CRI Online

د ښکلي ټاپو ګو لانګ يو سيل

cri     (GMT+08:00) 2012-10-23 14:05:07

 

src="mms://media.chinaradio.cn/pushtu/20121023.mp3" type="video/x-ms-wmv"

width="285" height="44">

 ګو لانګ يو د چين په جنوب ختيځ يو مشهور ټاپو دی چې د شيا من ښار ته نژدې او له تايوان ټاپو سره مخامخ واقع دی.

کله چې سيلانيان پر ګو لانګ يو ټاپو کوزېږي، هر ځای کې ياده سندره اوريدل کېږي. د دغې ښکلي سندرې په اوريدو سره سيلانيان لې له اختياره خپل ګامونه ورو کوي او په ټاپو کې د طبيعت او ودانيو ترمنځ له همغږي څخه خوند اخلي. دغه وړوکی ټاپو يوازی يو اعشاريه اووه اتيا کيلومتره پراخوالی لري، خو د ښکليو ودانيو، د ځايي برجسته کورنيو د لوړ و ژور کيسو او زړه وړونکيو منظرو له امله يې ډير شهرت موندلی او هر کال زرګونه مليونه تنه سيلانيان راجلبوي. د سيلانيانو د زياتېدو تر څنګ ځايي اوسيدونکي هم له يو شمېر ستونزو سره مخامخ دي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو ستونزو په ليری کولو سره د ګو لانګ يو د سيلانۍ پرمختګ معلومات وړاندې کړم.

د ګو لانګ يو ادارې کميټې مشر څاو فانګ خبريال ته دغه ټاپو وروپيژانده او ويې ويل

ګو لانګ يو د ساختمانی هنر، باغداری، موسيقۍ ، ادبياتو ، خطاطۍ او انځورګرۍ په ساحو کې د برياليتوبونو له امله د کلاسيک هنر د ساتونکي ځاي په توګه مشهور دی. د ودانيو د ساختماني شکلونو له نظره ديارلسو هېوادونو په دې ټاپو کې خپله کونسلګري تاسيس کړې وې چې ساختماني شکلونه يې بېلې دي . دغه راز په دې ټاپو کې د فو جيان ولايت يو شمېر سوداګران په جنوبي اسيا کې شتمن شوي ، نو خپل ټاټوبي ته له راستنېدو وروسته په دغه ټاپو کې زياتې بنګلې هم ابادې کړې چې چيني او لويديځې ساختماني بڼې لري. نو د ګو لانګ يو ودانۍ نه يوازی په نړيوالې، بلکې په سيمه ييزې بڼې پورې مربوطې دی.

د ښاغلي څاو په وينا، په دغه ټاپو کې هره ودانی خپل کيسه لري.

که څه هم د يو شمېر ودانيو خاوندان له دنيا څخه لاړل او نسلونه يې هم د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې ژوند کوي، خو پروا نه لری چې سيلانيان د دغو ودانيو د مړو خاوندانو په درناوی له دغو ودانيو څخه ليدنه کوي او د دوی زړه وړونکې کيسې اوري. د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې ښايی اته لکه سيلانيان دغه ټاپو ته ځي. نو دغه کوچنی ټاپو هم د سيلانيانو د زياتېدو له امله له يو لړ ستونزو سره مخامخ دی.

له يوې خوا، ځايي اوسيدونکي د سيلانۍ د پرمختګ په بهېر کې د مغازو او هوټلونو د پرانيستلو له لارې ګټې اخلي او د ژوند سويه يې لوړه شوې ده. خو له بلې خوا، د سيلانيانو د زياتېدو په نسبت د ځايي اوسيدونکيو ارام ژوند ګډوډ شوی دی. نو د ګو لانګ يو د ادارې کميټې د سيلانۍ د پرمختګ او د ځايي اوسيدونکو د ژوند ترمنځ د منځګړيتوب لپاره يو لړ تدبيرونه ونيول. د بېلګې په توګه د ٢٠١١ کال له اګېست څخه د بيړيو ځانګړې کرښه پرانيستل شوې چې ځايي اوسيدونکي کولی شی چې په خاصه بيړۍ له ټاپو څخه ووځي يا بيرته ټاپو ته راوځي .

د ګو لانګ يو د سيلانۍ پرمختګ په عمده توګه د ايکولوژيک سيل او ساعت تيری په سرليک تر سره کېږي. نو په دغه ټاپو کې د ودانيو د ځانګړتيا او د چاپيريال ساتل يوه بله مهمه مسئله ده. ښاغلي څاو وويل، 

موږ د ګو لانګ يو د سيلانيزو سرچينو د استعمالولو په بهېر په جدي توګه د لوړو ودانيو د ابادولو او د ودانيو د شمېر د کنترول په برخو کې تدبيرونه نيسو. د بېلګې په توګه د ټاپو په چاپير سړکونه جوړوو، د ککړو شويو شيانو د ايستنې تاسيسات ابادوو، د بريښنا برابرولو سيسټم بشپړوو او داسی نور. د يادو شويو اساسي تاسيساتو بشپړتيا نه يوازی د ځايي اوسيدونکو د ژوند ، بلکې د سيلانيزو چارو د پرمختګ اړتياوې هم پوره کولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای