CRI Online

په ژمی کې د تبت سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-01-08 13:25:18

 تبت د چين او نړۍ يوه ډېره مشهور سيلانيزه موخه ده او د سيلانيانو په زړونو کې د يو مقدس ځای هم بلل کېږي. د ځانګړي جغرافيايي مقام او اقليم له امله، ژمی او پسرلی دوه موسمونه د تبت د سيل لپاره د کم حاصل فصلونه دي. نو د سيلانيزو چارو د برابر پرمختګ د پياوړتيا په هکله د تبت حکومت له ٢٠٠٤ کال څخه په ژمی کې تبت ته د سفر په اړه يو لړ فعاليتونه تر سره کېږي او غواړي چې په ژمی کې د تبت سيلانيز بازار هم سمسور شي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په ژمی کې د تبت د سيل په اړه معلومات معرفی کړم.

ناموڅوه جهېل چې د تبت په منځني پروت دی، په نړۍ کې د سمندر له سطحې نه ډېر لوړ مالګين جهېل دی. په تبتي ژبه کې د ناموڅوه مانا اسماني جهېل دی او يو مقدس ځای هم دی چې د ځايې افسانې سره سم ښاپيريانو پرې ومينځه. سيلانيان په دې ځای کې د چينګ های او تبت لوړې سيمې په زړه پورې طبيعی منظرې ګوري او د تبتي قوم له تاريخي او کولتوري ځانګړتياوو سره احساسوالی شي. ناموڅوه جهيل هم له دې امله په نړۍ کې شهرت لري او د چيني او بهرنيو سيلانيانو د مينه وړ دی.

د دسمبر مياشت تبت د ژمی په موسم کی دی، له لا سا څخه د چينګ های او تبت د اوسپنيزې لارې پر غاړه شمالې خوا ته ولاړي، کله چې تر واورو لاندې د تبت له شمالي دښتې څخه تېرېږي او ناموڅوه منظره لرونکی سيمې ته ننووځي، ليدل کېږي چې ناموڅوه جهېل د يوې لوې هندارې په شان په پراخې دښتې باندې پروت دی. ليری ځای ستر واورين غرونه په مسلسله توګه د جهېل چاپير کوي او د لمر د وړانګې پر رڼا ځرځې سترګې رنګ خپروي. په دې وخت کې ټوله منظره لرونکې سيمه ګوکی د ماشومان په کيسه کې د يخ او واورې نړۍ ده. شنه اسمان، واورين غرونه او يخي جهيل د يو تصوير په شان د کسانو په زړه او ذهن کې پاتی کېږي.

د معلوماتو له مخې، په روانې ژمې کې لا سا ښار لومړی د په زړه پورې ناموڅوه په نوم ناموڅوه ته د سيل پروژه پيل کوي چې د چيني او بهرنيو سيلانيانو د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. د لا سا د بو دالا سيلانيز او کولتوري ډله ييز محدود شرکت د دغې پروژې د جوړونکې خوا په توګه د دې پروژې د عادی کېدو لپاره يو لړ تدبيرونه ونيول. د دغه شرکت مرستيال باو وي مينګ وويل،

موږ په لاره باندې د واورو د پاکولو په هکله ځانګړی موټرونه اخلو. که د سختو واورو له امله لاره بنده شي، زموږ موټرونه به کارول شي. په دې بنسټ سيلانيز موټرونه په وخت له دغو لارو څخه تېروي. سيلانيان تازه تبت ته ورسېږي، ښايی چې د لوړو سيمو پر ناروغۍ اخته شي. موږ به د دې ناروغۍ د وقايی په هکله سيلانيانو ته اکسيجن وړاندې کړو. د دې ترڅنګ موږ نورې امتيازی هم سيلانيانو ته برابر کړو چې سيلانيز لګښت به په نيمه برخه کمه شي.

د تبت د خپلواکې سيمې د سيلانۍ ادارې کتونکي وانګ سونګ پينګ پيژندنه وکړه چې د تبت منظرې په دوبی او ژمی کې بېلا بېل اخلاق او جذابيت ليدل کېږي. سيلانيان په ژمی کې تبت ته د سفر په ترڅ کې د لمر له تودې وړانګې، سترو غرونو او نيکمرغې جشن څخه احساسولی شي. د دې ترڅنګ په ژمی کې سيلانيان په لا ښکاره توګه په زړه پورې منظرې کتلی شي. ده وويل،

د تبت عرض البلد درجه لوړه نه ده، نو په ژمی کې زياتره ځايونه زموږ د هېواد له شمالي سيمو څخه پنځه او يا لس درجه لوړېږي، په تېره بيا په دريو عمومي منظرې لرونکو سيمو کې، د بېلګې په توګه بو دا لا ماڼۍ، د جومو لانما څوک او د يالوځانګبو سيند د نړيوالې کچې منظرو په توګه بلل کېږي.

بر سېره پردې، په ژمی کې پر ځانګړتيالرونکو منظرو سر بېره، سيلانيز لګښت هم د نورو موسمونو په پرتله لا ټيټ دی. مثلاُ په شان نان سيمه کې د ټولو منظرې لرونکو سيمو ټکټونو بيې نيمې او دېرش سلنه او د هوټلونو بيې هم دېرش او يا څلويښت سلنه ټيټې شي. د دې ترڅنګ د الوتکو ټکټونو بيې هم لا ټيټې شي او په ساده توګه اخيستلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای