CRI Online

د هانګ جو سيل

cri     (GMT+08:00) 2014-06-03 14:58:07

هان جو د جنوبي چين د جه جيانګ ولايت مرکز دی او ددې ولايت سياسي، اقتصادی ، کولتوري ، ښوونيز ، ترانسپورتي ، پولي او مخابراتي مرکز هم دی. هانګ جو د يانځه سيند په دلتا کې واقع دی چې دغه دلتا د چين د نورو سيمو په نسبت پرمختللې سيمه ده . پرته له دې نه هانګ جو د چين له اوو لرغونو پايتختونو څخه شمېرل کېږي او مشهور سيلانيز ښار هم بلل کېږي. د هانګ جو ته نژدې ليانګ جو کې لرغوني اثار موندل شوي چې تر اوسه پنځه زره کاله تاريخ لری او دوه زره دوه سوه کاله مخکې هانګ جو د ښار په توګه وټاکل شو او د ايتاليې مشهور سيلانۍ مارکوپولو د هانګ جو داسی ستاينه وکړه چې دغه ښار په نړۍ کې تر ټولو ښکلی ښار دی.

هانګ جو د چين په جنوب ختيځه سمندري غاړه کې پروت دی او له بيجينګ څخه تر هانګ جو پورې د چين لوي مصنوعی کانال پيل دی چې دغه کانال په نړۍ کې لومړی اوږد مصنوعی کانال ګڼل کېږي او د چين د سيلانيزې ادارې لخوا د چين تر ټولو ښه سييلانيز هدف په توګه پيژندل شوی دی او د چينايانو په خولو کې هانګ جو په دنيايي جنت کې شمېرل کېږي .

هانګ جو د نړۍ د ساعتېري او کارتوني او وړوکي فلم دايمي نندارتون دی او نور نندارتونونه هم کله نا کله په هانګ جو کې جوړېږي. نن ورځ دغه ښار د ګړندۍ ترقۍ غټ پلان پلی کوي .

په هانګ جو کې د دولت په درجه دوه ښکلۍ منظردارې سيمې پرتې دي چې يوه يې د شي ځه جهيل په شاوخوا کې او بله يې د دوو سيندونو او دوو نورو جيلونو په غاړوکې پرته ده ، دغه راز د دولت په درجه د طبيعت ساتنې دوه سيمې ، اوه ځنګلي باغونه ، د رخصتۍ يوه سيمه ، په چين کې لومړی د لندو ځمکو باغ ، او د لرغونو اثارو پنځه ويشت ساتونکي يونټونه، د دولت په درجه ننه موزيمونه هم موجود دي.

برسيره پردې يو سلو شل داسې سيلانيز ځايونه هم شته چې هر کال لس زره تنه سيلانيان منلی شی.

د دوه زره يوولسم کال د جون په ٢٤مه نېټه د هانګ جو د شي ځه جهيل په رسمي توګه د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شمېرل شوی دی. دغه جهيل د هان جو ښار په لويديځ يعنی ددې ښار په مرکز کې واقع دی او د ښکليو منظرو او لرغونو اثارو په درلودلو سره په نړۍ کې ډير شهرت موندلی دی ، نو د چين نامتو سيلانيز ځای دی چې عمومي پراخوالی يې ننه څلويښت مربع کيلومتره دی . ددې جهيل ښکلاوې دا دي چې په پاکه هوا کې د جهيل اوبه د هيندارې غوندی صافې دي او د باران په وخت کې د جهيل په شاوخوا غرونه او رغونه په لړو کې کله ليدل کېږي او کله نه ليدل کېږي. يوه خبره ده چې د کال په څلورو فصلونو کې او يا په ورځ او شپه کې ددې جهيل ښکلاوې بېلې دي .د شي ځه جهيل په اړه ښکلی روايتونه او ولسي کيسې اورېدل کېږي . د يو روايت له مخې وايي چې په اسمان کې يو ښامار او يوې فينيکس د کهکشان په غاړه يوه سپينه قيمتي ډبره وموندله او د زياتو کلونو د کوششونو له لارې دغه ډبره په يوې ځلاندې ملغلرې په توګه بدله شوه چې په رڼا کې هر ځاي کې ګلان غوړيږي ، خو وروسته دغه ملغلره د اسماني ملکې لخوا غلا شوه ، ښامار او فيلنيکس له ملکې څخه د ملغلرې د بيا لاس ته راوړلو غوښتنه وکړه ، خو رده يې کړه چې په نتيجه کې د شخړې په ترڅ کې ملغلره د ملکې له لاسه دنيا ته ولويده او په شي ځه جهيل بدله شوه ، ښامار او فينيکس هم دواړه ځمکې ته ښکته شول چې د شي ځه جهيل په غاړه دوه غرونه بدل شول څو چې د جهيل ساتنه وکړي.

دغه راز د هانګ جو د چيان داو جهيل يو ډير لوی جهيل دی او شاوخوا کې دنګ دنګ غرونه ولاړ دي او په درو کې غارونه پراته دي چې څوارلس ښکلي ځايونه د سيل وړ دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای