CRI Online

د ورېښمو لويه لاره په لرغونې زمانه کې د ختيځ او لويديځ پل و.

cri     (GMT+08:00) 2015-01-13 19:29:33

 د ورېښمو لاره لومړی په هغه کتاب کې ليدل کېده چې د جرمني جغرافيا پوه ريچيتهوفين لخوا د چين د سفرنامی په نوم ليکل شوی او په ۱۸۷۷ کال کې چاپ شوی و. ريچيتهوفين په خپل کتاب کې په لرغوني زمانه کې د چين له چان ان ښار يعنې د اوسني چين د شان شي ولايت له مرکز شي ان ښار څخه تر لويديځې آسيا، شمالي افريقا او اروپا پورې مشهوره نړيواله ځمکنۍ لاره د ورېښمو لارې په نامه ياده کړې ده. د چين د تاريخي اسنادو له مخې د ميلاد نه مخکې د دوهمې پيړۍ په پای کې د ورېښمو لاره هواره شوه او د ميلاد له اوومې پيړۍ نه تر نهمې پيړۍ پورې يعنې د چين د تانګ په امپراطورۍ دوره کې په دې لاره باندې تجارتي کار و بار ډېر تند او په چټکۍ سره روان و. مګر په څوارلسمه پيړۍ کې چې بحري چارو ډېره پرمختيا وموندله، نو د دې قديمي لارې رول ورو ورو ضعيف شو. د قبل الميلاد د دوهمې پيړۍ له پايه تر څوارلسمې پيړۍ پورې په يو زرو شپږو سوو کالونو کې د چين او مختلفو غربي هېوادونو ترمنځ تجارتي اړيکې د ورېښمينو ټوکرانو د سوداګرۍ پر اساس په پراخو ساحو کې ټينګې شوې چې دغه تجارتي تګ راتګ د نړيوال تاريخ پر انکشاف باندې ډېره ژوره اغيزه واچوله.

ويل کېږي، چې د ورېښمو لارې هوارېدل څه حتمي او پلانيزه شوی کار نه و، بلکې تصادفي جنبه يې لرله. د قبل الميلاد د دوهمې پيړۍ په پای کې د چين په شمال او شمال لويديځ کې د هون قوم کوچيانو کله کله پر چين باندې حملې کولې، نو د قبل الميلاد په يو سلو نهه دېرشم کال کې د چين د هان سلسلې امپراطور وو دي يو استازی چې جانګ چيان نومېده، د شمال لويديځې خوا د يو جي نومی مملکت ته ولېږه، تر څو د يو جي مشران دې ته وهڅوي چې له دوی سره يو ځای له دواړو خواوو پر هون باندې بريد وکړي. په هغه وخت کې د مرکزي چين د خلکو په خوله د چين شمال لويديځه او لويديځه سيمه په عمومي توګه د لويديځې سيمې په نامه يادېده چې د ننني چين د شينجينګ د اويغور خود مختاره سيمه او د پامير د لوړې د لويديځ پراخه منطقه پکې شامله ده. جانګ چيان ديارلس کاله وروسته يعنی د قبل الميلاد په يو سلو شپږويشتم کال کې د هان سلسلې پايتخت چانګ ان ښار ته راستون شو. که څه هم د يو جي مملکت سره يو ځای پر هون باندې د حملي کولو په خاطر د جانګ چيان د سفر سياسي مقصد سر ته ورنه رسيد. خو د لويديځې سيمې په باره کې د مرکزي چين د خلکو معلومات زيات شول. د ورېښمو لارې په هواريدو سره د چين ورېښمين ټوکران، د ورېښمو د چينجيو د روزلو، د توتانوونو د ايښودلو، د ورېښمينو پارچو د اوبدلو، د فلزاتو د ويلي کولو، د څاه کيندلو، د چيني بابو جوړولو او د چای چمتو کولو تخنيکونه، لارې چارې او د چين زيات شمېر علمي او کلتوري معلومات لويديځې سيمې او حتی روم ته انتقال شول. په عين وخت کې بوديزم چې د چيني تمدن پر رشد باندې يې ژوره اغيزه اچولې وه. دغه راز، هندوانه، بادرنګ، ګازره، انار، چارمغز، انګور، وړين ټوکران، شيشه، عقيق، زمری، ققنس او کرګند هم چين ته منتقل شول.

د ورېښمو لويه لاره د چانګ ان ښار څخه د پامير د لوړو غرونو د سلسلې څخه په تېرېدو سره افغانستان، پاکستان او ايران ته يا د مځنۍ اسيا هېوادونو او روسيې له لارې اروپا او شمالي افريقا ته رسيده، نورې دوې لارې هم شته وې چې يوه يې د چين د يون نان ولايت څخه جنوبي آسيا ته او بله يې د چين له تبت څخه هند او پاکستان ته رسيده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای