CRI Online

د بېجينګ ګوه ځي جيان واټ سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-01-09 13:15:08

په بېجينګ کې د ګوه ځي جيان په نامه يو مشهور واټ شته او د واټ په غاړه په لرغونې زمانه کې د چين د ښوونې ډېر لوړ پوړی اداري ارګان و چې په اوسنۍ ژبه د د ښوونې وزارت او لوړو زده کړو پوهنتون دی.

څای يان د کنفوسيوس معبد او د ګوه ځي جيان موزيم د څيړنېيزې څانګې مدير و، په دې ځای کې لومړی د ښوونې عالي اداره وه او وروسته مرکزی موزيم پکې جوړ شو. نن ورځ بيا په کنفوسيوس معبد او د ګوه ځي جيان موزيم بدل شوی دی. ښاغلي څای د دغه ځای بدلونونه په خپلو سترګو ليدلي دي. ده وويل، 

ګوه ځي جيان په چين کې د فيوډالی نظام له جوړېدو وروسته لومړنی لوړي کچې ښوونځي و چې له اوسني مرکزي پوهنتون سره برابر دی.په پخوانی زمانه کې دا يوازنی لوړ پوړی ښوونځي و چې د دولت لخوا جوړ شوی و او د نورو ښوونځيو په پرتله يې ډېر لوړ مقام درلود.

د ګوه ځي جيان دروازه چنګ شيان من په نامه يادېږي. په چيني ژبه کې چنګ شيان د لايقو او با استعداده کسانو روزلو او من د دروازې مانا لری. په هغه وخت کې زده کوونکي د خپل ارمان د پوره کولو لپاره د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه دلته راغلل. د ښاغلي څای په وينا د چين د لرغونی دودونو سره سم، تور رنګ يوازی د حکومتي ارګانونو لخوا استعماليده او د دولتي واک نښه وه. څرنګه چې ګوه ځي جيان د ښوونې عالي ارګان و، نو د دروازې رنګ يې تور دی.

د ګوه ځي جيان مرکزي ودانۍ پي يونګ نومېږي چې د چين د چيانګ لونګ د امپورطورۍ په موده کې يعنی د اتلسمې پيړۍ په نيمايي کې جوړه شوې ده. پي يونګ د امپورطور د درس ورکولو ځانګړی ودانی وه. دغه ودانۍ د اوبو په چاپيره يوې صحنې باندې جوړه ده چې د امپورطوری مطلق واک ترې څرګندېږي.

د ګوه ځي جيان په ختيځ کې د

 

کونفسيوس معبد دی چې د چين د يوان، مينګ او چينګ په سلسلو کې د کنفوسيوس د نمانځنې ځای و. ښوونځي ته نژدی د کونفسيوس معبد جوړونه د ښوونکو د درناوی او احترام په اړه د چينايانو دودونه هم څرګندوي. په دې ځای کې سيلاني فنګ وويل،

ګوه ځي جيان د مينګ او چينګ په سلسلو کې عالي ښوونځی او د نور استعداد لرونکو کسانو د روزنې ځای هم و. کنفوسيوس په چين کې د ښوونيزو چارو د مؤسس په توګه ګڼل کېږي چې د ښوونکو د درناوی او احترام او ښوونې ته د اهميت ورکولو په هکله د چينايانو دود ترې څرګندېږي.

نن ورځ ګوه ځي جيان د تاريخ د يو کتاب په شان سيلانيانو ته ښيي او سيلانيان په دې ځای کې د چين لرغوني کولتور نښې احساسولی شي. که څه هم اوس مهال ګوه ځي جيان رښتينی ښوونځی نه دی، خو د چينايانو په زړونو کې يې لا هم لوړ مقام نيسي.

اوس مهال د ګوه ځي جيان واټ په دواړو غاړو کې زياتې مغازې پرتې دي چې مذهبي شيان پکې پلورل کېږي. دوو سيلانيانو چې د سفر لپاره له هسپانيا څخه راغلی ، زموږ خبريال ته داسې وويل،

دغه ځای ډېر ارام دی چې د بېجينګ ښار له مرکز سره ډير توپير لری . اورېدلی مې دي چې پخوا دغه ځای ښوونځی و او ډېر مشهور و. نو غواړم چې ددلته سيل وکړم. د دې واټ په دواړو غاړو مغازې دوکانونه په زړه پورې دي او پکې پلورل کېدونکي توکي هم د هسپاڼيا له مغازو سره زيات توپير لري.

د بهرنيو سيلانيانو لپاره ګوه ځي جيان د چين په لرغونی زمانه کې د ښوونې نظام او د کنفسيوس مکتب د خپرولو مرکز دی چې د چين او حتی نړۍ پر ماضي ، حال او راتلونکي لپاره به اغيزمن وي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای