CRI Online

های نان ولايت د نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادولو ګامونه چټک کوي.

cri     (GMT+08:00) 2014-10-01 16:59:27

د های تانګ وان په نامه د مالياتو د معاف کولو دکان چې په کې له ټولو تجارتي توکيو څخه ماليات وړيا دي، د سپتمبر په لومړی نېټه په رسمي توګه په کار اچول شوی. دغه دکان د چين د های نان ولايت د سان يا ښار د های تانګ وان په سيمه کې پروت دی او عمومي پانګونې يې پنځه مليارډو يوانو ته رسېدلې دي او پراخوالی يې له يو سل او شل زره مربع مترو څخه زيات دی. دغه راز څه باندې درې سوو نړيوالو مشهورو مارکونو په دغه دکان کې خپلې نماينده ګۍ ميشتې کړې دي. ويل کېږي چې های نان ولايت د نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادولو په لاره کې چټک ګامونه پورته کوي.

په ٢٠١٠ کال کې د نړيوال سيلانيز ټاپو په توګه د های نان ولايت د ابادولو پلان د چين د دولتي ستراتيژۍ په توګه ټاکل شو. د دغه پلان له مخې، تر ٢٠٢٠ کال پورې به های نان ولايت د سيل او ساعتېری په موخه په نړۍ کې ډېر مشهور ځای وګرځي. نو مرکزي حکومت د ويزې د اخيستلو او د مالياتو د وړيا کېدو په برخو کې های نان ته يو لړ امتيازې ورکړې دي. له دې جملې څخه د تجارتي توکيو د مالياتو د وړيا کېدو تګلاره ډېره اغيزمنه ده. په ٢٠١١ کال کې په سان يا او های کو ښارونو کې د مالياتو د معاف کولو دوه دکانونه په جلا جلا توګه پرانيستل شول. د سږ کال د اګست تر ١٥مې نېټې پورې په دغو دوو دکانونو کې څه باندې دوولس مليونه او اووه سوه او شل زره شيان پلورل شوي دي چې ماليات يې وړيا دی، او عمومي ارزښت يې نهه مليارډو او دوه سوه او شل مليونه يوانو ته رسېدلی دی. د دې ترڅنګ څه باندې دری مليونه او څلور سوه او اتيا زره تنه سيلانيان په دغو دکانونو کې شيان اخيستلي دي. په های تانګ وان سيمه کې د ياد نوی دکان پيمانه د سان يا د پخواني دکان په پرتله اووه ځله ده چې دا به د های نان ولايت د اقتصاد د پرمختګ لپاره ډېره ګټوره وي.

د سږ کال په پيل کې های نان ولايت د خدمتي چارو د پياوړتيا په اړه لايحه وړاندې کړه چې سيلانيزو چارو او د روغتيا د روزنې چارو په شمول نهو چارو ته د ٢٥ مادې امتيازې ورکړي. دغه راز بهرنيو او شخصي سوداګرو ته اجازه ورکړي چې په خدمتي چارو کې پانګه واچوي.

د دې ترڅنګ، د ايکولوژۍ ابادول د ځايي چارواکو د پلټنې په سيسټم کې هم شامل شوي دي، څو چې ايکولوژيکی چاپيريال وساتل شي. دغه راز ځايي حکومت هر کال د ايکولويژۍ د ساتلو په هکله څه نا څه دری سوه مليونه يوانه پانګه اچوي او د کرهيزو ځمکو او اوبو د ساتلو لپاره جدي تدبيرونه نيسي.

د ٢٠١٠ کال راهيسې، په های نان ولايت کې سيلانيز اساسي تاسيسات ورځ په ورځ بشپړېږي. د ګړندي سړکونو، اوسپنيزو لارو او د سيلانيزو بيړيو د تم ځای د ابادولو په شمول زياتې پروژې تر سره شوې دي.د های نان ولايت د والي مرستيال او د سيلانيزو چارو کميټې مشر لو جي يوان وويل، چې په های نان ولايت کې د ځنګلونو، کولتور، الوتنې او بيړيو په اړه سيلانيزې چارې ګام په ګام سمسورې کېږي.د تګلارو، زيرمو او چاپيريال په برخو کې د های نان ولايت غوره والی هم ورځ په ورځ ښکارېږي. په تېرو څلورو کلونو کې دغه ولايت ته د سيلانيانو شمېر له سل مليونو تنو څخه اوښتی دی. اوس په های نان ولايت کې سيلانيز سيسټم تازه بشپړ شوی دی. په ټول ولايت کې له ٣١٠٠ نه زيات هوټلونه جوړ شوي چې له دې جملې څخه د پنځو ستوريو په کچه هوټلونه له يو سل نه زيات دی. هر کال دغسی هوټلونه څه باندې پنځوسو مليونو تنو سيلانيانو ته خدمت ورکولای شي.

اوسمهال های نان ولايت هم د زياتو بهرنيو د سيلانۍ موخه ده. د شمېرنې له مخې، د اسيا او ارام په سمندر سيمه کې های نان ولايت د روسيانو دوهمه لويه سيلانيزه موخه ده او په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولايت کې د روسيې سيلانيانو شمېر تر ټولو ډېر زيات دی.

ويل کېږي چې های نان ولايت د چين او نورو هېوادونو او سيمو ترمنځ د همکارۍ او تګ راتګ لپاره يوه مهمه صحنه ګرځېدلې ده. په تېرو څو کلونو کې د بريکس هېوادونو د سرمشريزې غونډې او د چين او افريقا د همکارۍ غونډې په شمول زياتې نړيوالې غونډې او فعاليتونه په دې ټاپو کې تر سره شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای