CRI Online

د چای او اس په نوم د لرغونۍ لارې پر غاړه نوی تمځای – ګان سو

cri     (GMT+08:00) 2013-12-17 15:32:30

د ګان سو ولايت لونګ نان سيمه په پخوا زمانه کې ددې ولايت جنوب سي چوان ولايت او ختيځ شان شي ولايت ته د تللو يوازنۍ لاره او د چای او اس په نوم مشهوره سوداګريزه سيمه هم وه او د لارې په اوږدو کې ډېر تاريخي اثار خواره واره پراته دي. ياده لاره ځکه د چاي او اس په نوم ونومول شوه ، علت يې دا و چې دغه لاره خاص د اسونو په وسيله د چاي نقلولو لاره وه . لارۍ والا وانګ شي چوان چې د چين بېلا بېلو ځايونو ته درملونه نقلوي، وويل چې لاره تازه جوړه شوې، خو د لارې په اوږدو کې تاريخي اثار لا هم ښه ساتل شوي دي، تا به ويل په پخوا زمانه کې ګرځم .

د خبر له مخې له ٢٠١٣ کال څخه په ګان سو ولايت کې د دولت په کچه د ٢١٢ نمبر سړک پر اوږدو د تاريخي اثارو په بيا رغونې پيل شوی او د روان کال تر پايه پورې د دنګ دنګ پل، د غره په لمن کې جوړې شوې لرغونۍ لارې او لينګ لونګ پل د بيارغونې کارونه پای ته رسېدلي دي. د دانګ چانګ ولسوالۍ چارواکي يانګ جيان فی وويل، چې دا په ګان سو ولايت کې د چيني تمدن د خپرېدو او نوښت پلان د تطبيق يوه مهمه تشکيلاتی برخه ده.

د چای او اس لرغونې لاره د چين په تاريخ کې ډېره سمسوره وه، نو په ګان سو ولايت کې زيات ځايونه له دې امله ډير مشهور دي. د بېلګې په توګه جياو لي پو، چای فو او بای ما ګوان او داسي نور ځايونه د دې سيمې د يو ډول ځانګړې کولتوري نښې په توګه ګڼل کېږي. اتيا کلن سپين ږيري دو ليو باو چې په جياو لي پو کې زېږېدلی ، وويل، چې د ولسي جمهوريت له جوړېدو مخکې، د بېلا بېلو ځايونو سوداګرو د اسونو په وسيله د چای او درملو د نقلولو په بهېر کې دې ځای کې دمه وکړه. يوه چيني اصطلاح وايي چې په سي چوان ولايت کې غرنۍ لارې دومره حتی اسمان ته د پورته کولو په پرتله لا هم مشکلې او خطرناکې دي . نو د دو ليو باو په خاطره کې له لونګ نان څخه سي چوان ته د مالونو د نقولو يو ځل سفر يو کال ته اړتيا درلود. نو سوداګرانو د وخت د سپمولو لپاره د سيند دپاسه د لرګينو تختو په وسيله ساده پلونه اباد کړل. لنګ لونګ پل له همدغو پلونو څخه يو ځلانده پل دی او له غټو لرګيو څخه جوړ شوی دی . اوسمهال دغه ځای يو سيلانيز ځاي ګرځېدلی دی. زيات سيلانيان په دې ځای کې عکسونه اخلي. تېر کال سپين ږيري دو ليو باو د لومړی ځل لپاره بهرني سيلانيان وکتل. هغه وويل،لارې چې ښې ابادې شوې، ګڼ شميرسيلانيان راجلبيږي.

په ګان سو ولايت کې د چای او اس د لرغونی لارې په اوږدو ځايونه د چيني طبي بوټو د کرلو له امله شهرت لري. د رسمي شميرنې سره سم، په ٢٠١٢ کال کې په ګان سو کې د چيني طبي بوټو د سوداګرۍ اندازه يو سل او اتيا زره ټنو ته ورسېده او نورو هېوادونو ته صادراتي اندازې يې د هېواد په عمومي اندازه کې درې په څلورمه برخه ونيوله.

اوسمهال سيلانيان او سوداګران د په زړه پورې منظرو پر کتلو سربېره، ځايی بازار ته هم ځي. هره ورځ د سهار په پنځو بجو بازار پرانيزي او ډول ډول طبي بوټي او ځانګړتيالرونکی کرهنيز توليدات په کې ليدل کېږي. ځايی حکومت له سيلانيز فرصت څخه ګټه اخيستې ده . دوي د چای او اس د لرغونی لارې په اړه د کولتور او د عصری سوداګريزو نظريو په همغږۍ سره سيلانيزې چارې پرمختګ کوی . سيلانيان په دې ځای کې له لرغونی فرهنګ څخه خوند اخيستی شي. که څه هم د سيلانۍ د پرمختګ او د تاريخي اثارونو د ساتنې ترمنځ توپيرونه موجود دي، خو په عصری لارې چارې د لرغونی کولتور خپرېدا د تاريخي اثارو د ساتلو لپاره هم ګټوره ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای