CRI Online

د سپوږمکۍ توغولو مرکز د شي چانګ ښار نوی سيلانيز هدف جوړ شو.

cri     (GMT+08:00) 2013-12-10 15:29:52

د ٢٠١٣ کال د دسمبر په دوهمه نېټه سهار وختي د چانګ عه درېيم نمبر سپوږمۍ پلټونکی دستګاه په بريالۍ توګه د شي چانګ د سپوږمکۍ توغولو له مرکز څخه فضا ته وتوغول شوه. د شي چانګ د سپوږمکۍ توغولو مرکز چې د چين د سچوان ولايت د ليانګ شان د يي قوم د خپلواکې سيمې په شي چانګ ښار کې پروت دی، هم د نړيوالو سترګې راجلبې کړې.

د سپوږمکۍ د ويشتلو مرکز همېشه له پوځي اډې سره تماس نيسي. نو کله چې د ياد مرکز په هکله خبرې کېږي، سړي ته صحرا کې يوه پوځي اډه ترسترګو کېږي چې عام وګړو ته د نژدې کېدو اجازه نه ورکول کېږي. خو حقيقت برعکس دی چې د شي چانګ ښار په لارو کوڅو کې د وګړو ګڼه ګوڼه زياته او هوا يې مناسبه ده. د شي چانګ د ښاروالي د تبليغاتو څانګې مرستيالې وو لي وويل،

د زياتو کسانو ناسم نظر دا دی چې شي چانګ د جيو چوان په شان يوه پوځي اډه او د وګړو لپاره خلاصه نه ده. يوه بله ناسم نظر دا دی چې د سپوږمکۍ د توغولو مرکز خامخا په صحرا کې واقع دی، نو چاپيريال يې خراب دی. حقيقت يې دا دی چې د شي چانګ د سپوږمکۍ د توغونې مرکز د هېواد لخوا د درې اې په کچه د سيلانيزې سيمې په توګه منل شوی دی چې په پوره توګه سيلانيانو ته خلاصېږي. سيلانيان په خپله خوښه ددې مرکز سيل کولی شي.

د مېرمن وو له قوله، په ١٩٨٨ کال کې دغه مرکز په رسمي توګه سيلانيانو ته خلاص شوی دی. په تېرو څو کلونو کې د چانګ عه په نامه د سپوږمۍ د پلټونکي پلان د تطبيق سره سم، د شي چانګ د سپوږمکۍ توغونې مرکز هم د زياتو هېوادوالو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی . د دې ترڅنګ شي چانګ ښاروالي هم د دې مرکز په درلودلو سره د سيلانيزو چارو د پياوړتيا لپاره زياتې هڅې کړي او د فضايي چلند په ساحه کې يې ځانګړتيالرونکی سيلانيز مارک جوړ کړی دی.د شي چانګ د ښاروال مرستيال يو مينګ ليانګ وويل،

د سپوږمکۍ د توغونې مرکز د جوړېدو راهيسې لومړی د شي چانګ شهرت ډېر شوی او لا زيات شمير چيني او بهرنيو سيلانيانو له دې ښار سره ښه پيژندلی دی. دوهم، د ملي لږکيو د ميشت ځاي په توګ له عصری ساينس او تکنالوژۍ سره د ځايي وګړو پيژندنه لوړه شوې ده. درېيم، د دغه مرکز په ابادولو سره د ځايي وګړو د ژوند او استوګنې شرطونه ښه شوي دي.

د چين په دننه او بهر کې د شي چانګ د سپوږمکۍ د توغونې مرکز د شهرت له زياتېدو سره سم، لا زيات سيلانيان دغه ښار ته د سفر لپاره راځي، په تېره بيا د توغونې د مهمې دندې د تطبيق مخکې ځايي سيلانيز شرکتونه هم د دې مرکز په نښه يو لړ سيلانيز پروګرامونه ټاکی چې له امله يې د شي چانګ اقتصاد چټک پرمختګ هم موندلی دی. د شي چانګ د ښاروال مرستيال يو مينګ ليانګ وويل،

څرنګه چې سپوږمکۍ زموږ په ښار کې توغول کېږي، نو ګڼ شمېر کارپوهان، سوداګران او سيلانيان غواړي زموږ د ښار په اړه زيات معلومات تر لاسه کړی او پانګه پکې واچوي. دا زموږ د اقتصاد د پرمختګ لپاره ډېره ګټوره ده. د زياتو کسانو په اند، شي چانګ يو غريب ښار دی، خو زموږ اقتصاد او ټولنه د ښه پرمختګ په حال کې ده او د اقتصادي سيالۍ ځواک مو په چين کې ١٠٤ م مقام نيسي. تېر کال زموږ مالي ګټې دوه مليارډو او دری سوه او پنځه څلويښت مليونو يوانو ته او د سيمې عمومي توليدي ارزښت ٣٣ مليارډو او څلور سوه مليونو يوانو ته هم رسېدلی دی چې د هر کس په سر منځنی توليدي ارزښت اووه زره او پنځه سوه امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. دا د چين په لويديځه سيمه کې د ډېر ليدو وړ برياليتوب ګڼل کېږي. نو ويل کېږي چې د سپوږمکۍ د توغونې مرکز د شي چانګ ګړندي پرمختګ ته ډېر ښه فرصت رسولی شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای