CRI Online

شي ان ښار ته سيل

cri     (GMT+08:00) 2014-02-18 18:29:44

چين د لوي مساحت او زياتو قومونو لرونکي يو هيواد دی او د چين په بيلابيلو ځايونو کې پراته ښارونه هم خپل ځانګړي خصوصيت لري ، د چين په شمال کې د چين پلازمينه بيجنګ ښار ، په ختيځ کې د چين لوي اقتصادي مرکز شانګهاي ښار ، په لويديځ کې ښکلي منظره لرونکي او قومي خصوصيت لرونکي ښار لاسا او په جنوب کې د ګوانګ جو ښار ډير مشهور لوي ښارونه دي ، د چين زيات شمير ښارونه لکه د مرغلرو په شان د چين د9 مليونو او شپږو لکو مربع کيلومترو ځمکو کې پراته دي ٠

په چين کې137 ښارونه د مشهورو توريستي ښارونو په توکه ټاکل شوي دي ، په دې جمله کې د شانګهاي ، بيجېنګ ، تيان جين ، چونګ چينګ ، شنګ ځنګ ، هانګ جو ، دلاليان ، نانجنګ ، سيا من ، ګوانګ جو ، چنګ دو ، شن يانګ ، چينګ داو ، نينګ بو ، شي ان ، هاربين ، جي نان ، څانګ څون او لاسا ښارونه شامل دي دغه راز د هاربين ، جي لين ، څنګ جو ، چاو چينګ ، ليو جو او چينګ داو ښارونو په ګډون شل ګونه ښارونه د چين د تاريخي او کلتوري مشهورو ښارونو په توګه ټاکل شوي دي

په نننۍ کړۍ کې په عمده توګه تاسو ته د شي ان ښار په اړه معلومات وړاندې کړم. شي ان ښار د چين د شان شي ولايت مرکز دی او د چين په شمال لويديځ کې واقع دی ، هغه د چين په شمال لويديځ کې د سياسي ، اقتصادي او ترانسپورتي مرکز په توګه ګڼل کيږي ٠

د شي ان ښار يو داسي ښار دی چې د چين د پخوانيو شپږو لويو پايتختونو يعني د شي ان ، لو يانګ ، نانجنګ ، کاي فنګ ، هانګ جو او بيجېنګ څخه ډير پخواني مرکز و. تاريخ يې ډير اوږد دی او زياتې امپراطوري سلسلې پکې تيري شوي دي. هغه د چين په تاريخي کلتوري کې ډير مشهور دی ، د چين په تاريخ کې د لويديځ جو ، چينګ ، لويديځ هان او تانګ په شمول د لسو امپراطوري سلسلو دپايتخت په توکه ټاکل شوی و ، نو له دې امله شي ان ښار د چين په تاريخ کې ژوره اغيزه درلوده

د شي ان ښار چي د نړۍ د څلورو لويو لرغوني پايت

 

ختونو په توګه ګڼل شوی دی يو مشهور توريستي ځای هم دی ، دغه رادز د چينګ شي هوانګ د امپراطور د پوځيانو او أسانو څه دپاسه شپږ زره مجسمې چې د نړۍ د اتمې معجزې په توګه شميرل کيږي د شي ان د ښار د لين تونګ په سيمه کې پرتې دي ، نوموړي مجسمې په شلمه پيړۍ کې د ډير ستر کشف په توګه شميرل کيږي ، علاوه پر دې په دې ښار کې د دا يان په نامه لوي برج ، د خواچينګ څي او د خوا شان نومي غر په ګډون ښکلي او په زړه پوري طبيعي منظره لرونکي ځايونه هم زيات سيلانيان ځانته راجلبوي

په ٢٢٠١٣ کال کې څه باندې لس مليونو تنو چيني او بهرنيو سيلانيانو شي ان ښار ته سيل کړی دی چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله ٢٧ سلنه زيات شوی دی او د تورستي چارو عمومي ګټې يې ٨١ مليارډو او يو سل مليونو يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د وړم کال په پرتله ٢٤ سلنه زيات شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای