CRI Online

د بېجينګ د دي تان له معبدي بازار څخه د چين دوديز کولتور احساسوي.

cri     (GMT+08:00) 2013-02-26 16:32:28

هر کال زه له خپل ماشوم سره معبدي بازار سيل کوم او د بېجينګ له دوديزې فضا څخه خوند اخلم.

د بېجينګ د اوسيدونکو لپاره، اورلوبې، د جياو ځي په نامه خوراک خوړل او معبدي بازار ته سيل د پسرلني جشن په موده کې نه بدلېدونکي دودونه دي. د پسرلنی جشن په موده کې د بېجينګ دي تان معبدي بازار د سوچه دوديز کولتور او د عنعنوي ملکي ځانګړتياوو له امله ډېر شهرت لري.

دي تان چې فانګ ځه تان هم يادېږي، د چين د مينګ سلسلې د جيا جينګ امپورطوری دورې نهم کال يعنې په ١٥٣٠ عيسوي کال کې جوړ شو او د مينګ او چينګ په سلسلو کې د امپورطورانو لخوا د ځمکني رب د قربانۍ مراسمو د اجرا کېدو ځای و چې په چين کې د رب قربانۍ تر ټولو لوی ځای و. اوس دي تان په يو عام باغ ګرځېدلی دی او اته ويشت کاله مخکې معبدي بازار پيل شو او سږنی بازار د ٢٠١٣ کال د فبرورۍ په اتمه نېټه سهار پيل شو

کله چې سيلانيان د دي تان باغ دروازې ته ننوتل، سمدلاسه د پسرلنی جشن له شوق او ذوق څخه ډکه فضا يې احساسوله. په معبدي بازار کې ډيره ګڼه ګوڼه وه او په ګوټ ګوټ کې د چين دوديز کولتوري نښان تر سترګو کېده. د ونو په ښاخونو سره باڼسي څراغونه ځواړنده وو او ودانۍ د سرو رسيو لخوا په اودل شويو نيکمرغه نښانونو ښکلی شوې وې.

د دوديزو شيانو پر اخيستلو او د عنعنوي خوراکونو پر خوړلو سر بېره، رنګا رنګ دوديزې نندارې هم په دې ځای کې ليدل کېدل. پر دوديزو نندارو سر بېره، د تايوان د هوانګ ليان ولسوالۍ د پياو ليو مو په نامه کولتوري او هنري ډلې هم سيلانيانو ته په زړه پورې ننداره وړاندې کړه چې ورڅخه د تايوان د ملي لږکيو عنعنوي بڼه څرګنده شوېده. د دغه معبدي بازار وياندې جو های فنګ وويل،

سږنی معبدي بازار د چيني ملت د دوديز کولتور په موضوع تر سره کېږي او د پاملرنې وړ ټکی له هنري او ملکي نندارو نه پرته، د لاسي شيانو د جوړولو نندارې، د بېجينګ د دوديزې ولسي نندارې او د تايوان د غوره عکسونو د نندارې په ګډون له بېلا بېلو په زړه پورې فعاليتونو څخه عبارت دي چې د مختلفو سيلانيانو او نندارچيانو اړتياوې پوره کولای شي.

په يادو شويو نندارو کې د چينګ د امپراطورۍ په موده کې د قربانۍ مراسمو په اړه ننداره د ډېرې پاملرنې وړ وه . سيلانيانو وليدل چې له دوو سوو نه زياتو لوبغاړيو چې د چينګ سلسلې جامې يې اغوستې وې ، د يوه تقليدي امپورطور لوبغاړي په مشرۍ له ځمکنی رب څخه د وطن د ارامتيا ، د ښو حاصلاتو ، د خلکو د نيکمرغه ژوند په غوښتلو سره مراسم تر سره کول. يو نندرچي وويل،

د دي تان معبدي بازار په ترڅ کې د قربانۍ مراسم زما د خوښۍ وړ دي.

کله چې سيلانيان د نندارو تر کتلو وروسته ستړي شوي ، وکولی شول چې په معبدي بازار کې بېلا بېل دوديز خوراکونه وخوري. د بېجينګ پر دوديزو خوراکونو سر بېره، د داخلي مغلوستان او شينجيانګ کبابونو او د نورو هېوادونو د مشهورو خوراکونو پلورلو غرفې د معبدي بازار په ګوټ ګوټ کې ليدل کېدې .

که تاسی د چينايانو د پسرلني جشن په موده کې چين ته سفر وکړئ ، کېدای شی چې د دي تان د معبدي بازار سيل وکړئ او ځانګړي خواړه وخوري . د دي تان معبدي بازار په شان نور داسی معبدي بازارونه د پسرلني جشن په موده کې هم جوړېږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای