CRI Online

عجب او ښکلی چينګ های جهيل

cri     (GMT+08:00) 2012-01-31 19:46:51

 چينګ های هو جهيل د چينګ های او تبت په لوړه کې د يوې مرغلرې په توګه ګڼل کېږي چې په چين کې په لسو ډېرو ښکليو جهيلونو کې لومړی ځاي نيسي . دغه جهېل په چين کې د مالګينو اوبو لومړی لوی جهيل هم دی چې د ځايي تبتي اوسيدونکو لخوا مقدس جهيل په نوم ياديږی .

هر کال د اپريل مياشت د چينګ های جهيل کنګلونه ويلی او په غاړو ونې او غوټۍ شنې کېږي . زرګونه بېلا بېل ډوله مرغان د جنوب له ليرې ځايونو څخه دغه جهيل ته راالوزي او د چينګ های جهيل په شمال لويديځه غاړه کې هګۍ اچوي او بچيان روزي . په مني کې دغه مرغان په ډله ييزه توګه جنوب خوا ته کډه کوي او په عين وخت کې لوی قوګان په وار سره د ژمي د تيرېدو لپاره دلته راځي. د چينګ های ولايت د ګانګ چا ولسوالۍ د سيلانيزو چارو ادارې د دفتر مديرې تان لي وويل، چې چينګ های جهيل د وګړيو په نظره د قوګانو دوزخ دی. دې وويل، 

عموماُ، د اکتوبر مياشتې په پيل کې قوګان په وار سره دغه جهيل ته په کډه راځي. په ٢٠٠٥ کال کې زموږ د جهيل په شاوخوا سيمه کې يوازی يو زر او پنځه سوه لوی قوګان يا قوګانې راغلي وو، خو اوس دغه شمېر دوه زرو ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ څو لسګونه ډوله نور مرغان لکه تورغاړه لرونکې لګ لګان او وحشي هيلۍ هم په دې ځای کې ژمی تېروي.

له وروستيو کلونو راهيسې د چينګ های جهيل پر غاړو د لندې ځمکې پراخوالی ورځ په ورځ پراخېږي. د چينو د زياتېدو او د أبزي حيواناتو او نباتاتو د ښې ودې له امله د قوګانو د ژوند لپاره ښه زمينه برابره کړې. د سيلانيانو لپاره د خوښۍ وړ شيبې دا دي چې د جهيل پر غاړو سيل کوي ، د لوبې په حال کې قوګان ويني او د دوی چغاري اوريدلو څخه خوند اخلي. مېرمن تان وويل، 

پخوا په نومبر مياشت کې قوګان په وار سره دلته رسېدل، اوس په اکتوبر مياشت کې رسيږي چې تقريبا شل ورځې مخکې شوې دي. ځکه چې دلته طبيعي چاپيريال په لا ښه توګه ساتل شوی دی.

پر قوګانو سر بېره، د چينګ های جهيل پر غاړه دښت کې يو ډول غرڅه ليدل کېږي چې جونګ هوا دوی جياو لينګ او يا پو شي يوان لينګ نومېږي . د دغه ډول غرڅه بدن کوچنی او حرکت يې ګړندی دی. پخوا دغه ډول غرڅې د چين د داخلي مغلوستان، نينګ شيا، شينجيانګ او چينګ های په ځايونو کې ژوند کولو. خو د انسانانو لخوا د وژل او نيول کېدو او د چاپيريال د خرابېدو له امله دغه ډول غرڅې لږې شوې دي. د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د داخلي مغولستان، ګان سو او شينجيانګ په سيمو کې دغه ډول غرڅې حتی نه لېدل کېدې. اوس مهال يوازی شپږ سوه غرڅې د چينګ های جهيل په شاوخوا سيمه کې ژوند کوي. په تېرو څو ورځو کې زموږ خبريال د چينګ های ولايت د ګانګ چا له ولسوالۍ څخه د ليدنې په ترڅ کې د دغه ډول غرڅو يوې ساتونکی سيمې ته تللی او له ليری ځای څخه يې دغه ښکلی وحشی پسونه لېدلي دي. د دغه ولسوالۍ د ځنګلونو د عامه امنيت ادارې مشر ما يو های د عکس اخيستلو په وخت کې په وياړ او خوښۍ داسی وويل،

وګوره شپېته غرڅې زموږ د دری سوه مترو په وړاندی تقريبا شپيته غرڅې واښه خوري اوس مهال د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې چاپيريال ښه دی، نو غرڅې ګام په ګام زياتېږي. هر ځل چې موږ دلته راځو ،غرڅې ليدای شو. ښايي چې دوه سوه دغه ډول غرڅې زموږ په دې ساتونکي سيمه کې ژوند کوي او د جهيل په شاوخوا سيمه کې دغه شمېر شپږ سوو ته رسېږي.

ويل کېږي چې د قوګانو او غرڅو د شمېر د زياتېدو عمده لامل دا دی چې د چينګ های جهيل په شاوخوا سيمه کې چاپيريال ښه شوی او په عين وخت کې سيلانيان هم ورځ په ورځ زياتيږی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای