CRI Online

د نو جيانګ سيند ښکلی دره

cri     (GMT+08:00) 2012-07-20 15:09:33

 د نو جيانګ سيند دره د چين د يون نان ولايت په شمال لويديځ د نو جيانګ په ولسوالی کې پرته ده چې په نړۍ کې ډېره اوږده، غجيبه او په زړه پورې لرغونی دره بلل کېږي. په يون نان ولايت کې د دغې درې اوږدوالی له دری سوو کيلومترو څخه زيات دی او منځنی ژوروالی يې دوه زرو مترو ته رسېږي چې په دغه دره کې ډېر ژوروالی دری زره او پنځه سوه متره دی او د ختيځې لويې درې په نامه يادېږي. نو په نننۍ کړې کې به تاسو ته د دغې درې ښکلی طبيعی منظرې وړاندې کړم.

رښتيا ده چې نو جيانګ ولسوالۍ ته له ننوتلو مخکې سيلانيان د دې سيمې په زره پورې طبيعی منظرې نه شي ترسيمولی ، ځکه چې په ګوښه ځای کې پروت دی، نو لږ کسانو دغه دره ليدلې ده. ځايی اوسېدونکي چن جيون د خپل ټاټوبي د يادونې په وخت کې داسی وويل،

زما د ټاټوبي طبيعۍ منظرې ډېرې ښکلې او په زړه پورې دي. ځايی وګړي مهربان او مېلمه پال دي. ددغه ځاي ښکلۍ منظرې طبيعي دي ، نه مصنوعی .

ښاغلي جاو ون شنګ چې د نو جيانګ ولسوالۍ د سيلانۍ ادارې کارکوونکی دی ، وويل، 

د نو جيانګ لويه دره د بشري او طبيعی فلسفې يو سرکار اثر ته ورته ده چې تر مطالعې وروسته د دې درې ښکلا احساسولی شي.

موږ د موټر په وسيله د نو جيانګ لويې درې ته

تر ننوتلو وروسته لومړی د ډبرينې سپوږمۍ په نامه طبيعی لرونکی سيمې ته راغلي يو. له لېرې ځاي څخه د غرونو په منځ کې د ګردې سپوږمۍ په شان يو لوی غار ليدل کېده او له دې غار نه تر تېرېدو وروسته،هغه غوغا اورېدل کېده چې د نو جيانګ شيند اوبو جوړه کړېده . ځايی اوسيدونکي ويل چې تاسې د لاو هو تياو سيمې ته رسېدلي يئ چې لاو هو په چيني ژبه د پړانګ او تياو د ټوپ وهلو ماناګانې لري. د دغې سيمې په اړه يوه ښکلۍ افسانه د ځايي اوسيدونکو په خولو خپرېږي چې وايي، يو شهزاده د يوې جادوګرې لخوا په يو پړانګ بدل شو. پړانګ هره ورځ خپله مينه نجلۍ يادوله. نجلی د سيند په بله غاړه اوسېده. پړانګ د زياتو ستونزو په ليری کولو سره د سيند بلې غاړې ته ټوپ وهه چې په پايله کې د خداي په فضل پړانګ بيا په شهزاده بدل شو او په پای کې شهزاد له خپلې مينې سره يو ځای په نيکمرغه ژوند پيل وکړ . له دغې ښکلۍ افسانې څخه د خلکو نيکه هيله څرګندېږي. رښتيا ده چې د نو جيانګ پر غاړه زياتې دغه شان په زړه پورې افسانې خپرېږي.

سيلانيانو وليدل چې د نو جيانګ سيند په پاسنۍ برخه کې د اوبو سير ډير بدل شوی چې د غرنې ډبرو د بندولو له امله يو خليج رامنځته شو. دغه خليج د نو جيانګ سيند لومړی خليج په توګه نومېږي. په دوبۍ او منۍ کې اوبه يې سرکشې او څپاندې دي او په ژمي او پسرلي کې اوبه يې بيخي پاکې او رڼې دي. ځايی کارکوونکي لي وانګ لين اړوند معلومات وپيژندل او و يې ويلد نو جيانګ لومړی خليج ځانګړتيا دا ده چې کوږوالی يې ډېر لوی دی او له امله يې يو کوچنی ټاپو رامنځته شو. د دغه خليج په شاو خوا کې پټه وارې ځمکې پرتې دي او سهاروختي کلي او بانډې د وريځو له امله نه معلومېږي .

څرنګه چې دغه ځای ته د تلونکو سيلانيانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي، نو سيلانيزې چارې يې سمسورې شوې دي. ځايی اوسېدونکې مېرمن دينګ وويل، 

د ماليزيا، جاپان، المان، کوريا جمهوريت، بريټانيا، فرانسې او سويس په شمول د لسو هېوادونو سيلانيان زما په کور کې اوسېدلي دي او ځيني يې څو ځله دلته راغلي دي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای