CRI Online

د ګوی جوه سيل .

cri     (GMT+08:00) 2012-02-27 13:55:53

په ٢٠١١ کال کې د ګوی جوه ولايت د سيلانۍ شعار په رسمي توګه خپور شو چې ويل يې د هيواد لويې وچې ته سفر کې ګوی جوه له نورو ځايونو څخه ښکلی دی. سيلانيان له دغه شعار څخه د ګوی جوه ولايت له ښکلا څخه خوند اخيستی شی.

په ٢٠١١ کال کې په ګوی جوه ولايت کې د سيلانۍ چاری چټک پرمختګ موندلی. د اټکل له مخې، په همدې کال کې ګوی جوه ته د سيلانيانو شمېر يو سل او اويا مليونه تنو ته رسيدلی چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله دوه دېرش سلنه زياته شوې. د دی ترڅنګ د دغه ولايت د سيلانی عمومي کلنی ګټې له يو سل او څلويښت مليارډو يوانو څخه اوښتې دي چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله څلور دېرش سلنه اوچته شوې ده. ويل کېږي چې تر لاسه شوي برياليتوبونه په دغه ولايت کې د سيلانۍ د بنسټيزو تاسيساتو له بشپړېدو سره نژدی اړيکې لري.

د بېلګې په توګه د ګوی جوه او نورو ولايتونو ترمنځ د ګړندی سړکونو د جوړونې پروژې پيل شوې او د امريکا د يو ای شرکت لخوا د هوانګ ګوه شو دولتي پارک د جوړونې پلان په شمول يو لړ پروژې په عادی توګه روانې دي. د تېر کال په لومړيو نهو مياشتو کې د پيل شوي پروژو شمېر دوه سوه او پنځه نوی وو چې پکې د دوه اتيا مليارډو او دوه سوه او نوی مليونه يوانو په ارزښت له عمومي پانګو څخه شپږ مليارډه يوانه اچول شوی دی. د دې ترڅنګ په دغه ولايت کې د سيلانۍ په اړه خدمتي تاسيسات هم د بشپړېدو په حال کې دي.

د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړېدو په وخت کې د ګوی جوه ولايت د سيلانۍ څانګې هم د خپلو سيلانيزو سرچينو تبليغاتو ته لومړی اهميت ورکوي. تېر کال ګوی جوه ولايت د سفر او څيړنې په هکله د سيلانۍ زياتو ټولنو، د نورو هېوادونو او سيمو اړوندو څانګو او خبري رسنيو ته بلنې ورکړې دي. د ګوی جوه د خارجي سيلانۍ شرکت مشر شيونګ چون لين وويل،

تېر کال په ګوی جوه ولايت کې د سيلانی چارې

چټک پرمختګ زموږ د ښو تبليغاتو پايله وه چې په دې کال کې زموږ شرکت لخوا منل شوي سيلانيانو يا نورو ځايونو ته ترتيب شويو سيلانيانو شمير اساسا په سلو کې ډېرس زيات شوی و.

د ٢٠١١ کال په اکتوبر کې د امريکا، جاپان، المان، فرانسې او ايتاليې په شمول د يوولسو هېوادونو څه باندې يو سل او پنځوس سوداګرانو له ګوی جوه څخه ليدنې کتنې کړې دي، د امريکا د يو شرکت مسؤل ښاغلی جون سينيس وويل، 

د ګوی جوه غنی سيلانيزې سرچينې، ښه ايکولوژيکی چاپيريال، د څو قومونو کولتور او داسی نور د ګوي جوه غوره والی دی. اوس مهال په ګوی جوه ولايت کې د سيلانيز تاسيسات په بنسټيزه توګه بشپړ شوی دی، نو د خپلو سيلانيزو سرچينو د تبليغ پراخوالي اړين کار دی. باور لرم چې په نژدی راتلونکی کې به لا زيات وګړي د سفر لپاره زموږ ولايت ته راشي.

ورخلاصون به حتمأ د اصلاحاتو د پياوړتيا او اصلاحات به خامخا د پرمختګ د چټکتيا مصدر وي . د ګوی جوه سيلانيزو چارو د پرمختګ سره سم، په دغه ولايت کې يو شمېر کوچنی شرکتونه يو ځای شوي او په لويو او قوی شرکتونو بدل شوی دی.. د ګوی جوه ولايت د سيلانی ادارې مشر فو ينګ چون وويل، ګوی جوه بايد د سيلانيزو چارو د پرمخبيولو په برخه کې خپل مارک جوړ کړي. لومړی، موږ به په نړۍ کې مشهور او غوره هوټلونه ګوی جوه ته راجلب کړو، څو چې په دې برخه کې د ګوی جوه خدمتي سويه ژر نړيوالې کچې ته اوچته شي. يوازی پر دې بنسټ موږ د سيلانيزو چارو د ادارې، د ګټو د زياتوالي او د استعداد لرونکو کسانو د روزنې په برخه کې برياليتوبونه تر لاسه کولای شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای