CRI Online

د چينګ داو سلګونه کلن بندر

cri     (GMT+08:00) 2012-11-20 16:18:30

چينګ داو د چين په ختيځ يو ښکلی ساحلی ښار دی چې بندر يې د دغه ښار د سمسورتيا او پرمختګ خوځنده ځواک او شاهد دی. يو سل او شل کاله مخکې دغه بندر په رسمي توګه جوړ شو چې له امله يې د چينګ داو د چټک پرمختګ نوې پاڼه پرانيستله.

په تاريخي سندونو کې دوه زره کاله مخکې يعنی د چين د چون چيوو له سلسلې څخه د مينګ او چينګ تر سلسلو پورې چينګ داو د بندر په توګه د بيړيو د تګ راتګ او کب نيولو چارې يادېدې . د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلی کېدو وروسته د چينګ داو بندر هم چټکه پرمختيا موندلې ده. د چينګ داو بندر د ګروپي شرکت مشر چانګ ده چوان په هغه وخت کې د دغه بندر د مشرۍ دنده پر غاړه واخيستله. ده وويل، 

په هغه وخت کې د اصلاحاتو او ورخلاصون بېلا بېل کارونه پيل شوي دي، خو سرعت يې ورو و. وروسته تر هغه په ١٩٨٨ کال کې د مشر په توګه وټاکل شوم ،زموږ بندر کې ژور بدلونونه رامنځته شوي دي او د پرمختګ يوې نوې مرحله راغلې ده . هم له هغه کال څخه مو په پوره توګه د اصلاحي تګلارې په تطبيق پيل وکړ.

د هرې چارې د چټک پرمختګ سره سم، د بندر د ابادۍ کار هم شروع شو. د پخواني کوچني او زوړ بندر پر بنسټ يو لوی او عصری بندر جوړ شو. ښاغلي چانګ وويل،

زوړ بندر مو اصلاح او په عين وخت کې دری نوي بندرونه هم جوړ کړي او سويه يې په نړۍ کې ډيره پرمختللې ده. د بېلګې په توګه د سکرو ، کانتينرونو، کاني ډبرو او اومو نفتو د کښته پورته کولو ډېر پرمختللي بندرونه هم جوړ شوي دي.

په ٢٠٠١ کال کې په چينګ داو بندر

کې د مالونو د وړلو راوړلو اندازه له يو سل مليونو ټنو څخه اوښتې ده چې دغه ترقی د ١٠٩ کلونو په تېرېدو سره ترسره شوېده . خو پنځه کاله وروسته دغه اندازه له دوه سوه مليونو ټنو څخه اوښتې ده. تر ٢٠٠٨ کال پورې دغه شمېر له درې سوه مليونو ټنو څخه زيات شوی چې يوازی دوه کاله تېر شوي. د دې ترڅنګ چينګ داو بندر د نړۍ په ډېرو لويو اوو بندرونو کې شمېرل کېږي . ښاغلي چانګ وويل،

يو سلو مليونو ټنو ته مو ١٠٩ کالونه کارولي دي چې دغه سرعت زموږ د هېواد د ملي اقتصاد د ګړندي پرمختګ څرګنديدنه ده. يوويشتمې پيړۍ ته له ننوتلو وروسته زموږ هېواد د چټک پرمختګ په حال کې دی، د اتم، نهم او لسم پنځه کلن پلانونو د اجرا کېدو له کبله زموږ د بندر په هره چاره کې ډيره ترقی موندل شوی دی او د سيالۍ توان يې قوی شوی دی.

تر اوسه پورې، چينګ داو بندر له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ له يو سل او څلويښت نه زياتې ترانسپورتي کرښې جوړې کړې او د يو سلو دېرشو هېوادونو او سيمو له ٤٥٠ بندرونو سره اړېکې لری. د دغه بندر د زياتو ترانسپورتي کرښو په پرانستلو سره نه يوازی د چينګ داو د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره شوې، بلکې د چينګ داو او نړۍ ترمنځ واټن لنډ شوی دی چې له امله يې د نړۍ په لويه صحنه کې د جينګ داو بڼه نوره هم ځلانده شوېده .

په نژدی راتلونکي کې به د چينګ داو بندر پيمانه لا لويه شي. ښاغلي چانګ وويل، د شان دونګ ولايت د شنې اقتصادي سيمې د ابادولو پلان سره سم به موږ کوشش وکړو چې زموږ بندر د نړۍ په ډېر عصری بندر بدل شی. موږ به د دېرشو مليارډو يوانو پانګې په اچولو سره په دونګ جيا کوه سيمه کې يو نوی بندر هم جوړ کړو چې مالونو د کښته پورته کېدو اندازه به يې دری سوه مليونو ټنو ته ورسېږي. د دوولس پنځه کلن پلان د پای ته رسېدو په وخت کې له چينګ داو بندر څخه به يو لا لوی بندر اباد شي چې د مالونو د حمل و نقل اندازه به يې له شپږ سوو مليونو ټنو څخه زياته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای