاړې سيل کوي، شنې ونې او غوړېدلي ګلونه او څپڅپاندې اوبه تر سترګو کېږي او د ډول ډول مرغانو ښکلۍ نغمې اورېدل کېږي څخه . ښاغلي مي چې کور يي د لي هو جهيل په غاړه پروت دی، په خوشحالۍ سره وويل،

دغه جهيل ښه اباد او تنظيم شوي دي . يو چيني متل دی وايي په أسمان کې جنت شته او په دنيا کې سوجو او هانګجو شته . مګر موږ وايو چې په أسمان کې جنت شته ، په دنيا کې د لي هو نوی ښارګوټی موجود دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای