CRI Online

د فو شيان هو جهېل ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-01-09 13:10:05

فو شيان هو جهيل د يوان نان ولايت په يو شي ښار کې پروت دی چې لوړوالی يې ١٧٢٢ متره او پراخوالی يې ٢١٦.٦ مربع کيلومتره دی. دغه جهيل د چين په ژوري خوږه جهيلونه کې ډېر لوی يو دی چې منځنی ژوروالی يې ٩٥.٢ مترې ته رسېږي. د دې ترڅنګ هغه جهېل د چين د جو جيانګ سيند په سرچينه کې ډېر لوی جهېل هم دی. لس کلونه مخکې، د چين د تاريخي ځايونو د پلټونکی ډلې تر دغه جهېل لاندې د يو لرغونی کنډواله پيدا شوې ده او له امله يې دغه جهېل په چين کې شهرت لري. د دغه جهېل په اړه په زړه پورې افسانه هم د وګړيو په خولو خپرېږي. د دغه جهيل پر غاړه د لو چونګ کلی غړي وانګ فان وويل،

د يوې افسانې سره سم، دوو ښاپيريو چينګ جيانګ سيند ته سفر وکړ او د دې جهيل له طبيعي منظرو څخه خوند واخيست ، نو په دې ځای کې يې پاتی شوې او د يو بل سره د لاسونو په نيولو سره يې ډبرې ته بدل شوې دي. نو ورپسی دغه جهيل فو شيان نومېده.

د فو شيان هو جهيل چې اوبه يې ډېره پاکه ده، د چين په خوږه جهيلونو کې د ډېر پاکه اوبه لرونکی جهيل په توګه ګڼل کېږي. د دغه جهيل د اوبه کيفيت د ساتلو په هکله ځايي حکومت زيات تدبيرونه نيولي دي. د بېلګې په توګه، ځايي ککړ شوي اوبه جهيل ته ور نه شي کولای. حکومت د ځانګړو تجهېزاتو له لارې د کرنې ځمکې د اوبه ورکولو لپاره دغه اوبه غرني سيمې ته باسي. نو ځايي اوسيدونکي له دې امله ډېر وياړ دی چې د فو شيان هو جهيل په حوزې چاپيريال په ښه توګه ساتل کېږي. ښاغلي لو ځه شياو د دغه جهيل پر غاړه د يو هوټل خاوند دی، هغه وويل،

زموږ له هوټل څخه ککړ شوي اوبه خامخا د ځانګړی نل ليکې له لارې ورکړي، په مستقيمه توګه جهيل ته ورنه شي کولای. په بله ژبه، د جهيل پر غاړه د سبزې، جامې منځلو ته اجازه ورنه کوي او د کورني حيوانانو د روزنې له امله ککړی شوي اوبه هم جهيل ته ور نه شي کولای. بر سېره پردې، هغه بيړۍ چې د تېلو له لارې خوځنده ځواک اخلي، په دغه جهيل کې کار نه شي کولای.

اوس مهال د فو شيان هو جهيل پر غاړه زيات هوټلونه ليدل کېږي او دوی سيلانيانو ته رنګه رنګ خوندور خوراکونه برابروي. په دغه جهيل کې يو ډول کوچنی کب چې اوږدوالی يې يوازی دوه او يا دری سانتېمېتره دی او غذا يې ډېر غنی دی. د خبر له مخې چې د دغه ډول کبانو په خوړلو سره د کسانو عمر اوږد شي او دغه کب له دې امله شهرت لري.

په تېرو څو کلونو کې فو شيان هو جهيل د يو لرغونی ښارګوټي له لارې لا زيات شهرت لري چې تر اوبه لاندې زيرمه شوې ده. له ٢٠٠١ کال څخه د چين د تاريخي ځايونو د پلټونکي ډلې د دوو ځلو لپاره د دغې ښارګوټي په اړه پلټنې کړې دي. د پايلې سره سم، تر دغه جهيل لاندې د اتو ودانيو په شمول يو لرغونی ښارګوټۍ شته چې په کې يوې لويې ودانۍ لوړوالی شل ميترې ته رسيدلی او بڼه يې د مصر د اهرام په شان دی. ښايي چې دغه ښارګوټي دوه زره کاله مخکې د چين د لرغونی ديان هېواد مرکز و. هر کال فو شيان هو د په زړه پورې طبيعی منظرې او خوندور خوراکونو له لارې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو سيلانيانو راجلبوي. ځايي اوسيدونکي هم د دغو سيلانيانو لپاره ښه خدمت کوي. نو ځايي سيلانی به لا چټک پرمختګ ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای