CRI Online

د اور غورځوونکو غرونو سيل (٢)__ د تنګ چونګ سيل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-14 08:54:38

تنګ چونګ ښار د چين په جنوب ختيځي برخه په يون نان ولايت کې پروت دی او د چين په جنوب د وريښمو د لرغونۍ لارې په اوږدو کې يو ډېر مشهور ښارګوټی دی چې پخوا يې د وريښمو لارې لپاره د حمل و نقل يو مهم مرکز هم دی. څرنګه چې دغه ښار د موسمي باد په سيمه کې پروت دی، نو منځنی تودوخه يې د ساتنې ګراد په حساب څوارلس اعشاريه نهه درجه ده چې د تودوخې لوړه درجه دېرش اعشاريه پنځه او ټيټه درجه منفی څلور اعشاريه دوه ده چې دغه هوا د سيلانۍ لپاره ډېره مناسبه ده. تنګ چونګ د چين او ميانمر په سرحدي سيمه کې پروت دی او دغه ځای اورغورځوونکي غرني سيمه هم ده. نو د ځايي اوسيدونکو په خوله يو خبر وايي چې په تنګ چونګ کې له لسو غرونو څخه نهه غرونه څوکې نه لري. ځکه چې دغسی غرونه د اورغورځونکي غرونه دي. دا د تنګ چونګ د سيلانۍ لپاره يوه بله قيمتي سرچينه هم ده. ټولو ته معلومه ده چې په اور غورځوونکو سيمه کې معدني اوبه او د تودو اوبو سرچينې ليدل کېږي. له دې امله تنګ چونګ د نباتاتو د طبيعي باغ په توګه کشهور دی او د روغتيا ساتلو جنت هم بلل کېږي چې په تنګ چونګ کې ډول ډول طبي بوټي پيدا کېږي او څه باندې اتيا د تودو اوبو سرچينې شته چې له دې جملو څخه د څوارلسو سرچينو د اوبو تودوخه له نويو درجو نه اوښتې ده. په دغو اوبو کې غني معدني شيان شامل دي او د ناروغيو د علاج لپاره ښه اغيزه لري. د طبيعی منظرې د يادونې په وخت کې سيلانيان بايد د تنګ چونګ د بې های لندې ځمکې ساتونکې سيمې ته سفر وکړي، ځکه چې دغه سيمه په يون نان ولايت کې د دولت په کچه د لندو ځمکو د ساتلو يوازنې سيمه ده.

د دې ترڅنګ تنګ چونګ هم يو کولتوري ښارګوټی دی. د چين د لويديځ هان په سلسله کې تنګ چونګ ديان يو نومېده او جغرافيايي مقام يې مهم و او د چين په جنوبي پولو کې د لومړني ښار په توګه ګڼل کېده. د تېرې پيړۍ د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې په تنګ چونګ کې د چين پوځونو او وګړو له جاپاني تيری کوونکو سره سختې جګړې کړې او د لومړي ځل لپاره يې دا مشهوره جګړه کړې وه چې ټول تېری کوونکي يې وژلي وو. په تينګ چونګ کې د ملي شهېدانو په قبرستان کې څو زره تنه چيني پوځيان ښځ شوي دي. هر کال زيات سيلانيان د دغو شهېدانو د احترام او تعظيم لپاره دغه قبرستان ته ځي.

بر سېره پردې، په تنګ چونګ کې يو کلی شته چې هه شون نوم

 

ېږي او نفوس يې له شپږ زرو تنو څخه کم دی. خو په نورو ديارلسو هېوادونو او سيمو کې له لس زرو تنو نه زيات اوسيدونکي چينايان له دې کلي څخه تللي دي. که څه هم هه شون کلی د چين په جنوب لويديځ کې پروت دی، خو د ودانيو بڼه يې د چين د يانځي سيند په جنوبي غاړه ساختماني ځانګړتيا ته ورته ده. په دې کلي کې يو کتابتون شته چې په ١٩٢٨ کال کې جوړ شوی او په چين کې ډېر لوی کليوال کتابتون هم دی.

که سيلانيان تنګ چونګ ته سفر وکړي، بايد د ګاو لي ګونګ شان غره ته لاړ شي. ځکه چې په دې ځای کې قومي دودونه له نژدې ليدل کېږي. د دای، لي سو، هوی، بای، وا او اچانګ په شمول شپږ قومونه نسل په نسل په دې ځای کې ميشت دي او ځايي اخترونه يې ډېر دي او سيلانيان کولی شي چې د چيني ملت له غني قومي ځانګړتياوو او کولتورونو څخه خوند واخلي.

څرنګه چې تنګ چونګ د چين په جنوب لويديځه پوله کې واقع دی، نو د چين د منځنۍ سيمې او د سرحدي قومي سيمې کولتورونه او د چيني ملت او د جنوب ختيځي اسيا کولتورونه په دې ځای کې په ښه توګه يو ځاي شوي دي. ويل کېږي چې تنګ چونګ د څو ډولو کولتورونو ترمنځ د تبادلې او موجوديت لپاره يوه ښه ازمويښتي ډګر دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای