CRI Online

د تاي شان غره سيل

cri     (GMT+08:00) 2014-06-24 19:42:05

تای شان غر چې د چين د شان دونګ ولايت د تای ان ښار په منځني سيمه کې پروت دی، د نړۍ د کولتور او طبعيت د ميراثونو په ليست کې شاملېږي، نړيوال جيالوژيکی پارک، د چين د تاريخي اثارونو ساتونکي سيمه او د پنځه ای په کچه سيلانيزه سيمه هم ده. د دغه غره د عمده څوکې لوړوالی ١٥٤٥ متره دی او د چين په مشهورو غرونو کې لومړی مقام نيسي. چينايان له لرغونی زمانې راهيسې پر تای شان غره عقيده کړی دی او کوي يې. د خلکو په خولو کې يو متل رواج دی چې وايي که تای شان ارام شي، د ټول هېواد امنيت وساتل شي. په تېره بيا د هان قوم په دوديز کولتور کې تای شان يو مقدس غر دی او لوړ مقام نيسي. د تای شان غره په اړه زيات کيسې رواجې کېږي او ورڅخه يوه داسی وايي، و نه و ډېر وخت کېږي چې دنيا تازه رامنځته شوې ده او اسمان او ځمکه په تازه توګه ويشل شوې ده. يو سړی چې پان ګو نومېږي په دنيا کې ژوند کاوه او لوړوالی يې د ځمکې او اسمان ترمنځ له لوړوالي سره برابر و. په هغه وخت کې د اسمان او ځمکې ترمنځ فصيله هره ورځ لری کېده چې اسمان دری متره لوړ کېدل او ځمکه درې متره ټيټه کېده، د دې ترڅنګ هره ورځ د پان ګو لوړوالی هم دومره متره زيات کېدل. اتلس زره کاله وروسته، يو ډېر ډېر غټ سړی بدل شوی دی چې نفس يې باد ته او د نفس غږ يې تندر ته بدل شوی او د ده له سترګو څخه بريښنا رامنځته شوی. کله چې هغه خوشحاله و، اسمان به شين وي، که هغه په قهر و، اسمان به باران واوري. يوه ورځ پان ګو له دنيا څخه سترګه پټه شوه او سر يې تای شان ته بدل شو او د بدن نور غړي يې نورو غرونو ته هم بدل شول. په عين وخت کې سترګې يې لمر او سپوږمۍ ته، ويښتان يې واښو او ونو ته، وينې يې سيندونو او جهېلونو ته بدل شوی دی. ځکه چې پان ګو د دنيا جوړونکی و، نو د انسان د نسل په توګه بلل کېږي. دغه راز څرنګه چې تای شان غر د پان ګو د سر لخوا بدل شو، نو په دنيا کې د لومړی غره په توګه بلل کېږي.

تای شان د چينايانو په سترګو کې هم د ژوند سرچينه ده او هم د اميد او نيکمرغۍ نښه ده. نو اوس مهال په تای شان کې زيات معبدونه ليدل کېږي. د چين د لومړی امپورطور چين شه هوانګ د سلسلې مودې راهيسې، زياتو امپورطورانو په پر له پسی توګه په تای شان کې معبدونه اباد کړل او د مقدس غره په توګه د تای شان درناوی وکړ. د دې ترڅنګ زياتو شاعرانو د تای شان په مضمون بې شمېر شعرونه هم ليکلي دي.د شمېرنې له مخې، په تای شان کې د لرغونی دوانيو په اړه څه باندې شل ډلې موجودې دي او شاوخوا دوه سوه ډبريزې کتيبې شته.

د تای شان غرني سيمه هوا معتدله ده. په جنورۍ کې د غره په لمن کې منځني تودوخی منځی دری سانتې ګراد او د غره په څوکه کې منځني تودوخي منځنی نهه سانتې ګراد دی، په جولای کې د غره په لمن کې منځنی تودوخي شپږويشت سانتې ګراد او په څوکه کې يوازی اتلس دی. د دې ترڅنګ د هر کال د اوبو د اوريدو منځنی اندازه هم د سمندري سطحې د لوړېدو سره سم بدلېږي. په څوکه کې د هر کال د اوبو د اوريدو منځنی اندازه ١١٣٢ ملېمتره دی او له لمن کې دغه شمېره يوازی ٧٢٢ مېلمتره دی. دغه راز د دغه غره په لمن کې څلور فصلونه په ښکاره توګه احساسولی شي، خو په څوکه کې د يو کال د درې په څلورمه برخه پسرلی دی او يو په څلورمه برخه ژمی دی. ځکه چې په دغه سيمه کې د اوبو د اوريدو اندازه زياته ده، نو د نباتاتو ډوله او شمېره هم غني ده او په سلو کې اتيا برخه سيمه په ځنګلونو پوښل شوی دی.

تای شان په ١٩٨٢ کال کې د چين د مشهورو منظرې لرونکو سيمو په ليست کې او په ١٩٨٧ کال کې د م م د تعليمي، علمي او کولتوري سازمان لخوا د کولتوري او طبيعی ميراثونو په نړيوال ليست کې شامل شو چې د بشرۍ لپاره مهم تاريخي اثر په توګه بلل کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای