CRI Online

په هې لونګ جيا ولايت کې کنګلنې او واورينې نړۍ سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-04-03 16:30:53

د چين په شمال هې لونګ جيا ولايت يو ښکلی او شتمن ځای دی چې هلته ايکولوژيک چاپيريال ښه او کنګلينې او واورينې سرچينې غنی دی. په دغه ولايت کې د سيلانيزو چارو د چټک پرمختګ سره سم، د بې جي کلی، يا بو لي، جينګ به او ليان هوان جهيلونو په شمول سيلانيزو ځايونو ډېر شهرت موندلی او ښې اقتصادي او ټولنېزې ګټې يې اخيستې دي .

يا بو لي د هې لونګ جيا ولايت په شمال کې پروت دی او د ښکليو طبيعی منظرو ، واورينو غرونو او ګڼو ځنګلونو په درلودلو سره ډېر مشهور دی. په دغه ځای کې د دا ګوه کوی نومی يو غر ولاړ دی چې د سمندر له سطحې نه ١٣٧٠ متره جګوالی لري. د يا بو لي په نامه د سکی وهلو مرکز هم په دی ځای کې دی چې د سکی وهلو په لسو ډېرو لويو نړيوالو مرکزونو کې يو او په اسيا کې تر ټولو ډېر لوی مرکز هم دی. اوس يا بو لي د سکی وهلو له امله ډېر شهرت لري او د دولت د څلور ای په کچه د سکی وهلو د سيلانيزې سيمې په توګه ټاکل شوې سيمه ده. زموږ خبريال داسی وويل، 

هرڅوک چې د سکی وهلو جامی يې اغوستې او په سترګو يې د وړانګو ضد توره عينکې وي ، د دا ګوه کوی غره له څوکې څخه په سرعت سره ښکته سکی وهي ، ددې لوبې ځانګړی خوند او ذوق حسولی شي. هر کال په دې ځای کې سکی واهم، نو له دې احساس سره اشنا يم. نن زموږ لارښوونکی يعنی د يا بو لي د ځنګلونو ادارې د تبليغاتو څانګې مرستيال ياو شيو جون راته وايي چې هغه به د بل رنګ يابولي د لېدو لپاره بوزم .

د سکی وهلو له بېلا بېلو ډګرونو څخه په تېرېدو يوې شنې ودانۍ ته ورسېدو. و مو ليدل چې ددې ودانۍ په پورتنی لوحه ليکل شوي چې د شانګهای د نړيوال نندارتون د هې لونګ جيا غرفه ده. ښاغلي ياو وويل، اوس موږ هڅه کوو چې يا بو لي د ساعت تيرۍ او سکی وهلو لوبې په سيلانيزې سيمې بدلي کړو.

کله چې سيلانيان يا بو لي ته راځي، يو شمېر يې په ستوريز هوټل کې اوسېږي او شمېر زيات نور يې غواړي کورنی هوټلونه انتخاب کړي. ګوان دونګ هوی ګوان هوټل د دوهم ډول سيلانيانو لپاره جوړ شو چې دوه مياشتې مخکې تازه خلاص شوی دی. د دغه هوټل د انګړ په ديوالونو باندې لوی سره رنګه باڼسي څراغونه ځوړند دي او ودانۍ يې د ځايي بزګرانو کور ته ورته له خښتو څخه جوړې دي چې پکې خټين کټونه لېدل کېږي .خدمتګرانې نجونې د سرو جامو په اغوستلو سره سيلانيانو ته خدمت کوي

له يابولي څخه د وتلو وروسته په واورينه لاره کې د يوې سکي وهونکې ډلې سره مخامخ شوم ،د ډلې مشر ما ته وويل چې هغوي د دونګ شن په نامه د ځنګلونو له فارم څخه راغلل چې ديرش کيلومتره واټنله دې ځايه لري . 

موږ له هاربين څخه دونګ شن ته راغلي يو او په انترنيټ کې مو نومونه ثبت کړي .ډير خوشحاله يم چې څه باندی شپېته تنه راغونډ شوي يو . غواړو چې له واوينې دښتې او ځنګلونو څخه تېر شو چې تقريبا پنځه ساعته مذل ته اړتيا لری

نن ورځ په واورو پټو ځنګلونو کې سکې وهل ډېره مروجه لوبه ده او له طبيعت څخه ډير خوند اخيستل کېږي او پر طبيعت باندی د غلبه موندلو لپاره خپل عالی توان ازمويل کېږي.

د مو هه ولسوالی د چين په شمال کې روسيې ته څېرمه يوه ولسوالی ده او ددې ولسوالۍ په بي جي کلي کې په دوبي کې د شمالي قطب شفق لېدل کېږي ، خو په ژمي کې دلته د هېواد د نورو ټولو ځايونو په نسبت هوا يخه وي .

خبريال وليدل چې د نړۍ له بيلا بيلو ځايونو څخه راغلو سيلانيانو چين او روسيې په کنګل شوي سرحدي هي لونګ جيانګ سيند باندی د طناب کشولو سيالی کوله چې د خوښۍ نارې يې راپورته شوې لکه د ماشومتوب د بې غمۍ مودی ته راغلی وای.ژر راشه ! عکس مو واخله !

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای