CRI Online

لرغونی کب نيونکی کلی

cri     (GMT+08:00) 2014-01-21 17:02:28

د چين په جنوب د ښکلي ګوي لينګ ښار په څنګ کې چې د ليجيانګ سيند په غاړه پروت دی ، يو کوچنی کب نيونکی کلی شته چې د هېواد دننه او بهر ډير شهرت لری .خو نن ورځ په ليجيانګ سيند کې کبان ورځ په ورځ کمېږي چې په پايله کې کب نيونکي نژدې بې کاره شوي دي.

تر غرمې وروسته تقريبا په څلورو بجو کب نيونکي هوانګ يو لين په بانسي کښتۍ ناست و او دده په څنګ کې يوه وړوکی زنبيل کې يوازی څو دانې کوچني کبان وو. ده وويل چې پخوا هره ورځ شلګونه کيلوګرامه کبان ، خو اوس نيمه ورځ يوازی يو کيلو کبان نيول شوي دي.

اوسمهال د ليجيانګ سيند په پاسنۍ او لاندنۍ برخه کې ډير برېښناکوټونه جوړ شوي او کبان د اوبو له بند څخه نه تېريږي. که څه هم حکومت هر کال له تخمونو څخه روزل شوي وړکي کبان سيند ته اچوي ، خو ځينی کسان نه د جال په وسيله ، بلکې د برېښنا په وسيله کبان نيسي .

هوانګ يو با چې د هوانګ يو لين پلار دی او سږ کال نهه اويا کلن دی ، هم د بانسي کښتۍ په چلولو سره د سيند له لاندنۍ برخې څخه راستون شو او يوازی دوه قازان په بانسي لرګي باندي ناست وو چې اوس هغه د سيلانيانو لپاره د قره قازانو په وسيله د کب نيولو ننداره کوي او يا د خپلو قره قازانو په وړلو سره له سيلانيانو سره عکس اخلي.

څلور سوه کاله مخکې دلته کب نيونکو د کب نيولو لپاره د قره قازانو په روزلو پيل وکړ چې د کب نيولو لارې چارې يې دا دي چې کب نيونکي په شپه کې د ډيوې په رڼا کې قره قازان په داسی حال کې اوبو ته خوشی کوي چې غاړې يې تړل شوې ، څو چې قره قاز په خپله مښوکه کب په کلکه ونيسي او کښتۍ ته راشي ، کب نيونکی دده له خولې څخه کب لاس ته راوړي.

د هوانګ يون با په وينا پخوا په کور کې له لسو نه زيات قره قازان روزل کېدل ، خو اوس يوازی دوه يې ساتل شوي او يوازی د عکس اخيستلو لپاره روزل شوي دي.

نن ورځ د يانګ سو وګړي د ځايي ښکليو طبيعي منظرو او کولتوري اغيزو له مخې د سيلانۍ په چارو لګيا دي ځکه چې په ١٩٩٨ کال کې د امريکا وخت ولسمشر کلينتون د سفر لپاره د جاوجاليان کور ته لاړ او ورسره يې يوځاي ډوډۍ وخوړله . اوس له کلينتون سره اخيستل شوی عکس دده د کور په ديوال ځوړنددی. جاوجاليان وويل چې اوس که څه هم ما له کب نيونې څخه لاس واخيست ، خو د ميوې باغ لرم او هم په سيلانۍ بوخت يم ، نور ژوند مې ښه دی او غواړم چې د سيلانيانو د پذيرايي لپاره يو شخصي هوټل جوړ کړم .

کب نيونکي هوانګ يوتيان د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې د کب نيونې چاره پرېښوده او د سيلانيزې بيړۍ د چلونې لاسوند يې لاس ته راوړ او ورپسې د بانسي کښتۍ په وسيله د سيلانيانو نقلولو په چارو بوخت دی . هغه هيله لری چې حکومت او وګړي ليجيانګ سيند ښه وساتي او نور برېښناکوټ جوړ نه کړي ځکه په غاړو کې اوسېدونکي وګړي لا هم ددې سيند په وسيله ژوند کوي.

د ګوي لين ښار د اوبو لګولو ادارې په اړه د برېښنا کوټ د ادارې مرکز مشر ګاو جيا بينګ وويل چې اوس په ګوي لين کې اته سوه درې لوي يا کوچني برېښنا کوټونه خواره واره پرته دي چې د ليجيانګ سيند په پاسنۍ برخه کې يوشمير برېښناکوټونه هم شته دي ، خو اوس اجازه نشته چې د ليجيانګ سيند په عمده لاره برېښنا کوټ جوړيږي.

اوسمهال په شپه کې د ډيوې په رڼا کې په ليجيانګ سيند کې د قره قازانو په وسيله د کب نيونې چارېکم ليدل کېږي . خو له ١٩٩٩ کال څخه ځايي حکومت هر کال د کب نيونې فيستيوال جوړېږي څو چې د اورلوبې په شمول مصنوعی منظرې لا زيات سيلانيان راجلب شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای