CRI Online

شيشوانباننا

cri     (GMT+08:00) 2014-08-06 08:33:15

شيشوانباننا د چين په جنوب کې واقع ده او له ميانمر ، لاوس او تايلنډ سره ګډې پولې لری . شيشوانباننا په لرغونۍ دای ژبه کې موبالاناشی نومېږي چې مانا يې خيالي او عجيبه ځمکه ده او په دې توده ځنګلي سيمه کې څلور څلويښت قومونه ميشته دي . د ځايي وګړو په وينا په شيشوانباننا کې د دوبي په فصل کې د هوا تودوخې درجه له ٢٥ څخه تر ٣٥ پورې وي چې دغه حرارت د هېواد د نورو ځايونو په نسبت زيات توپير نه لری، خو په ژمي کې ياده درجه له ١٥ څخه تر ٢٥ پورې وي چې دغه تودوخه د هېواد تر نورو ځايونو له ١٠ څخه تر ٢٠ پورې لوړ وي ، نو په ژمي کې په شيشوابانا کې هوا سړه نه وي او په هغو ځايونو کې په توبي کې هم توده نه وي چې د سمندر له سطحې څخه ١٦٠٠ متره جګ دي . پرته له دې نه په شيشوابانا کې اوبه ډيرې پاکې دي او ښه جنس چاي توليديږي ، نو ويل کېږي چې شيشواباننا د انسانانو د هستوګنې ښه ځای دی .

که څه هم په شيشواباننا کې د څلورو فصلونو ترمنځ توپيرونه څرګند نه وي ، خو باراني او وچ فصلونه ډير ښکاره وي چې باراني فصل له اپريل مياشتې څخه پيل کېږي او باران کله کله ناڅاپه اوري او ډير سختيږي. د باراني فصل تر ختمېدو وروسته اکتوبر راځي چې د لو کولو ، واده کولو او د نويو کورونو د جوړولو وخت هم شروع کېږي .

څرنګه چې په شيشوابانا کې لمريزې ورځې ډېرې او هوا معتدله وي ، نو د نباتاتو د ودې لپاره ګټورې او هر ځاي له شنو نباتاتو څخه ډک بريښي . د شمېرنې له مخې په چين کې ديرش زره ډوله نباتات پيدا کېږي چې پنځه زره ډوله په شيشواباننا کې موندل کېږي . په بله ژبه په شيشواباننا کې په هر هکتاره ځنګلي ځمکه کې څو سوه ډوله ونې وده کوي او د من يانګ په شمول شپږو ناحيو کې د دوو لکو او اتو سوو زرو هکتارو ځمکو په ګډون طبيعت ساتونکو سيمو کې طبيعي ځنګلونه په ښه او پوره توګه ساتل شوي دي .

 

په داي ژبه کې شيشوا د دوولسو او بان د زر او نا د شولو پټي ماناګانې لری چې شيشواباننا د دوولسو زرو د شولو پټيو مانا لری .

دغه ښکلي ځاي ته د داي قوم د کډوالي په کيسو کې هميشه يوه طلايي هوسۍ اورېدل کېږي .وايي چې په لېرې لرغونۍ زمانه کې د داي قوم نيکه الاوو د ښکار په وخت کې د کيوې طلايي هوسۍ د تعقيب په مهال کې ډير غرونه واړول او زيات سيندونه يې پورې وتل چې په پاي کې يو تود ځنګل ته ورسيد چې زمکې يي حاصلخيزې وې . د پوهانو په اند داي قوم د چين د يوې په نوم له سلو قومونو څخه شمېرل کېږي چې شاهد يی دا دی چې چې د تېرې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې په شيشواباننا کې کيدل شوي ډبرين تبر او کاسې چې د ډبرې په لرغونۍ دورې اړه دي ، د ختيځ چين په جه جيانګ ولايت کې له کيندل شويو شيانو سره ورته دي ، برسيره پردې په لرغونو اسنادو کې داسی ليکل شوي چې د يوي قوم وګړو اوږده ويښتان درلودل او په بدن خالونه او انځورونه ووهل چې دغه عادت لا تر اوسه پورې د اوسني داي قوم لخوا ساتل شوی دی.

په شيشواباننا کې د ژوند ګام ورو دی ، په تيره بيا له غرمې وروسته دريو څلورو ساعتونو کې په کليو کې ډير ارام دي ، د داي قوم وګړي په نرمه ژبه خبرې کوي او جنجال نه ليدل کېږي ځکه چې دوي په بوډايي دين عقيده لری.

په شيشواباننا کې هر ميشت قوم د يو طبيعي اصل مراعات کوي يعنی بې له ونو اوبه نشته ، بې له اوبو پټي نه ساتل کېږي ، بې له پټي غلې دانې نه موندل کېږي او بې له غلو انسانان مړه کيږي ، نو په شيشواباننا کې ځنګلونه ښه ساتل شوي دي چې په نتيجه کې وحشي څارويان هم ښه ساتل شوي دي.

شيشواباننا د ناروغانو د بيا روغتيا موندلو لپاره مناسب ځای دی . د مثال په توګه ليکوال مايون پنځه کاله مخکې په سږي يو تورمور پيدا شو او د ډاکترانو په نظر بايد سمدستي جراحي عمليات اجرا شی . خو ښاغلي ما و نه منله او د بيا روغتيا لپاره د شيشواباننا من هاي ته په کډه ورغي او په دی ښکلي ځاي کې يې روغتيا بيا وموندله . دده په اند دلته غرونه شنه ، اوبه پاکې او هوا ښه ده ، هرځاي کې د چاي قديمي باغونه شته چې څو سوه کاله تاريخ لری ، نو په دی ښکلي چاپېريال کې ناروغۍ ورو ورو لېرې کېږي. دغه راز په شيشواباننا کې له ډول ډول ځانګړو خوړو څخه هم ډير خوند اخيستی کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای