CRI Online

په ٢٠١٣ کال کې به بېجينګ د ٤٥ هېوادونو اوسيدونکو ته اجازه ورکړي چې د ٧٢ ساعتو لپاره په چين کې پاتې شی .

cri     (GMT+08:00) 2013-01-08 13:21:59

د بېجينګ ښاروالي مطبوعاتي دفتر د روانې مياشتې په پنځمه نېټه خبر ورکړ چې د ٢٠١٣ کال د جنوری له لومړې نېټې څخه بېجينګ به د امريکا په شمول د پنځه څلويښتو هېوادونو هغو کسانو ته چې د درېم هېواد ويزې او د الوتکې ټکټونه لری ، بي د ويزې لګولو نه د ٧٢ ساعتو لپاره په بيجينګ کې د پاتی کېدو اجازه ورکړي . د دغې پاليسۍ له پلي کېدو وروسته به بيجيتګ ته د سيلانيانو د ننوتلو شمېر او ددوي له لګښتونو څخه اخيستونکې ګټه زياته شي. د دې ترڅنګ د بېجينګ سيلانيزې تصدۍ هم د دې تګلارې د تطبييق لپاره چمتو کوي څو چې بهرنيو سيلانيانو ته رنګارنګ او ځانګړي سيلانيز توکي او غوره خدمات برابر کړي.

د ويزې لګولو دغه امتيازي پاليسی د سيلانيز بازار د هڅولو په هکله په نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو او عمده ښارونو يوه عمومي قاعده ده او د سيلانيانو شمېر د يو ښار د نړيوالې جاذبې د سنجش معيار دی. اوس مهال بېجينګ ته د راغلوسيلانيانو شمېر د لنډن، نيويارک او پاريس په شمول د يو شمېر لويو ښارونو په پرتله په ښکاره توګه وروسته پاتی دی او د سينګاپور، سيؤل په شمول د يو شمېر اسيايي ښارونو په پرتله هم لوی توپير لري. د بېلګې په توګه په ٢٠١١ کال کې د بېجينګ د پلازمينې نړيوال هوايي ميدان اوه اتيا مليونه او نهه لکه او پنځه سوه زره مسافرين منلي دي چې له دې جملې څخه د الوتکې د بدلون په هکله د مسافرينو شمېر يوازې درې لکه او درې څلويښت زرو تنه وو او نيمه برخه يې غوښتل چې تفريح يا ساعتيري لپاره د بېجينګ ښاري سيمې ته ننوزي. نو ويل کېږي چې بېجينګ د لا زياتو سيلانيانو د منلو ستره پټ ځواک لري.

د بېجينګ د سيلانيز پرمختګ کميټې مرستيال وانګ يو وويل، د يادې شوې پاليسۍ په رڼا کې به بېجينګ ته د رسيدونکو سيلانيانو شمېر او لګښتونه زيات شي. ده وويل،

د اټکل له مخې، د دې پاليسۍ له پلي کېدو وروسته به په ٢٠١٥ کال کې د بېجينګ د پلازمينې په نړيوال هوايي ميدان کې د هغو نړيوالو مسافرينو شمېر د الوتکې بدلولو لپاره يو مليون او دوه لکه او اتيا زره تنو ته ورسېږي چې له دې جملې څخه شپږ سوه او څلويښت زره تنه مسافرين به په بېجينګ کې لنډ توقف وکړي . نو د دغو سيلانيانو د لوړتيا سره سم،بيجينګ ښاروالي نه يوازی ددوي له لګښتونو څخه ګټه اخيستې شی ،بلکې کاري دندې به هم زياتې شی .

ددې نوې پاليسۍ تر تطبيق وروسته به په بيجينګ کې له تاريخي او کولتوري ځايونو څخه د سيل او د ځانګړو خوړو خوړلو ، شيانو اخيستلو او نمايشونو د ليدلو په شمول د يوې يا دوه ورځني سيلانيز لينونه وټاکل شی څو چې دوي په ٧٢ ساعتو کې د بيجينګ له خاصو ولسي عادتونو او فرهنګ څخه خوند واخلي . د بيجينګ د شن جو نړيوالې سيلانۍ ګروپ د عمومي منيجر مرستيالې سون ليان چينګ وويل

زموږ ګروپ د سيلانۍ د مشاورت او خدمت دنده لری ، مثلا سيلانيانو ته له تاريخي اثارو ، ممنوع ښارګوټي او معاصر بيجينګ څخه د ليدنې او تجارتي سيلانۍ لپاره اسانتياوې برابرول دي

د بيجينګ د سرحدي پلټنې عمومي مرکز د رئيس مرستيالې جي لي شيا وويل

هغه بهرنی چې غواړي له يادې پاليسۍ څخه برخمن وي ، بايد لومړی باوري لاسوندونه ولري او د ٧٢ ساعته مخکې دې درېم هېواد يا سيمې ته د الوتنې ټکټ ولری او بيجينګ ته د ننوتلو په وخت کې لازمې فورمې ډکې کړي ، په بيجينګ کې بې د ويزې لګولو نه ٧٢ ساعته توقف کولی شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای