CRI Online

د سي چوان په لوړه سيمه کې سمسوره ځمکه ژورګای

cri     (GMT+08:00) 2012-09-18 19:35:51

 

د چين د سي چوان ولايت په شمال لويديځ کې د يوې فيروزې په توګه ځلا لري. د ژورګای دښت طبيعی منظرې ښکلۍ او ځانګړې او قومي او مذهبي دودونه رنګارنګ دي چې دغه ټول غنی توريستي زيرمې دي ، پراخوالی يې دری پنځوس زره مربع کيلومتره دی او عمومي نفوس يې دوه سوه او يو شپېته زره او پنځه سوه تنو ته رسېږي. ويل کېږي چې ژورګای دښت د سي چوان په ولايت کې يوه سمسوره ځمکه ده. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ژورګای دښت په اړه معلومات وړاندې کړم.

د ژورګای دښت د سيل په وخت کې سيلانيان کولی شی چې د جهيل په غاړه اوسېږي ، د چين د مورني ژيړ سيند د مستو څپو غټ غټ اوازونه واوري ، د لمر پرېوتو په مهال کې راغلي څارويان او د مرغانو ګډا وګوري ، دغه راز هم کولی شی چې د اس په سپرلو سره په پراخ دښت ځغاسته وکړي ، البته سيلانيان هم له ځايی خوراکونو مثلا د پسه غوښې او په ژيړ سيند کې نيول شويوکبانو څخه لذت اخيستی شي.

عمده سيلانيز ټکي، د هوسيو د روزنې مرکز، د لمر جهېل، بای وا او دا که ځه معبدونه، د جيانګ جا د تودو اوبو چينه، د با شي غونډې ځای، د ژيړ سيند لومړی کوږوالی او داسی نور.

د سيلانۍ طلايی وخت، په ژورګاي دښت کې د دوبي موسم د هېواد د نورو ځايونو د مني فصل په شان هوا دومره توده نه ده او په ټول دښت کې واښه ښه وده کوي او رنګارنګ ګلونه غوړيږي ، نو دغه موسم ژورګاي دښتې ته د سيلانۍ طلايی موسم دی.. همداشان په دښت کې وړوکي وړوکي ډنډونه هم لېدل کېږي چې اوبه تک پاکې دي او حتی وړوکي کبان هم لېدل کېږي د دښتې په منځ کې بی شمېره کوچنی جهېلونه ليدل کېږي. بر سره پردې، د هر کال د سپتمبر په دوهمه لسيزه کې په غونډيو کې د ونو پاڼې سرې کېږي چې سيلانيان د منی موسم له ښکليو منظرو څخه خوند اخيستی شي.

هوټلونه، سيلانيان کولی شی چې د ژيړ سيند د لومړی کوږوالي په منظره لرونکي سيمه کې په خيمه کې اوسيږي چې د هر تن بيه يې يوازی دېرش او يا څلويښت يوانه دی چې تقريبأ له پنځو شپږو امريکايي ډالرو سره برابر دي. سيلانيان هم کولی شی چې په تنګ که علاقه دارۍ کې اوسيږي چې له منظرې لرونکې سيمې څخه اته کيلومتره واټن لري او هلته ستوريز هوټلونه پيدا کېږي.

ډوډۍ او سيلانيز يادګار، ځکه چې په ژورګاي کې اوسېدونکي د تبت او چيانګ قومونو وګړي دي ، نو سيلانيان د سفر په ترڅ کې د تبتي قوم ځانګړتيالرونکي خوراکونه خوړلی شي.

ځکه چې د ژورګای دښتې منځنی لوړوالی د سمندر له سطحې نه دری زره او پنځه سوه متره جګ دی، نو سيلانيان بايد د سفر مخکی جدي تياريانی ترسره کړي چې د لوړو ارتفاعاتو په اثر د ناروغۍ پر ضد اړونده درملونه او ګرمې جامې له ځانه وړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای