CRI Online

د بېجينګ ليو لي چانګ واټ

cri     (GMT+08:00) 2012-02-27 13:53:50

د چينګ د امپراطور له سلسلې څخه ليو لي چانګ واټ د خطاطۍ اثارو ، تصويرونو او چيني باب په پلورلو سره شهرت موندلی، دغه راز کتاب پلورنځي هم د دغه واټ په غاړو کې پراته دي. نو دغه واټ د کولتوري واټ په توګه بلل کېږي. د دغه واټ ډېره لويه ځانګړتيا دا ده چې کولتوري فضا ډيره ژوره ده .

د يادولو ده چې تر هر څه لومړی د ليو لي چانګ په باب څه وغږيږو ، په چيني ژبه کې ليو لي د لعاب دار اجر او چانګ د کارخانې مانا لری. ليو لي چانګ واټ د چين د چينګ په امپراطورۍ مودې يعنی په اوولسمې پيړۍ کې جوړ شو او ورو ورو مشهور شو. اوس مهال د دغه واټ په دواړو غاړو د خطاطۍ اثارو، تصويرونو او تاريخي شيانو د پلورلو زياتې مغازې قطار په قطار ولاړې دي. ښاغلی فنګ د څوی ون ګه نومي يوې لرغونې مغازې يو زوړ کارکوونکی دی.

هان د چين د يوان امپراطورۍ په سلسله کې يعنی د ديارلسمې پيړۍ په موده کې د دغه واټ په ځای د لعاب دارو اجرو د پخولو کورې موجودې وې چې دغه ډول اجر عمومأ د شاهي ودانيو د جوړولو لپاره کارول کېده . نن ورځ د بيجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ په ودانيو باندی دا ډول اجر ډير لېدل کېږي. د څوارلسمې پيړۍ په موده کې د دغه واټ پيمانه لويه شوې، خو په اتلسمې پيړۍ يوه ورځ امپراطور چيان لونګ د ودانۍ په سر وليدل چې ټول ښار له کورو څخه په پورته شوی تور لوګي پټ دی ، نو امر يې ورکړ چې ټولې کورې نورو ځايونو ته نقل شی. که څه هم له هغه وخته د اجرپزي کارخانې نقل شوي ، خو د ځاي نوم تر اوسه ساتل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د چينګ د امپراطورۍ په موده کې د بېلا بېلو ځايونو زده کوونکو په ملي ازموينې کې د ګډون په هکله د دغه واټ په شاوخوا سيمه کې اوسيدل چې په نتيجه کې ورو ورو د کاغذ او قلم پلورلو مغازې رامنځته شوې .

د وخت په تيرېدو سره ، د ليو لي چانګ واټ بڼه هم ګام په ګام بدلېږي. اوس مهال دغه واټ هره ورځ زيات چيني او بهرني سيلانيان راجلبوي. ښاغلی جوي چې څو کاله مخکې د کار لپاره له امريکا څخه د کار بېجينګ ته راغلی، د هرې اوونۍ په پای کې يې د دغه واټ سيل کوي. نن د نوی کال د ډالۍ اخيستلو لپاره دغه واټ ته راغی. ده وويل،

دا واټ ډېر ښکلی دی او لرغونی تاريخ لری. په بېجينګ کې دغه شان واټ زيات نه دی. د بېجينګ په نورو ځايونو کې دنګ دنګ ودانۍ جوړې شوې ، خو په دې واټ کې هر ډول لرغونی شيان پيدا کېږي. زما لپاره دغه ځای د سيل ځای نه دی، ځکه چې په دې ځای کې د خوښۍ وړ شيان اخيستل کېږي.

په نړۍ کې د غوره کولتورونو ترمنځ ښکاره پوله نه شته. خو د يو هېواد د وګړيو لپاره کولتور د يو ملت روح دی او د هر تن په وينې کې حل کېږي . ښاغلی جا چې له تايوان څخه راغلی، اوس د شانګهای په تونګ جي پوهنتون کې د چيني ژبې زده کړه کوي. که څه هم عمر يې زيات نه دی، خو د چين د خطاطۍ له هنر سره ډيره علاقه لري. ده وويل،

موږ د ماشومتوب په موده کې هره اوونی د خطاطۍ درس درلود، خو اوس دغه درس لغوه شوی دی. دا د خواشينۍ وړ خبره ده .

په چين کې هر څوک چې ځوان وي يا زاړه ، ټول په خپلو لارو چارو د چيني کولتور د خپرېدا لپاره کوشش کوي. دا د ليو لي چانګ واټ د سمسورتيا لامل هم دی. ښاغلی جا وويل، چې هغه نه يوازی د خطاطۍ له هنر، بلکې د دی ځای له هرې اوسيدونکې سيمې او لارې کوڅې سره مينوال دی.

ښاغلي پريسي او مېرمن يې يوه مياشت مخکې د دوو ماشومانو په وړلو سره د کار لپاره له فرانسې څخه بېجينګ ته راغلل چې لور يې شپږ کلنه ده او اوس يوازی په چيني ژبه سلام ويلی شی. خو په ښوونځي کې يې د چيني خطاطۍ په زده کړې پيل کړی . نو د اوونۍ په پای کې د ښاغلي پريسی کورنۍ څلور تنه هميشه ليو لي چانګ ته ځي څو چې قلم يا کاغذ واخلي او د چين قديمي کولتور له نژدې حس کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای