CRI Online

د ساحلي ښار چين هوانګ داو سيل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-14 08:58:10

چين هوانګ داو ښار چې د چين د هه بې ولايت په شمال ختيځ کې پروت دی، يو مشهور سيلانيز ښار دی او په څلورو موسمونو کې يې هوا ډېره مناسبه وي. دغه ښار په يوه ټاپووزمه کې واقع دی چې جنوب ته يې د بو سمندر او شمال ته يې د يان غر ولاړ دی. عمومي پراخوالی يې ٧٨١٢ کيلومتره مربع دی او عمومي نفوس يې دری مليونه او پنځه څلويښت زره تنه دي. هلته سيلانيان د لمر له وړانکو، د سمندر په غاړه کې له شګو، ابي سمندري اوبو ، ګڼو ځنګلونو او پاکې هوا څخه ګټه اخيستی شي.

له وروستيو کلونو راهيسې د چين هوانګ داو حکومت د سيلانۍ پرمختيا ته زياته پاملرنه ورکړې چې له امله يې د سيلانۍ په مرکزيت د ګډې پرمختيا معاصر صنعتي سيستم په ابتدايي توګه جوړ شوی او په دی ښار کې ٤٧ سيلانيزې سيمې ټاکل شوي دي چې په دې جمله کې يوه سيمه د پنځه اې په کچه او ١٥ سيمې د څلورو اې په کچه منظره لرونکې سيمې ټاکل شوې او د دريو پنځه ستورو لرونکو هوټلونو په شمول شپيته ستوري لرونکي هوټلونه هم جوړ شوي دي. دغه راز په چين هوانګ داو کې ٢٠١ سيلانيزې څانګې جوړې شوې، ٢٢١٢ تنه لارښوونکي پکې روزل شوي او ٤٠٠ سناتوريمونه او نور دوه زره کوچني هوټلونه هم پکې شته او دوه لکه کټونه پکې موجود دي.

چين هوانګ داو لرغونی تاريخ لري چې پکې ډير تاريخي اثار هم ليدل کېږي او په چين کې يوازنی ښار دی چې نوم يې د امپراطور لخوا نومول شوی او له ګرمۍ څخه د ژغورلو په مقصد د چين د لومړی ښکلي ښار په توګه هم ډېر شهرت لري. د چين د ولسي جمهوريت تر جوړېدو وروسته د چين هوانګ داو تر ادارې لاندې بي داي هه سيمه د چيني مشرانو د رخصتۍ تيرولو په مناسب ځاي بدل شوی دی.

لوي ديوال د چين هوانګ داو يوه نښه ده چې په چين هوانګ داو کې ٢٢٣ کيلومتره لوی دېوال پروت دی او دلته د هېواد له ختيځ څخه د لوي ديوال پيل هم ګڼل کېږي چې ديوال يې حتی سمندر ته ننوتلی او د ښامار سر ور ته ويل کېږي. نو چين هوانګ داو د لوي ديوال د طبيعي موزيم په نوم ډير شهرت موندلی دی چې لرغونی ودانۍ يې په ښه توګه ساتل شوې او په دې اړه په زړه پورې کېسه د خلکو په خولو کې ناسته ده. سيلانيان کولی شی چې د سفر په ترڅ کې د لوي ديوال موزيم، د ولسي دودونو موزيم، د شيشوموزيم او د مرغانو موزيم په شمول له زياتو موزيمونو څخه ليدنه وکړي.

ځکه چې په دغه ښار کې اوږده ساحلې کرښه شته چې اوږدوالی يې ١٦٢.٧ ته رسېدلی او د چين په نقشه کې د شګو ډېره اوږده غاړه ده. نو سيلانيان د سفر په ترڅ کې په سمندر کې لامبو وهي او د سمندر په غاړه شګو کې لوبې او ساعت تېری کولای شي. د دې ترڅنګ څرنګه چې په دې ځای کې هوا پاکه ده، نو د روغتيا د ساتلو لپاره ډېره ګټوره هم ده.

د پاملرنې وړ ځای دا دی چې چين هوانګ داو ښار ښه طبيعت او جغرافيايي چاپيريال لري، نو د مرغانو د ژوند لپاره مناسب دی. په دغه ښار کې د مرغانو ډولونه غني دي او د مرغانو موزيم په توګه هم بلل کېږي او په نړۍ کې د مرغانو څخه د کتنې په اړه له څلورو مشهورو ځايونو څخه يو دی. دغه راز دغه ښار په چين کې وحشي مرغانو د څيړنې او ساتنې په باب يوه مهمه اډه هم ده. د معلوماتو له مخې، څلور سوه او شپاړس ډوله مرغان په چين هوانګ داو ښار کې ليدل کېږي چې دغه شمېر د چين د وحشي مرغانو په عمومي اندازه کې ٣٠.٣٤ فيصده نيسي او ورڅخه پنځه شپيته ډوله د دولت په کچه ساتونکی مرغان دي.

اوس مهال چين هوانګ داو د اقتصاد د چټک پرمختګ په حال کې دی او د هېواد د يو لړ پرمختيايي تګلارو پر رڼا د يو نړيوال سيلانيز ښار د ابادولو په بهېر کې هم دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای