CRI Online

د سا لا قوم د ملکي ودانيو سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-09-25 17:29:36

سا لا قوم د چين په شپږ پنځوس قومو کې يو دی چې په اسلامي دين ايمان لري او په عمده توګه يې د چينګ های ولايت د شيون هوا سا لا قوم د خپلواکې ولسوالۍ او د هوا لونګ د هوی قوم د خپلواکې ولسوالۍ د ژيړ سيند په غاړه ټيټه سيمه او د ګان سو ولايت د جي شي شان د باو ان، دونګ شيانګ او سالا قومونو د خپلواکي ولسوالۍ د دا هه جيا علاقه دارۍ په سيمه کې ميشت دی. سا لا قوم په لرغونی زمانه کې په منځني اسيا ترکمني، ترکي، تاتاري او اذربايجان قومونو پورې اړه درلود او د چين د يوان سلسلې په موده کې چينګ های ولايت ته کوچيدل ، ورپسی د اوږدې مودې لپاره د مغول، هوی، هان او تبت له خلکو سره يو ځای اوسيدل چې په پايله کې يې د سا لا قوم رامنځته شو. نو په نننۍ کړۍ کې به د سا لا قوم د ملکي ودانيو په اړه معلومات تاسو ته وړاندې کړم.

د سا لا قوم لرغونی ملکي ودانيو د منځني اسيا ځانګړتيا لرله او ورپسی د هان قوم د ساختماني ځانګړتياوو په منلو سره اوسنۍ ساختماني بڼه رامنځته شوېده چې ګوه جوانګ په نامه يادېږي او د چين د هان قوم د ملکي ودانۍ سي هه يوان ته ورته ده چې په څلورو خواوو کې خونې او انګړ يې په منځ کې دی.

کله چې سيلانی د سا لا قوم وګړي کور ته ننوځي، لومړی تر سترګو کېږي چې د کور تېرونه او ستونونه يې حکاکی شوي وو .کوټې يې ډېرې پاکې دي او د انګړ په منځ ګلزار کې رنګارنګ ګلونه کرل شويدي .

د سالا قوم وګړي په هغو کورونو کې اوسېږي چې بام يې ډېر لوړ او کان يې ډير لوی دی . دلته بايد د کان تاسو ته دروپيژنم چې کان په چيني ژبه کې د بيديدو خټين کټ دی او په ژمي کې د لرګيو يا سکرو په وسيه توديږي . ځکه چې د سا لا قوم ښځې ډېرې زحمتکښې دي، نو خونې يې تل پاکې دي. که څه هم د خونې په بهر کې هوا ډېره توده ده، خو په خونه کې ګرمي نه احساسوي.

سالا قوم خلک په ډله ييزه توګه اوسېږي، نو د خونو ساختماني سويه لوړه ده. کور يې په عمده توګه په خټو او لرګيو جوړېږي او ساختماني مواد يې ښه کيفيت لري او ساختماني تخنيک يې دقيق دی. د کور د عمده خونې دروازه يې جنوب ته خلاصه ده او د کور خاوند او مېرمن يې د دې خونې په يوه برخه کې اوسېږي او بله برخه يې د ناستې کوټه ده. د عمده خونې په مخ جنوبي خونه د اولادونو د اوسېدو لپاره ده. د دې ترڅنګ د انګړ په ختيځه خوا همېشه پخلنځی او د زيرمې خونه او لويديځه خوا د څارويو طبېله ده. دغه راز په انګړ کې ګلزار شته او د خونې تر شا همېشه د ميوو باغ يا د سبزيو پټی دی .

د اصلاحاتو او ورخلاصو

ن تګلارې په رڼا کې د سا لا قوم اقتصاد او کولتور سمسور شوی او د ملکي ودانيوساختماني بڼه يې هم بدله شوې ده. اوس مهال د سا لا قوم کورونه په خښتو او لرګيو جوړېږي او عصري اثاثيه او سامانونه استعمالېږي. د تاريخ پرمختګ د ملکي ودانيو د ساختماني بڼې د بدلون سبب ګرځي.

سا لا قوم خلک تل خپل کور د ښکلا کېدو په هکله حکاکی شوي لرګي استعمالوي چې ورباندی هميشه د ګلانو او نباتاتو انځورونه ليدل کېږي . دغه راز دوی په انګړ کې ډول ډول ګلان او ميوه دارې ونې هم کري. تاسی به پوښتنه وکړئ چې ولی سا لا قوم له نباتاتو سره ډېره مينه لري. لامل يې دا دی چې د دوی اوسيدونکی سيمه اقليم ډېر مناسب دی، نو بېلا بېلو ډولونه ميوې او ګلان ښه وده کېږي. ګلان د ښکلا نښه ده، نو سالا قوم په انګړ او د خونو په بام باندې ګلان کري او په ودانۍ باندې ګلان او نباتات حکاکی کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای