CRI Online

د شو هه لرغونی علاقه داری

cri     (GMT+08:00) 2011-12-27 19:36:45

د شو هه لرغونی علاقه داری چې د چين د يون نان ولايت د لي جيانګ د لرغونی ښارګوټي په شمال پرته ده ، په ګڼوځنګلونو احاطه شوې او د علاقه دارۍ د واټونو په غاړو کې له ويالو څخه د چينو اوبه تېرېږي . کله چې سيلانيان په سهار په دغه علاقه دارۍ کې سيل کوي، داسې احساسوی چې له يوه عصري ښار څخه يو قديمي علاقه دارۍ ته راغلی دی ځکه چې واټونه يې په تورو ډبرو جوړ شوي او په دواړو غاړو کې لرګينې ودانۍ قطار په قطار ولاړې دي او په سور رنګ رنګ شوې دي . ښاغلي وانګ چې د سفر لپاره له ان هوی ولايت څخه شو هه ته راغلی، داسی وويل،

دا لومړی ځل دی چې لي جيانګ ښارګوټي ته سفر کوم. دلته لرغونی ودانۍ چې په ښه توګه ساتل شوي، زما د علاقې وړ دی. د دغو واټونو سيل کوم ، ډېر راحت او خوښی احساسوم.

ريښتيا ده چې دغه علاقه داری پخوا د چا ما لرغونی لارې پر غاړه يو مهم تمځای و او په هغه وخت کې دغه علاقه داری هم ډېر سمسوره او اباده وه. د چا ما لرغونی لارې موزيم چې په چين کې ددې لارې په نامه لومړنی موزيم دی، هم په شو هه کې پروت دی. د دغه موزيم مسؤل بای جي يوان وويل، چې شو هه لرغونی علاقه داری د دغه قديمي لارې په اوږدو کې د سوداګرۍ يو ډېر مهم محور و. ده وويل،

شو هه علاقه داری د يون نان له جنوب څخه شمال لويديځي خوا ته د أسونو د کاروانونو لپاره يو ډېر مهم منزل ګاه وه. د عيسوی کال له شپږ سوه او اتيايم کال څخه تر ١٩٥٠ کال پورې په څه باندی يو زرو درې سوو کلونو کې د اسانو کاروانونه لېدل کېدل چې سوداګری يې ډيره توده وه. نو ويل کېږي چې دغه علاقه داری د چا ما لرغونی لارې لپاره يو مهم محوری تمځای و.

د معلوماتو له مخې، په لرغونی زمانه کې د شه هه علاقه دارۍ په واټونو سوډاګران لر و بر کېدل او د سوداګرانو لپاره لوي يا کوچني دېرش هوټلونه موجود وو. ښاغلي شي چې تل په دې ځای کې ژوند کوي، د دغې علاقه دارۍ د پخوانۍ ښېرازۍ د يادونې په وخت کې داسی وويل،

د ماشومتوب په موده کې هره ورځ ماښام د اسانو د زنګونو اوازونه اوريدل کېدل. کله چې د اسانو کاروان رسېدل، ټول واټونه سمدلاسه له

شوق او ذوق څخه ډک برېښېدل. دا د شپې بازار و. په هغه وخت کې برېښنا نه وه، سوډاګرانو د مشال په اوچتولو سره مالونه پلورل.

هغه وويل، چې د شپې په بازار کې د مشال تر رڼا لاندې معامله په شو هه کې له اتو مشهورو منظرو څخه يوه وه او له دې څخه د چا ما په لرغونی لاره کې د پخوانۍ سمسورتيا نښه هم لېدل کېده ، البته د سوداګرانو زحمتونه هم ترې ترسيمېدل او هم ددوي د زحمت ګاللو له کبله د ليجينګ بنده شوې دروازه خلاصه شوېده ، نو ځايي وګړي ددوي څخه د زړه له کومې ممنون دي. 

د کاروانونو په رارسېدو سره د هېواد له نورو ځايونو څخه نقل شوي مالونه زموږ پر ژوند ډير اغيزمن وو او په عين وخت کې د تمدن رڼا يې هم دلته خوره شوېده.چاي هم د کاروان لخوا دلته نقل شوی دی.

د ناشي قوم ځوان چن چيانګ زموږ له خبريال سره توده مرکه وکړه او دده له څيرې څخه د زمانې پرمختګ نښه لېدل کېږي . هغه وويل چې دغه لار له نه هيرېدونکي تاريخ څخه ډکه لاره ده .

موږ به د چاما لار له ياده و نه باسو ځکه چې شو هه او د هېواد نور ځايونه په دغه قديمي لاره تړلي وو . په بله ژبه پرته له دې لارې نه زموږ اوسنی ژوند ناشونی دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای