CRI Online

د عجيب او ښکلی چينګ های هو جهيل (٢)

cri     (GMT+08:00) 2012-02-27 13:51:44

ټولو ته معلومه ده چې چينګ های هو جهيل د يوې مرغلرې په توګه د چينګ های او تبت په لنده ځمکه کې پروت دی. اوس مهال د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې چاپيريال په ښه توګه ساتل کېږي. خو پخوا په اوږده موده کې د اقليمي بدلون په شمول د يو لړ طبيعي شرايطو د بدلون او د وګړيو لخوا د زيانېدو له امله د دغه جهيل پرغاړه سيمې په سخته توګه صحرائي شوې دي او په دښتو کې د موږکانو ناورين هم رامنځته شوی دی. د دې ترڅنګ په جهيل کې اوبه ګام په ګام کم شوی او د کبانو او وحشي حيونانو شمېر هم لږ شوی دی.

د چينګ های ولايت حکومت د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې دغه ايکولوژيک بحران ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د تيرې پيړۍ له نيمايې څخه يې د کبانو د ساتلو او د ايکولويکي چاپيريال د ساتلو په يو لړ تدبيرونو پيل وکړ. په ٢٠٠١ کال کې حکومت د هغو کرنيزو ځمکو کې چې پخوا له ځنګلونو څخه پاتی شوې ، بيا د ونو نيالولو په کار پيل وکړ. ورپسی د ٢٠٠٧ کال په نوامبر کې د چينګ های هو جهيل د منظردارې سيمې د ساتنې او ادارې څانګه جوړه شوې ده او په دغه سيمه کې د ساتنې، ادارې، طرح او استخراج کارونه په يووالي سره تر سره کېږي.

د ايکولوژيک چاپيريال د ساتلو په هکله د زياتو پروژو په پلي کېدو سره د دغه جهيل په شاوخوا سيمه کې چاپيريال په ښکاره توګه ښه شوی دی. د شمېرنې سره سم، له ٢٠٠٥ کال نه تر ٢٠٠٨ کاله پورې، په چينګ های هو جهيل کې د اوبو ژوروالی پنځوس سانتې متره او د اوبو پراخوالی يو سل او دېرش کيلومتره زيات شوی دی.

ځايي تبتي قوم مالدار ناو هه جيا چې د دغه جهيل په غاړه اوسېږي، وويل، 

په تېرو څو کلونو کې د چاپيريال د ښه والي سره سم، د دغه جهيل د اوبو کرښه په ښکاره توګه لوړه شوې ده او پخوا د جهيل د ساتلو په هکله جوړه شوي شبکه اوس مهال تر اوبو لاندې شوې. ويل کېږي چې ايکولوژيکي چاپيريال په لا ښه توګه ساتل شوی دی.

اوس مهال چينګ های هو جهيل د خپل عجيب او ښکليو منظرو له لارې زيات سيلانيان راجلبوي او دوی همېشه د دغه ځای او جهيل ښکلا ته حيرانېږي. د تېر کال په دوبي کې د دغه جهيل په اوبو باندې د دری ځله لپاره د سراب منظرې رامنځته شوي دي. د دغې سيمې د ساتونکي ادارې د سيلانۍ ادارې څانګې مرستيال چن ده هوی دغه منظره وپيژندله او ويې ويل، 

د سراب منظرې د رامنځته کېدو لپاره يو ش

مېر طبيعی شرايطو پورې اړه لري. په تېره بيا د باران او رڼا ورځو ترمنځ دغه حالت په ساده توګه رامنځته کېږي. سږ کال د چينګ های هو جهيل په سيمه کې د باران اندازه د پخوا په پرتله زياته وه. نو دا د دغه شان منظرې د رامنځته کېدو لپاره ښه زمينه برابروي. له بلې خوا، د دغه جهيل د اوبو او لندې ځمکې پراخوالی ورځ په ورځ زياتېدل هم يو بل لامل دی. ويل کېږي چې د حکومت لخوا يو لړ تدبيرونه د ځايي چاپيريال د ساتلو لپاره ډېر ګټور دي.

د خوښی وړ ځای دا دی چې چينګ های هو جهيل د خلکو په ساتلو سره لا ښکلې منظرې سيلانيانو ته وړاندې کوي. باور لرو چې په راتلونکي کې به لا زيات سيلانيان دغه سيمې ته سفر وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای