CRI Online

په ژمی کې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې سيل .

cri     (GMT+08:00) 2013-12-24 14:53:18

د چين د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکه سيمه په پخوا زمانه کې د ورېښمو د لرغونۍ لارې پر غاړه يو مهم سوداګريز تمځای و او ډېرې غنی سيلانيزې سرچينې لري چې هم د هېواد په شمال لويديځه سيمه کې بې پايان بيابان او هم د هېواد په جنوبي سيمه کې ښکلۍ منظرې ليدل کېږي. په تېره بيا د شا پوه تو په نامه منظره لرونکې سيمې په تېرو څو کلونو کې د چين په سيلانيز بازار کې ډېر شهرت موندلی او زيات سيلانيان يې راجلب کړي دي.

په ژمی کې د نينګ شيا د سيلانيز بازار د سمسورتيا لپاره د دغې سيمې د سياحت ادارې پريکړه کړې ده چې د ٢٠١٣ کال د دسمبر له شپږمې نېټې نه د ٢٠١٤ کال د فبرورۍ تر اته ويشتمې نېټې پورې يو لړ کولتوري او سيلانيز فعاليتونه تر سره شي چې عنوان يې د ژمي په موسم کې د نينګ شيا سيل او د لمر له وړانګو څخه خوند اخيستل دي. د دې ادارې د سيلانۍ د پياوړتيا دفتر د مشرې جاو مينګ شيا په وينا د روان ژمي په موسم کې به يو لړ ځانګړتيالرونکي فعاليتونه تر سره شي چې سيلانيان د نينګ شيا د کولتور، ولسي دودونو، خوراکونو او د واورو او يخو په سر د لوبې کولو څخه خوند ترې اخيستی شی. د بېلګې په توګه:

د اين چوان د بين هه سيند په غاړه د واورو او يخو په وسيله د حکاکي شويو مجسمو او سينګار شوو ډيوو دوهمې دورې فېسټوال به د ٢٠١٣ کال د دسمبر له پنځه ويشتمې نېټې نه د ٢٠١٤ کال د فبرورۍ تر اته ويشتمې نېټې پورې د نينګ شيا د مرکز اين چوان ښار د ژېړ سيند د هنګ چنګ په نامه تفريحي او سيلانيزه سيمه کې تر سره شي. سيلانيان په دې موده کې د دوديزو نندارو ، ښکليو ډيوو، د يخو او واورو په وسيله د حکاکي شويو رنګارنګ مجسمو سيل کولی شی .

د دې ترڅنګ د چين د خبري رسنيو جام په نامه په چنګک د کب نيولو سيالي يعنې د نينګ شيا په چنګک د کب نيولو دوهم ژمنی فېسټوال به د ٢٠١٤ کال له جنورۍ نه تر فبرورۍ پورې د شا هو، شينګ های هو او تنګري جهېلونو پر غاړو جوړېږي . د دغه فېسټوال د جوړولو موخه دا ده چې په نينګ شيا کې د کب نيولو غنی سرچينې سيلانيانو ته وروپيژندل شي چې په ژمی کې د نينګ شيا د سيل يو نوی پروګرام ترې جوړ شي.

بر سېره پردې، د نينګ شيا د واورو او کنګلونو فېسټوال به د ٢٠١٣ کال د دسمبر له پنځه ويشتمې نېټې نه د ٢٠١٤ کال د فبرورۍ تر پنځلسمې نېټې پورې د شاهو جهېل، د سو يو کوه په نامه د دولت په کچه د ځنګلونو په باغ کې تر سره شي. د شاهو جهېل په منظره لرونکې سيمه کې به د کښتۍ وهلو ، په جنګک سره د کب نيولو سيالۍ، د کورنيو ژمنۍ لوبې تر سره شي. په عين وخت کې سيلانيان هم کولی شی چې د واورو په سر د موټر سايکل د چلولو، د اوښانولخوا په کشول شويو ښويدونکو دړو د سپرلو او په يخ باندې د کښتۍ وهلو د سيالۍ په شمول يو لړ په زړه پورې فعاليتونو کې برخه واخلي چې هم د زاړه او هم د واړه لپاره مناسب وي.

بر سېر پر دې، په نينګ شيا کې د ولسي دودونو د کتلو، د ځايي خوراکونو د خوړلو او د پسرلني جشن لپاره د مالونو د اخيستلو په نوم فېسټوال به د عيسوی کال په لومړۍ ورځ او د چينايانو د پسرلني جشن په موده کې پرانيستل شي. په هغه وخت کې به د پسرلني جشن د لمانځنې لپاره رنګا رنګ دوديز فعاليتونه ترسره شی او د نينګ شيا ګڼ شمېر منظره لرونکې سيمې هم د سيلانيانو لپاره ځانګړي خدمتونه برابر کړي. مثلاُ، د هېواد په شمال کې د فلم اخيستلو په ښارګوټی کې به د چين د شمال لويديځي سيمې د لاسي شيانو نندارتون پرانيستل شی، د چين د هوی قوم په کولتوري باغ کې به د هوی قوم د هوا عر په نامه د قومي سندرې ننداره او د شا پوه تو په نامه منظره لرونکی سيمه کې د صحرا د سيل په نامه سيلانيز پروګرام تر سره شي. لنډه دا چې سيلانيان به د پسرلني جشن په موده کې د ډول ډول سيلانيزو پروګرامونو له سيل څخه ډير خوند اخيستی شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای