CRI Online

د ګوانګ دونګ ولايت د اوبو د لومړنی شنې لارې سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-04-24 15:00:54

د چين په جنوب د ګوانګ جو ښار په شمال لويديځ يو سيند تيرېږي چې ليو شي هه سيند نومېږي او د ګوانګ جو د حياتي سيند په توګه ګڼل کېږي. د دغه سيند په دواړو غاړو جګ جګ غرونه ولاړ دي او ګڼه ځنګلونه او پټي لېدل کېږي او هر ځاي کې د مرغانو چغې اورېدل کېږې ، تا به وي چې په دنيا کې جنت دی.

د پسرلي په موسم کې خبريال د دغه سيند په منځنۍ برخه کې د ګوانګ دونګ ولايت د اوبو له لومړنې شنې لارې څخه ليدنه وکړه. د معلوماتو له مخې، د دغې لارې د جوړونې پروژه په دريو برخو ويشل شوې ده. اوس مهال لومړنی برخه يې بشپړه شوې چې د دغې لارې په شمال کې يو ايکولوژيکې باغ اباد شوی دی. د دې ترڅنګ د دغې پروژې دوهمه برخه دا ده چې د څلور اعشاريه شپږ کيلومترو په اوږدوالي سيلانيزه منطقه اباديږي چې د څونګ هوا ښار هم پکې شامل دی ، درېيمه برخه يې دا ده چې د ګوانګ جو د اس ځغاستې ډګر او په شاو خوا کې د ساعت تېرۍ او لوبې کولو په اړه يو لړ تاسيسات او کليوال سياحت پکې شامل دي .

د ون چيوان ميدان پټن د دغې لارې د پيل ځای دی. د سيند په غاړه د سور رنګ تفريحي بيړۍ درېدلې دي چې د طلايې رنګ څوکۍ ايښودل شوي او سور رنګ باڼسی څراغونه هم ځواړنده دي ، لکه څرنګه چې په وينا يې يو چيني ځانګړتيالرونکی انځور وي. د څونګ هوا ښار د ليو شي سيند د تفريحي بيړيو شرکت يو مسؤل يی مينګ شي وويل،

د ليو شي هه سيند په نامه د تفريحي بيړۍ ظاهری بڼه د ګوانګ دونګ ولايت د لرغونی باغوانۍ ځانګړتياوو سره سم طرح شوې ده چې ورباندی د بېلا بېلو ميوو تصويرونه انځور شويدي چې د څونګ هاو د ميوو له فېسټوال سره سمون خوري.

کله چې سيلانيان بيړۍ ته وخيژي او په لار کې د سيند په دواړو غاړو کې شنه غرونه، پاکې اوبه او رنګارنګ ګلان ليدل کېږي. په بيړۍ کې خدمتګران د هان قوم دوديزې جامې په اغوستلو سره سيلانيانو ته خدمت کوي چې ګويا د دنيا په جنت کې سفر وي. ښاغلي يی د موټر په چلولو له شن جين ښار څخه د خپلې کورنۍ له غړو او دوستانو سره يو ځای دلته راغی. ده وويل،

د دې ځای هوا تازه ده او د ګوانګ دونګ د عقبي باغ په توګه بلل کېږي. نو د ماشوم په راوړلو سره د دې ځای سيل کوو. اوس مهال زيات سيندونه ککړ شوي ، خو ددې سينداوبه ډېرې پاکې دي. زما په اند، څونګ هوا د ګوی لين په پرتله د طبيعي منظرې له نظره زيات توپير نه لری.

د ليو شي هه سيند په اوږدو کې د اوبو لارې عمومي اوږدوالی شپږ اعشاريه دری کيلومتره دی چې د ون چيوان ډګر له پټن څخه د وي دونګ

بريښنا کوټ تر پټن پورې د شلو دقيقو مزل دی. سيلانيان ددې لارې په دواړو خواوو کې طبيعی منظرې له نظره تېروي او په مختلفو موسمونو کې ډول ډول ميوې خوري. يی مينګ شي وويل، چې د مختلفو فېسټوالونو لپاره په بيړۍ کې بېلا بېلې نندارې ښودل کېږي. ده وويل،

موږ د مختلفو فېسټوالونو په موده کې بېلا بېل خدمتونه کوو. مثلاُ، د اکروبازی او جادوګري ، د دوديزو سازونو د وهلو او د ولسي سندرو ويلو نندارې ښودل کېږي.

کله چې بيړۍ د پای ټمځای ته رسېږي، سيلاني کولی شی چې د کرايه بايسکل په سپرلي د شنې لارې په منځ کې چې په دواړو غاړو کې د ميوو ګڼې ونې ولاړې دي ، سيل وکړي .. کارکوونکی لي يا ون وويل، 

د وي دونګ تم ځاي ته د رسېدو وروسته تاسی کولی شئ چې د بايسکل په سپرلي سيل وکړئ او د لارې په غاړو کې پټي او د لي چي نومي ميوې ونې او ډول ډول ګلان ليدل کېږي. په تېره بيا د جولای او اګېست په مياشتو کې مېوې پخېږي

د دې لارې په پرانستلو سره د لارې په شاوخوا کليو کې بزګران هم شتمن شويدي ځکه چې دوي کورني رستوارنتونه خلاص کړي او سيلانيانو ته هم اجازه ورکوي چې ددوي په باغونو کې په خپله خوښه ميوې شکوي او بيا په بازاري بيه يې پرې پلوري .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای