CRI Online

د لين جي د شفتالو ګلانو د سييل فېسټوال به په راتلونکي مارچ کې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2013-01-22 14:01:37

په چين کې د ډېر ښکلی پسرلي د موندلو په هکله د لين جي د شفتالو ګلانو د سيل په هکله د يوولسمې دورې کولتوري او سيلانيز فېسټوال به په راتلونکي مارچ کې د چين د تبت د خپلواکې سيمې په لين جي ولسوالی کې تر سره شي.

د اټکل له مخې، سږ کال به په لين جي کې د شفتالو ګلان د مارچ مياشتې له منځنۍ لسيزې نه د اپريل مياشتې تر پايه پورې غوړېږي چې په ترڅ کې به سيلانيان د لوړو سيمو هغه ځانګړی منظرې له نژدې وګوري چې د واورو په پټو ځمکو کې د شفتالو سره يا سپين ګلان غوړېږي. په تبت کې د سيلانيز موسم د پيل په توګه د دغه فېسټوال پرانيستلونکی مراسم به د لين جي ولسوالی په ګه لا کلی کې تر سره شي چې دغه کلی په واورينو سيمو کې د جنت په توګه شهرت لري او د بي ژي شين غره په لويديځه لمن کې واقع دی. په هغه وخت کې د وحشي شفتالو باغ په شاوخوا کې د چينکو نومي يو ډول غرنيو غنمو پټي پراته دي او د واورين غره تصويرونه د ني نيانګ سيند په پاکو اوبو کې سرچپه معلومېږي.

د دغه فېسټوال په موده کې به لين جي ته د يوې تبتي نجلۍ شي يوان د ستنېدو په نامه د کولتوري سيلانۍ د خپرېدا يو فعاليت تر سره شی . نجلۍ شي يوان د تېرې پيړۍ په پيل کې يعنی سل کاله دمخه د ١٩١١ کال انقلاب په مهال کې د چين د لومړي لوي هان قوم له ځوان سرتيري چن چيو جن سره اشنا شوه او مينه يې پېدا کړه ، ورپسې چن چيو جن د خپلې مينې د يادونې لپاره يو داستان وليکه چې نوم يې په لوړه کې خوب و.

د معلوماتو له مخې، د دغه فېسټوال د پرانيستلو په ورځ به سيلانيان د بلنې په اثر د ګه لا کلی لخو په جوړېدونکې تبتي مېلمستيا کې ګډون وکړي او ځانګړي تبتي خواړه وخوري ، د دې ترڅنګ به د شفتالو ګلانو تر سيوري لاندې د ني يانګ سيند په غاړو ښکلۍ منظرې هم وګوري. په عين وخت کې د لين جي په بېلا بېلو منظرې لرونکو سيمو کې به رنګا رنګ کولتوري او سپورتي فعاليتونه تر سره شي، څو چې سيلانيان د تبتي قوم د دوديز سپورت له ځانګړتياوو څخه خوند واخلي

څرنګه چې د سمندر له سطحې څخه د لين جي لوړوال يوازی دوه زره او اته سوه متره دی چې د تبت د نورو ځايونو په پرتله ټيټ ښکاری، نو د هوا تودوخې درجه يې د هېواد جنوب ته ورته معتدله ده . د څلورو موسمونو لپاره د دې سيمې منظرې بېلې دي او ځانګړي ښکلي انځورونه د سيلانيانو په مخ ښودل کېږي. لکه يو سيلاني ويلي دي هر کله چې د ني يانګ سيند پر غاړه قدم وهي، هرځای د عکس اخيستلو وړ دی ، ځکه چې هر ځای لکه يو انځور دی

دغه فېسټوال په تبت کې د يو مهم سيلانيز فعاليت په توګه لس کاله دمخه له ٢٠٠٢ کال څخه پيل شو . ځکه چې لين جي په تبت کې د نورو ځايونو لوړوالی يې ټيټ دی، نو سيلانيان له لين جي يعنی د تبت لوړې له ټيټ ځای څخه د تبت نورو جګو ځايونو ته په ارامه تلی شي چې د لوړو سيمو پر ناروغۍ د اخته کېدو شونتيا نشته .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای