CRI Online

د شمالي عرض البلد درويشت درجې په شمال کې د بوديزم سپيڅلی ځای عه مې شان غره ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-08-13 12:46:24

عه مې شان غر د چين د سي چوان ولايت د عه مې شان ښار په چوکاټ کې پروت دی چې دغه مشهور غر او د له شان لوی بت د کولتور او طبعيت ګډ نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل شول او په ټوله نړۍ کې يې ډېر په زړه پورې طبعيت په توګه شهرت موندلی دی. د عه مې شان غره ډېره لوړه څوکه يعنی وان فوه دينګ څوکه د سمندر له سطحې نه ٣٠٩٩ متره جګوالی لري. څرنګه چې په غرنی سيمه کې اقليم متغير ، نو نباتات يې هم غني دي. دغه راز د کال په زياتو ورځو کې لړې وي او باران اوري ، نو هوا يې سړه وي چې د غره په لمن سمه ځمکه کې د جولای په مياشت کې منځنی تودوخه حتی د شپږويشت درجې په شاوخوا کې وي . نو د سيلانيانو په نظر د بوديزم مقدس ځای په توګه عه مې شان غرنی سيمه د ګرمۍ او بخنۍ څخه د ځان پټولو په هکله يو ښه ځای دی.

د سيل عمده ځانګړتيا، عه مې شان په چين کې د بوديزم له څلورو ډېرو مشهورو غرونو څخه يو دی او شپږ ويشت لوي يا کوچني معبدونه پکې خواره واره پراته دي چې له دې جملې څخه اته معبدونه ډېرد ليدو وړ دي. د طبيعی منظرې په برخه کې ځانګړتيا يې د سمندر سطحې د لوړتيا سره سم، بېلا بېل اقليمي ځانګړتيا ليدل کېږي چې د ټيټو، منځنيو او لوړو عوارضو کې اقليمي ځانګړتياوې هم بېلې دي . د چينايانو په خولو د عه مې شان اقليم په اړه يوه اصطلاح ده چې وايي، په يو غر کې څلور موسمونه احساسيږي او د پنځه کيلومترو په واټن کې اب و هوا بېله ده . مانا يی دا ده چې د عه مې شان په غرنی سيمه کې په يوه ورځ اقليمي بدلون ډېر لوی دی. دغه راز په غرنی سيمه کې زيات قيمتي او عجيب وحشي حيوانان او نباتات لېدل کېږي او د غرنې لارې په دواړو غاړو همېشه بيزوګان له سيلانيانو څخه خوراک غواړي.

د سيل يادګيرنه

د خوراکونو په برخه کې، د عه مې شان ځايی خوراکونه غرنې سيمې ته د تګ په لاره کې خوړل کېږي، په تېره بيا د باډس ډنډرګي ډېر خوندور دی. دغه راز، سيلانيان هم کولی شی چې په معبدونو کې د راهبانو لپاره پاخه شوي سبزي خوراکونه وخوري.

هوټلونه، ستوری لرونکی هوټلونه په عمده توګه د ټيټو ځايونو کې واقع دي. بيه يې مناسبه ده. که سيلانيان غواړي د لمر ختلو ښکلۍ منظره وګوري، کېدای شی چې په څوکه کې اوسيږي ځکه چې په ځينو معبدونو کې د اوسېدو اسانتياوې برابرېږي . سيلانيان زيات انتخابونه لري.

ترافيک، سيلانيان لومړی د الوتکې په وسيله چنګ دو ښار ته ځي او د نوبتي بس په واسطه عه مې شان غرنی سيمې ته رسېږي چې د دوه اعشاريه پنځه ساعته مزل لری. دغه راز سيلانيان هم کولی شی چې په اورګاډي عه مې تمځای ته ورسېږي چې د منظرې لرونکی سيمې له دروازې څخه يوازی لس کيلومتره واټن لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای