CRI Online

د چنګ دو ښار د جين لي په نوم د واټ سيل

cri     (GMT+08:00) 2014-04-08 19:19:50

 چنګ دو ښار چې د چين د سي چوان ولايت مرکز دی، د خلکو په خولو کې د جنت په شان د ښار په توګه بلل کېږي او په چين کې يو مشهور سيلانيز ښار هم دی. په دغه ښار کې په زړه پورې طبيعی او کلتوري منظرې په ګوټ ګوټ کې ليدل کېږي. د مارچ مياشتې په پای کې د چنګ دو ښار هوا معتدله ده او ګلان غوړېږي. په دې وخت کې د جين لي په نوم واټ د سيلانيانو يو غوره انتخاب دی چې په دې واټ کې نه يوازی هوټلونه او د چای څښاک ريسټرانټونه شته، بلکې ځايي خوراکونه او لاسي اثارونه هم اخيستلی شي.

ښاغلي لي چې د شان دونګ ولايت له هه ځه ښار څخه راغلی، څو څو ځله د کاري فرصت په نيولو سره چنګ دو ښار ته تللی دی. تېر کال هغه د وخت د کمښت له امله په ښه توګه جين لي واټ ته سفر نه دی کړی، نو دې ځل يې په ځانګړی توګه دغه واټ ته سفر کوي. ده په خوشحاليو سره وويل،پرون مې تازه د الوتکې له لارې دلته ورسېد او نن ورځ په ځانګړی توګه جين لي واټ ته سفر کوم. ډېر په زړه پورې دی، په تېره بيا په شپه د ډيوو وړانګې ډېرې ښکلې دې.

چين لي يو لرغونې سوداګريز واټ دی چې له دوو زرو کلونو نه مخکې يې د چين د چين او هان په سلسلې دورې کې اباد شو او د تانګ په سلسله موده کې يې سمسور شو. اوسمهال دغه لرغونی واټ د څو څو ځله لپاره بيا ترميم شوی دی، خو په کې د لرغونی او پخوانی دورې ځانګړتياوی هم ليدل کېږي. ويل کېږي چې په دې واټ کې نه يوازی لرغونی، بلکې عصری بڼې هم احساسولی شي. کله چې سيلانيان دغه واټ ته ننوځي، د لرغوني ودانيو د ليدلو په ترڅ کې عصري موسيقۍ اوريدلی شي. د دغه واټ په دواړو غاړو نه يوازی د چيني اوپرا او چای څښاک ريسټرانټونه، بلکې د کافې بارونه هم ليدل کېږي.

هره ورځ له سهار څخه تر شپې پورې په جين لين ښار کې تل ګڼه ګوڼه ده. په دې ځای کې زيات بهرني سيلانيان ليدل کېږي. ښاغلي بنګټ دانيلسون چې له سويډن څخه راغلی او په شانګهای ښار کې کار کوي، د جين لي واټ لوړه ستاينه وکړه. ده وويل، 

ډېر ښکلی او ښه ځای دی. زه د دې ځای له باڼسونو او ونو سره ډېره مينه لرم. ځايي اوسيدونکي ډېر مهربانی دی او ځانګړتيا لرونکی خوراکونه مې هم خوړلي دي. د سي چوان ولايت د خوارکونو خوند ډېر ښه دی.

په جين لي واټ کې له رسمي ريسټرانټونو پرته، د ځايي خوراکونو په اړه يو ځانګړی واټ هم موجود دی چې (( جيو پين شياو چي جي )) نومېږي. د دغه واټ په څو لسګونه کوچنې عرفې کې سيلانيان د (( دان دان ميان))، (( ليانګ فن))، (( چوان چوان شيانګ)) او (( دوه هوا )) په نوم ځانګړتيا لرونکی خوراکونه خوړلی شي او داسی ټول تند خواړه ده. ځکه چې سيلانيان زيات دی، نو د دغو عرفو په وړاندې وګړي خپل نوبت ته منتظر دی او همېشه د څو لس دقيقو لپاره انتظار کوي.

که څه هم د جين لي واټ اوږدوالی دومره اوږد نه دی، خو په زړه پورې منظرې په ګوټ ګوټ کې ليدل کېږي. ښاغلي ولټر چې له اطريش څخه چين ته راغلی، د تېرو اتو کلونو راپدېخوا په چين کې ژوند کوي او په ښه توګه چيني ژبه ويلی شي. هغه له ختيځي کلتور سره ژوره مينه لري. ده وويل،په اطريش کې مې د ختيځي کلتور او نغږمۍ په اړه معلومات زده کړه وکړ او چين ته د تللو لامل مې دا دی چې له لرغونې ختيځي کلتور سره علاقه لرم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای