CRI Online

د شي جيانګ ځانګړی سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-08-09 15:57:42

 په ٢٠٠٨ کال کې د چين د ګوی جو ولايت د سيلانيزو چارو د پرمختګ درېيمه غونډه د دغه ولايت د چيان دونګ نان ولسوالۍ د شيجيانګ په نوم د مياو قوم په لوي کلي کې جوړه شوه. په تېرو زرګونو کلونو کې ددې ځاي وګړو نسل په نسل بزګري کوله او هيڅ صنعت پکې نه و. خو د دغې غونډې له امله د دوی ژوند بدل شوی دی. د سيلانيزو چارو د چټک پرمختګ سره سم د دوی په ژوند کې يوه نوې پاڼه پرانيستل شوې ده. اوسمهال شيجيانګ د لرغونو عادتونه په درلودلو سره په چين کې شهرت لري.

شيجيانګ په نړۍ کې د مياو قوم وګړو د هستوګنې ډېره لويه سيمه ده او د لی ګونګ غره په دره کې پرته ده چې له لسګونو وړوکو کليو څخه جوړ دی او د څه باندې ١٣٠٠ کورنيو په شمول ٦٠٠٠ تنه وګړي پکې اوسيږي. د غره په لمنو کې زياتې پټه دارې ځمکې تر سترګو کېږي . د لوي کلي په وړاندې يوه لاره په لمن کې کږه وږه غزيدلې او په جګ ځاي کې د کليو ټوله بڼه ليدل کېږي او زيات راسټرانټونه هم د دې لارې په دواړو غاړو پراته دي.

مېرمن انون په کلي کې د يوه رستورانت خاونده ده او هر کال د څه باندې پنځو مليونو يوانو پيسو په ارزښت کاروبار لری . پخوا مېرمن انون هم د مزدوري لپاره له خپل ټاټوبي څخه لوی ښار ته تللې وه، خو د شيجيانګ د سيلانيزو چارو د پرمختګ سره سم يې په خپل ټاټوبي کې سوداګريز فرصت هم پيدا کړ . د دې رانسټرانټ دروازه لويه نه ده، خو مشتريان يې ډېر دي. د رانسټرانټ د دروازې په بهر کې د سيلانيانو د هر کلي په هکله قومي نجونې د مياو قوم د ځانګړی جامې په اغوستلو سره قومي سندرې وايي او قومي هلکان د لو شنګ په نوم موسيقی الی غږوي.

په شيجيانګ کې د خلکو ژوند د سيلانۍ د پرمختګ سره سم ورځ په ورځ ښه کېږي. اوس مهال په شيجيانګ کې د مېرمن انون په شان څه باندې دری زره تنه قومي وګړي په سيلانيزو چارو بوخت دي چې دغه شمېر د دې ځاي په عمومي نفوس کې نيمه برخه نيسي. دوی د رانسټرانټونو او شخصي هوټلونو د پرانستلو او د سيلانيزو يادګرانو د پلورلو له لارې له غريبۍ او خوارۍ څخه ځان ژغورل شوي او ژوند يې ښه شوی دی. نو له دې امله زيات ځوانان چې پخوا يې په لويو ښارونو کې مزدوري کوله، بېرته خپل ټاټوبي ته راستانه شوي دي. د لې شان ولسوالۍ د تبليغاتو د څانګې مشر وي تونګ شيان وويل، د سيلانيزو چارو د پيل مخکې ځايي وګړو په عمده توګه په ښارونو کې د مزدورۍ او په خپلو کليو کې د بزګرۍ له لارې ژوند تېراوه. ويل کېږي چې ژوند يې بيوزلی و. نو زياتره ځوانان د مجبوريت له مخې د هېواد ساحلي او سمسوري سيمو ته تللي او په کليو کې يوازنی زاړه کسان او ماشومان پاتې شول. اوسمهال د سيلانيزو چارو د پرمختګ سره سم، زيات ځوانان بېرته راستانه شوي چې ځينی يې د شخصي هوټلونو خاوندان ګرځېدلي او ځيني يې په سيلانيزو چارو بوخت دي. ګټه يې ډېره ښه ده.

مېرمن انون هم ويلي، چې پخوا د لويو ښارونو په پرتله خپل ټاټوبی ډېر غريب و. اوس دغه حالت بدل شوی دی.

پخوا لارې خاوينې وې. فکر مې کولو چې کله زموږ په کليو کې د لوی ښار په شان غوره سړکونه اباد شي. د اټکل نه وتلې خبره ده چې څو کاله وروسته زموږ په کليو کې لوی بدلونونه رامنځته شوي او د سيلانيزو چارو د پرمختګ سره سم غوره سړکونه هم اباد شوي دي. له بهر څخه زموږ ترمنځ فاصله کمه شوې ده.

مېرمن انون زياته کړه چې زموږ چاپيريال او د ژوند شرطونه ښه شوي دي ، نه يوازی دا چې سيلانيانو ته لا ښه خدمتونه برابرولی شو ، بلکې زموږ د ځايي وګړو د ژوند سويه هم لوړه شوې ده. پخوا په شپه په کليو کې تياره وه، خو اوس شپه د ورځ په شان روښانه ده. د مياو قوم وګړو د خپلو لاسونو په مټ خپل ژوند ښه کړی دی .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای