CRI Online

د چين د مرکزي هه نان ولايت د يوان يانګ سيل

cri     (GMT+08:00) 2013-08-09 16:01:56

د يوان يانګ ولسوالی د چين په مرکزي هه نان ولايت کې واقع ده او ډيره لويه لنده ځمکه پکې لېدل کېږي چې د ونو د پوښلو انډول يې هم د نورو سيمو په پرتله لوړ دی. د چينايانو مورنی سيند د دې ولسوالۍ له اړخه تېرېږي ، نو بيولوژيکی چاپېريال يې په زړه پورې دی. کله چې د يوان يانګ نوم په خوله يادېږي ، له دې ځاي څخه توليد شوي وريجي تر سترګو کېږي . څرنګه چې يوان يانګ د ژيړ سيند په غاړه کې پروت دی ، په کال کې د لمر ليدو ورځې زياتې دي او کافي اوبه لګول کېږي ، نو د توليد شوي وريجي کيفيت ښه دی او دغه ډول وريجي په ټول هېواد کې ډېر شهرت لری.

د يادو ښيګڼو له کبله د يوان يانګ ولسوالۍ د سيل چارو پرمختيا موندلې ده . ددې ولسوالۍ د پخواني ولسوال مرستيال يانګ مين وويل چې ښه کيفيته وريجي او ښکلی بيولوژيکي چاپېريال د يوان يانګ ولسوالۍ د سيلانيزو چارو د پرمختيا کلي ده .

 ښه کيفيته وريجي او ښکلی بيولوژيکی چاپېريال زموږ د ولسوالۍ د سيلانيزو چارو د پرمختيا ښيګڼه ده . ځکه چې ژيړ سيند زموږ مورنی سيند دی او د سيند په دواړو غاړو کې د ځنګلونو ډير فارمونه پراته دي چې د دوو فارمونو پراخوالی له يو زرو هکتارو ځمکو څخه اوښتی دی.

د جيانګجوان په لوی کلي کې چې د ژيړ سيند په غاړه پروت دی، د عکاسی زياتې ونې په طبيعي ډول وده کوي چې د مرغانو ښکلي زمزي او نرم غږونه هر چا ته له هر ډول ټينګ ټکور نه ښی او له کيفه ډک ښکاري.ددې کلي مشر وانګ ون شين وويل

 ژيړ سيند په غاړو پراخې لندې ځمکې او د ځنګلونو فارمونه پراته دي او د سيل ښه ځايونه دي . موږ غواړو لا زيات ښاريان راجلب کړو څو چې دوي صاف هوا تنفس وکړي ، ځاي خواړه وخوري او له طبيعي منظرو څخه خوند واخلي

څرنګه چې په يوان يانګ کې غوره جنس وريجي توليديږي ، التبه د سيلانۍ يو حتمی پروګرام دا دی چې سيلانيان د شولو له کرلو او لو کولو څخه برخمن وي . د يوان يانګ د کرنيزو چارو د پرمختيا د يو شرکت عمومي منيجر جيان کاي فون وويل

 زموږ په فارم کې د توليد داسی موډل مروج دی چې د شولو په پټيو کې هيلې روزل کېږي.سيلانيان کولی شی چې په فارم کې د شولو کرلو او روزلو په هکله مالومات لاس ته راوړي او د شولو د نيالګيو د ايښودلو او لو کولو او د هيلې روزلو په چارو کې ګډون وکړي .

پرته د ياد فعاليت نه يو بل پروګرام دا دی چې د تير کال د جولاي په مياشت کې تطبيق شوی او له مخې يي ښاريان کولی شی چې په فارم کې کم پټي د اجارې په توګه واخلي او توليد شوی وريجي له ځانه ولری چې دغه وريجي هيڅ ککړ نه وي ځکه چې په پټي کې هيڅ کيمياوي سرې او د خزندو پر ضد درمل نه کارول کېږي.

بزګران له يادو لارو چارو څخه زياتې ګټې اخستی شی او ددې تر څنګ ښاريان هم د لږو پيسو په وسيله ډاډمن وريجي لاس ته راوړلی شی.. د يادولو وړ ده چې دوي هم پخپله د شولو له لو کولو څخه خوند اخيستی شی . لنډه دا چې دغه پروګرام هم د بزګرو او هم د ښاريانو لپاره ګټه لری.

د سيلانۍ په سيمه کې مصنوعۍ ودانۍ کمې دي او د سيلانۍ پروګرام هم رنګارنګ نه دي . سيلانيان يوزای د ښار په لېري ځاي کې په ارام زړه سيل کوي ، طبيعي منظرې له نژدې ګوري يا د پټي په څنګ کوچنۍ لرګينه کوټه کې چاي څښي او يا ځايي سبزي او کبان خوري .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای