CRI Online

له ګرمۍ څخه د ځان پټولو په هکله د شمالي عرض البلد درويشت درجې په شمال کې د چين اته مشهور منظرې لرونکې غرونو ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-08-13 12:41:01

 د شمالي عرض البلد درويشت درجې په جغرافيا کې د سرطان مدار دی، د پسرلي په موسم کې د لمر وړانګې په مستقيم ډول پر دې مدار باندی لګوي . نو د دې مدار په اوږدو او شاوخوا سيمو کې زيات عجيب ځايونه ليدل کېږي چې طبيعی منظرې يې پر نورو ځايونه لا په زره پورې دې. د بېلګې په توګه د بابل هوايی پارک، د برمودا ټاپوګانو او د مايا مدنيت چې په نړۍ کې ډېر مشهور دی، په دې سيمه کې واقع دي. په چين کې د دې مدار او منځني عرض البلد درجې ترمنځ پراخه سيمه کې هم عجيبې منظرې ليدل کېږی. ځکه چې د ګردې کرۍ له لحاظه د دغو دواړو درجو ترمنځ زياتره سيمې صحراوې او وچې دښتې دي. خو د چين په جنوبي سيمه کې په همدې جغرافيايي عرض کې شنې دښتې ليدل کېږي. که څه هم په دې سيمه کې څو داسی ښارونه موجود دي چې د هوا د ګرمۍ له امله د چينانانو لخوا د نغري په نامه يادېږي، خو له ګرمۍ څخه د ځان پټولو غرنی ځايونه هم زيات دي. مثلاُ، لو شان غره، شين نونګ جيا سيمه، هه مي شان غره، فان جينګ غره او دنګ هو غره او داسی نور. نو په راتلونکو څو کړيو کې به تاسو ته له ګرمۍ او بخنۍ څخه د ځان پټولو په هکله د شمالي عرض البلد درويشت درجې په شمال د چين اته مشهورو منظرې لرونکو غرونو په اړه معلومات په وار سره وړاندې کړم. هيله ده چې دا به ستاسی د خوښۍ وړ وي او په چين کې د ستاسو د سفرونو د لارښوود په توګه رول لوبوي .

لومړی، شين نونګ جيا سيمه ده. شين نونګ جيا د چين د هو بې ولايت په لويديځ ګوښه ځاي کې پرته ده او په چين کې يوازنۍ سيمه هم ده چې د ځنګلي سيمې په نامه نومېږي. په دې ځای کې د نړۍ د شمالي کرې د منځني عرض البلد د لويې وچې په چوکاټ کې د نيمه حاره منطقې يوازنې ځنګلي ايکولوژيکي سيسټم ليدل کېږي چې تر نورو ډېر ښه ساتل کېږي او په دې سيمه کې په پوښل شويو ځنګلونو انډول له اته اتيا سلنې څخه اوښتی او په منظره لرونکی سيمه کې دغه انډول حتی له شپږ نوي سلنې څخه زيات دی. ويل کېږي چې شين نونګ جيا سيمه د نړۍ د همدې جغرافيايي عرض په سيمه کې د زمرد غوندي ځلانده ده . کله چې د چين په جنوب ښارونه سوزونکي ګرمي او تودوخي نيسي ، خو شين نونګ جيا يوه خنکه نړۍ ده.

د سيل عمده ځانګړتيا

په شين نونګ جيا سيمه کې ډېر ځانګړتيا لرونکي سيلانيز ټکي داسی دي، لومړی، لرغونی، عجيبه او قيمتي وحشي حيوانان او نباتات، د شين نونګ افسانه چې شين نونګ د چينايانو لخوا د کرنې او درملنې نيکه ګڼل کېږي. د دې ترڅنګ هغه روايت هم د خلکو په خولو کې خپرېږي چې وايي په شين نونګ جيا سيمه کې د وحشي انسانان ژوند کوي . بر سېره پردې، ځايی طبعيی منظرې هم د ليدو وړ دي چې شين نونګ غره څوکه، ډېرې سيندونه ، ژورې درې او ابشارونه او داسی نور.

د سيل يادګيرنه

خوندور خوراکونه، په شين نونګ جيا سيمه کې وحشي پوڅکي او کورنۍ چرګه چې په چيني ژبه موه ګو دون جي نومېږي ، ډير خوندور خوراک دی. دغه را ز اور دېګ هم مشهور دی چې په دېګ کې مالګينې غوښې اچول کېږي..

هوټلونه، ښه به دا وي چې سيلانيان د شين نونګ جيا په سيلانيز مرکز يعنی مو يو ښارګوټي کې اوسېږي، د دې ترڅنګ په بېلا بېلو منظره لرونکې سيمو کې شخصي وړوکي هوټلونه هم شته چې بيه يې ښايی شاوخوا سل يوان او شرايط يې هم مناسب دی.

ترافيک ، سيلانيان کولی شی چې لومړی د الوتکې په وسيله يې چانګ او يا وو هان ښار ته ورسېږي او بيا په نوبتي بس شين نونګ جيا ته ولاړ شي. د شين نونګ جيا په منظرې لرونکی سيمه کې موټر عمده ترافيکي وسيله ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای