CRI Online

د تبت څوه نا ولسوالي به د نوي سيلانيز هدف د پرانستلو لپاره زياتې پيسې ولګوي.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-30 14:47:35

په څونان ولسوالی کې چې د چين د تبت خپلواکې سيمې په شان نان سيمه کې د هيمالايا غره په جنوبي لمن کې واقع ده ، سيلانيزې سرچينې ډېرې دي چې نه يوازی دنګ دنګ واورين غرونه او ګڼ ځنګلونه خواره واره پراته دي، بلکې شنه ځړ ځايونه او ډول ډول ګلان هم ليدل کېږي. د تبت د سيلانيزو چارو د چټک پرمختګ سره سم، څوه نا ولسوالي هم د خپلو سيلانيزو سرچينو د ابادۍ په مرکزيت ځانګړې تګلاره ټاکلې ده. ځايي حکومت پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به دوه سوه او اتيا مليونه يوانه پيسې ولګوي څو چې د يوې نوی سيلانيزې موخې په توګه خپله ولسوالی اباده شي.

د څوه نا ولسوالی د سيلانۍ ادارې مشر جن دا يونګ له تبت سره د مرستې لپاره د ان هوی ولايت له هه في ښار څخه راليږل شوی دی . که څه هم په دغه ولسوالۍ کې د کار وخت اوږد نه دی، خو هغه له دی ځای سره ژوره مينه لري. د دی ځای د سيلانيزو سرچينو د يادونې په وخت کې يې داسی وويل،

موږ په دې پوهېږو چې د تبت ستره ځانګړتيا کنګلينه غرونه دي. دا د تبت د بېلا بېلو ځايونو يوه ګډه ځانګړتيا هم ده. بر سېره پردې، په څوه نا ولسوالۍ کې ګڼ ځنګلونه شته چې د شان نان سيمې په نورو ځايونو کې نه ليدل کېږي.

نوموړي وويل، چې پر طبيعی منابعو سربېره، په دی ولسوالي کې ځانګړتيالرونکې کولتوري سرچينې هم شته. ځکه چې په دې ځای کې من با قوم ميشت دی چې د چين يو وړوکی قوم دی او نفوس يې ډېر لږ دی. که څه هم دوی نسل په نسل له تبت قوم سره ګډ ژوند کوي، خو ځانګړی قومي کلتور يې ساتل شوی دی. ده وويل،

من با قوم خپله ژبه او مذهبي عقيده لري. خو ددوي عقيده له تبتي بوديزم سره همغږی کوي. پخوا من با قوم د مور واک نظام پورې اړه درلود او ددې نظام لمخې اوسمهال د ښځو مقام او واک د نارينه وو په پرتله لوړ او زيات دی . نو سيلانيان په دې ځای کې لرغونی دودونه احساسولی شي. بر سره پردې، د من باو قوم کالي مالي ، د واده او تدفين دودونه هم ځانګړي دي او خاصه اوپرا لري.

د يادو شويو طبيعی او کولتوري سرچينو د ښې کارونې په هکله د څوه نا ولسوالۍ حکومت د سيلانۍ د پرمختګ نيت پيدا کړی دی. په ٢٠٠٨ کال کې ځايي حکومت مشخصه تګلاره جوړه کړې چې د دوولسم پنځه کلن پلان په موده کې به د سيلانيزو چارو د پرمختګ په هکله دوه سوه او اتيا ميلونه يوانه پيسې ولګوي.

د سيلانۍ د پرمختګ تر څنګ، څوه نا ولسوالی د اساسي تاسيساتو د ابادولو بهير هم چټک کړی دی. د بېلګې په توګه،د له بو ګوه درې په منظره لرونکې سيمه کې به د سيلانۍ يو خدمتي مرکز او يو روغتون جوړ شي چې د سيلانۍ د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره شي. په راتلونکي کې به د ولسوالۍ له مرکز څخه منظره لرونکې سيمې ته د غوره سړک د جوړولو لپاره دوه سوه او شپيته مليونه يوانه پيسې واچول شي.

ښاغلي جن وويل، چې د سيلانی پرمختګ د دوی د کارونو لپاره ښه لارښوونه کوي. ده وويل، 

په تبت کې د څيړنې او طرحې پر بنسټ موږ د سيلانۍ د پرمختګ په اړه نوی لارې چارې موندلې دی. د تېر کال په اپريل کې مو د ان هوی په ولايت کې د څوه نا ولسوالۍ د سيلانۍ د ورپيژندنې لپاره يوه اوونيز فعاليت ترسره کړی دی. ځکه چې د ان هوی ولايت نفوس زيات دی او ښايي چې زيات سيلانيان زموږ ولسوالۍ ته د سفر لپاره راشی .

ويل کېږي چې د سيلانۍ د پرمختګ سره سم، په څوه نا کې قومي کولتور هم په ښه توګه ساتل او پراخېږي. مثلاُ د من با قوم يو شمېر لاسي هنري شيان د سيلانيانو ډير خوښېږي. ځايي مالدران او بزګران ترې زياتې ګټې اخيستی شی. نو ځايی اوسيدونکی د سيلانۍ د پرمختګ هر کلی کوي او په خپل کور کې وړوکی هوټلونه پرانيزي، څو چې لا زيات سيلانيان ومني

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای