CRI Online

شيا من ښار بهرنيانو ته د لا ښه خدمت لپاره زيار باسي.

cri     (GMT+08:00) 2013-11-19 13:01:13

 شيا من ښار د چين په جنوب ختيځ فو جيان ولايت کې پروت دی او اب هوا يي مناسبه او طبيعی منظرې يې په زړه پورې دي چې نه يوازی د سمندر غاړې ته واقع ، بلکې غرونه او جهېلونه هم پکې ليدل کېږي. په تېرو څو کلونو کې زيات بهرني سيلانيان له سيل نه وروسته په دې ځاي کې د اوږدې مودې د هستوګنې پرېکړه کړې چې جرمني محصل پاتريک له دوي څخه يو دی.

پاتريک د چيني او جرمني محصلينو د بدلولو پلان له مخې يو کال مخکې په شيا من پوهنتون کې شامل شو. که څه هم دا چين ته د ده لومړنی سفر دی، خو ژر يې له شيا من سره مينه پېدا کړه او د ده په خاطره کې د چين په اړه ابتدائی بڼه هم بدله شوه. ده وويل،

له چين سره مينه لرم! کله چې خپل وطن ته راستون شوم، فکر مې کولو چې په راتلونکي کې بايد څه کار وکړم. زما په اند، بېرته چين ته تلل زما تر ټولو ښه غوره والی دی، ځکه چې د چيني ژبې د زده کړې په ترڅ کې مې ډير کوشش کړی دی، چيني ژبه، چيني خوراکونه او دلته هر شي زما خوښ دي، په تېره بيا شيا من. شيا من ما ته د چيني ژبې د زده کړې او پرمختګ فرصت راکړی دی.

که څه هم پاتريک د يو کال لپاره په چين کې زده کړه کړې ده، خو په روانه چيني ژبه خبرې کولی شي. هغه په چين کې د دايمي هستوګنې پرېکړه وکړه او و يې ويل، 

زما پلار او مور نه غواړي چې په چين کې دايمي هستوګنه وکړم او غواړي چې په جرمني کې ددوي سره يوځاي ژوند وکړم. ځکه چې زما مشره خور امريکا ته لاړه خو زما هوډ نه بدلېدونکی دی نو دوي بالاخره زما پرېکړه ومنله.

په شيا من کې د پاتريک په شان بهرنيان ډېری دی. د شيا من د موسيقۍ راډيو وياندې شياو ون چې زيات بهرني دوستان لري، وويل چې ډېری بهرنيان د شيامن وګړو د ژوند طرز خوښوي ، برسيره پردې په شيامن کې سيلانيزې چارې سمسورې دي او د چيني او بهرنيو پانګو لخوا جوړې شوې تصدۍ يې هم ډېرې دي، نو دوي ته د کار زيات فرصتونه برابرولی شی.

د شيامن د امنيتي څانګې د شمېرنې له مخې له وروستيو څو کلونو راپدې خوا هر کال تقريبأ څلور لکه تنه بهرنيان د سيل ، پانګونې يا ګمارنې لپاره شيان من راځي او په شيامن کې د دايمي اوسېدونکو بهرنيانو شمير پنځو زرو تنو ته رسېدلی دی چې دغه شمير د لس کاله د پخوا په نسبت نژدې لس چنده زيات شوی دی.د يادې څانګې مشر ښاغلي من جن وويل

د زيات شمير بهرنيانو د جلبولو لپاره موږ له يوې خوا ددوي لپاره د ويزې لګولو په شمول موثر خدمت کوو ، له بلې خوا ددوي د حقه حقونو او ګټو ساتلو لپاره مو هم يو لړ تګلارې غوره کړي دي .

له بهرنيانو سره د مرستندويه مرکز مشر ښاغلي شې فولين چې دغه مرکز خاص د سوداګرۍ ، کار او ژوند لپاره له بهرنيانو او د هانکانګ ، مکاو او تايوان وطنوالو سره د مرستې خدمتونه برابروي ، وويل

په شيامن کې د بهرنيانو د هستوګنې هره اسانتيا برابره ده ،خو پرته د اوسېدو نه د درملنې ، د بهرنيو ماشومانو د زده کړې ، د موټر ليسانس د اخيستنې په شمول د ژوند هر ډول اسانتياوې په شيامن کې برابرې شويدي.

ښاغلي شې هيله لری چې په ټول هېواد کې دغه ډول خدمتونه مروج شی څو چې په چين کې د بهرنيانو د کار او ژوند خدمتي نظام بشپړ شی . هغه دغه راز زياته کړه

دغه خدمتونه د هېواد د نورو سيمو قوي ملاتړ ته اړتيا لری . که څه هم دغه خدمتونه په شيا من کې پيل شوي ، خوهيله من يم چې په نورو سيمو کې هم دغه خدمتي نظام جوړ شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای