CRI Online

د تنګ چونګ سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-05-28 15:47:39

 تنګ چونګ د چين په يون نان ولايت کې پروت دی او د چين په جنوب د وريښمو د لرغونۍ لارې په اوږدو کې يو ډېر مشهور ښارګوټی دی چې پخوا يې د وريښمو لارې لپاره د حمل و نقل يو مهم مرکز و. د دې ترڅنګ تنګ چونګ هم يو کولتوري ښارګوټی هم دی. د چين د لويديځ هان په سلسله کې تنګ څونګ ديان يو نومېده او جغرافيايي مقام يې مهم و او د چين په جنوبي پولو کې د لومړني ښار په توګه ګڼل کېده. نن ورځ پخواني ستراتيژيک ښار د سيلانۍ په يو مشهور ځاي بدل شوی دی. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د تنګ چونګ ښار معلومات وړاندې کړم.

په تنګ چونګ کې غني طبيعی سرچينې موجودې دي او رنګارنګ قومي عادتونه او دودونه لېدل کېږي. څرنګه چې تنګ چونګ د موسمي باد په سيمه کې پروت دی ، نو منځنی تودوخه يې د سانتې ګراد په حساب څوارلس اعشاريه نهه درجه ده چې د تودوخې لوړه درجه دېرش اعشاريه پنځه او ټيټه درجه منفی څلور اعشاريه دوه ده چې دغه هوا د سيلانۍ لپاره ډېره مناسبه ده. تنګ چونګ د نباتاتو د طبيعي باغ په توګه مشهور دی او د روغتيا ساتلو جنت هم بلل کېږي چې په تنګ چونګ کې ډول ډول طبي بوټي پېدا کېږي او څه باندې اتيا د تودو اوبو سرچينې شته چې له دې جملو څخه د څوارلسو سرچينو د اوبو تودوجه له نويو درجو نه اوښتې ده. څرنګه چې تنګ چونګ د اورغورځونکو غرونو په سيمه کې پروت دی، نو په دې ځای کې له لسو غرونو څخه نهه غرونه څوکې نه لري. دا د تنګ چونګ د سيلانۍ لپاره يوه بله قيمتي سرچينه هم ده. بر سېره پردې، د تنګ چونګ د بې های لندې ځمکې ساتونکې سيمه په يون نان ولايت کې د دولت په کچه د لندو ځمکو د ساتلو يوازنی سيمه ده.

که سيلانيان تنګ چونګ ته سفر وکړی، بايد د ګاو لي ګونګ شان غره ته لاړ شي. ځکه چې په دې ځای کې قومي دودونه له نژدې لېدل کېږي. د دای، لي سو، هو، بای، وا او اچانګ په شمول شپږ قومونه نسل په نسل په تنګ چونګ ښار کې ميشت دي او ځايي اخترونه يې ډيری دي او سيلانيان کولی شی چې د چيني ملت له غني قومي ځانګړتياوو څخه خوند واخلي.

د تېری پيړۍ د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې په تنګ چونګ کې د چين پوځونو او وګړو له جاپاني تيری کوونکو سره سختې جګړې کړې او د لومړي ځل لپاره يې دا مشهوره جګړه کړې وه چې ټول تيری کوونکي يي وژلي وو. په تنګ چونګ کې د ملي شهېدانو په قبرستان کې څو زره تنه چيني پوځيان ښخ شوي دي . هر کال زيات سلانيان د دغو شهېدانو د احترام او تعظيم لپاره دغه قبرستان ته ځي.

په تنګ چونګ کې يو کلی شته چې هه شون نومېږي او نفوس يې له شپږ زرو تنو څخه کم دی. خو په نورو ديارلسو هېوادونو او سيمو کې له لس زرو تنو نه زيات اوسېدونکي چينايان له دې کلي څخه تللي دي. که څه هم هه شون کلی د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی، خو د ودانيو بڼه يې د چين د يانځه سيند په جنوبي غاړه ساختمانی ځانګړتيا ته ورته ده . په دې کلي کې يو کتابتون شته چې په ١٩٢٨ کال کې جوړ شوی او په چين کې ډېر لوی کليوال کتابتون هم دی.

څرنګه چې تنګ چونګ د چين په جنوب لويديځه پوله کې واقع دی، نو د چين د منځنۍ سيمې او د سرحدي قومي سيمې کلتورونه او د چيني ملت او د جنوب ختيځي اسيا کولتورونه په دې ځای کې په ښه توګه يوځاي شوي دي. ويل کېږي چې تنګ چونګ د څو ډولو کولتورونو ترمنځ د تبادلې او موجوديت لپاره يو ښه ازمويښتي ډګر دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای