CRI Online

د چين د جان جيانګ ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-03-28 19:26:03

  جان جيانګ ښار د چين د ګوانګ دونګ ولايت په جنوب لويديځ پروت دی او يو ساحلی ښار هم دی. په دغه ښار کې د حارې او نيمه حارې منطقې په اړه پيداوارونه ډېرې غنی دي چې په چين کې د ګنو ، مېوو او سبزو د عمده توليدي سيمې په توګه شهرت لري. څرنګه چې سمندري محصولات يې غنی دي، نو د سمندری توليداتو اندازه يې د زياتو کلونو راهيسې د ګوانګ دونګ ولايت د نورو ځايونو په مخکې ده . دغه راز جان جيانګ ښار په چين کې په سمندر کی د ملغلرو روزنيزه ډېره لويه اډه هم ده. تر اوسه پورې، په دغه ښار کې درې دېرش ډوله کانونه پيدا شوي. د دې ترڅنګ جان جيانګ ښار اوږدې سمندری کرښې لري چې اوږدوالی يې يو زر او پنځه سوه کيلومترو ته رسېږي، نو د بندر ابادولو لپاره ښه زمينه برابروي. د لې جو ټاپووزمې په شمال ختيځ د جان جيانګ بندر ډېر غوره طبيعی بندر بلل کېږي او په نړۍ کې د نورو مشهورو بندرونو سره زيات توپير نه لري او د پرمختګ اينده يې ډېره ښکلۍ ده .

ځکه چې جان جيانګ ښار په نيمه حاره منطقه کې پروت دی، نو اقليم يې ډېر مناسب دی چې کلنۍ منځنۍ تودوخه يې د سانتې ګراد د درويشت اعشاريه دوه درجې په شاوخوا کې ده او په جولای مياشت کې درجه يې د نورو مياشتو په پرتله ډېره لوړه ده او اته ديرش ته رسيږي او منځنی تودوخه يې اته ويشت اعشاريه نهه درجه ده او په جنورۍ مياشت کې تودوخه يې ډېره ټيټه ده او منځنی تودوخه يې پنځلس اعشاريه پنځه درجه ده. څرنګه چې اقليم يې مناسب دی، نو په دې ښار کې د ونو او ګلانو پاڼې په څلورو موسمونو کې شنې وي او په کال کې واوره نه اوري.

د جان جيانګ ښار په اطراف کې د ماړ نومي ځانګړی جهېل په هواره ځمکه کې د اورغورځونکی غره په خوله کې پروت دی چې نوم يې د جرمني کارپوهانو لخوا ونومول شو او دغه ډول جهيل په نړۍ کې دوه پاتې دي چې يو په جان جيانګ کې او بل يې د جرمني په لوېديځه لوړه کې ليدل کېږي او دواړه په ښه توګه ساتل شوي دي .

د نورو جهېلونو پر پرتله د ماړ جهيل دا ډول عجايب او غرائب لری چې د جهېل په څلورو خواوو ځنګلونه ګڼه ګوڼه دي او د ونو پاڼه د باد په اثر په جهيل کې نه لوېږي. دغه راز په جهېل کې هيڅ کبان او او حتی يوه چونګښه هم نه پيدا کېږي. نو د جهېل شاوخوا سيمه ډېره ارامه ده.

په جان جيانګ ښار کې يوه بله مشهوره منظره لرونکی سيمه د دولت په کچه د يو ډول ونو ساتونکی پارک دی چې دغه ډول ونه يوازي په توده سيمه کې پيدا کېږي . د ددې پارک پراخوالی نژدی شل زره هکتاره ځمکې نيسي او پر سيلانيزې سيمې سر بېره، دغه ډول ونې د سړک پر دواړو غاړو جګ جګ ولاړې دي او سيلانيان ياد پارک ته د تګ په لاره کې له دغه ډول ونو څخه جوړې شوې ښکلی منظرې له نژدې ليدای شي.

پر يادو شويو دوو منظره لرونکو سيمو سربېره، په جان جيان ښار کې د مرجان ساتونکي سيمه هم د ليدووړ ده چې د چين د لويې وچې په ساحل کې ډېر لوی مرجان لرونکی ځای دی.

ځايی وګړي عمومأ کب نيوونکي دي او د چين د نورو ځايونو د اوسيدونکو په شان ډېر مېلمه پال او ساده او مهربان دي نو که سيلانيان د جان جيانګ ښار سمندری سيمې ته سفر وکړي، کېدای شی چې د کب نيوونکو په کور کې اوسيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای