CRI Online

د تورفان سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-02-03 18:01:44

تورفان د چين د شينجيانګ د اويغور په خودمختارې سيمې کې د ورېښمو لارې دوهم مهم ځای دی. کله چې د تورفان په هکله خبرې کېږي، د سړي په وجود د ګرمۍ څپې خورېږي، ځکه چې سخته ګرمي او تودوخه د تورفان ځانګړتيا ده. که تاسی دغې سيمې ته داخلېږئ، د داسي احساس به کوئ چې لکه د اور د ډک منقل يا تنور اړخ ته چې نږدې کېږي او باد هم د بس لګېږي.لکه د اور لمبه. نو ځکه تورفان د اور ښار په نامه يادېږي. خو دلته لويې ورشوګانې او د انګورو باغونه هم لېدل کېږي.

تورفان له ها می څخه درې سوه کيلومتره فاصله لري، خو په دوبي کې تورفان له ها مي څخه ګرم دی. يو تن هوا پيژندونکي متخصص په دې هکله وويل، چې د تورفان موقعيت د نورو ځايونو نه بيل دی، ځکه چې تورفان د قوس په شکل يو ټيټ ځای دی، شمال يې د تيان شان په نامه د غرونو سلسله ده چې د کال په څلورو فصلونو کې واورې پرې پرتې وي. په جنوب کې يې هم يو جګ غر ولاړ دی. نو د قوس په شکل ځوړ ځای کې د لمر تودوخه ښه نشي خپريدای.

پرته له دې نه د تورفان زياتره برخه صحراوې او يا ډبرين او شګلن بيابانونه دي او ورشوګانې يوازې د تورفان نهه فيصده برخه نيسي. علاوه پردې په کال کې د توروفان د ورښت اندازه فقط شپاړس ميلي متره ده. خو د تبخير اندازه يې درو زرو ميليمترو ته رسېږي. په داسی جغرافيايي موقعيت کې تورفان د بخار د ديګ په شان ډېر تود وي. مثلاً د دوبي په دوو مياشتو کې د تودوخې متوسطه درجه څلويښتو درجو ته رسېږي. د غرمې نه وروسته تر لمر لاندې د ځمکې د تودوخې درجه شپيتو اويا وو درجو ته اوچتېږي، لوړه درجه يې حتی، دوه اتيا اعشاريه درې درجې هم رسېږي. نو د تورفان خلک همېشه په سوزونکو شګو کې ډوډۍ پخوي.

آيا د هوا دا سخته ګرمي مصيبت نه دی؟ خو د تورفان د خلکو په نظر د هوا دا لوړه تودوخه د تورفان ښيګنه او جذابيت دی.

تورفان چې د کلونو کلونو راهيسې شهرت لري، د زيات شمير تاريخي اثارو په ساتلو او لرلو سره ګڼ شمېر چيني او خارجي سياحان راجلبوي. مثلً، د ګاو چان ښار چې د قبل الميلاد په لومړۍ پيړۍ کې اباد شوې ، د تيرو دوو زرو کالو په تاريخي بهير کې د طبيعي او انساني ورانکاريو په اثر پر کنډوالو بدل شوی دی. د ګاو چان ښار پخوا يو آباد ښار و او لارې، کارخانې، معبدونه او نورې ودانۍ په برابر او منظم ډول په ښار کې ليدل کېدی. پرته له دې نه زر کلني مقبرې پيدا کېږي چې د ځمکې لاندې په لسو مترو کې تر خاورو لاندې دی او پکې مومياوې جسدونه لا تر اوسه پورې ښه ساتل شوي دي. د بازکريک په غارونو کې د بودايي فرهنګ اړوند ښکلې ديوالي نقاشۍ تر سترګو کېږي.د هوا تودوخې او وچوالی د دغو تاريخي اثارو د ښه ساتلو سبب دی.

د تورفان په سيمه کې د کاريزونو عمومي اوږدوالی درو زرو کيلومترو ته رسېږي. د جولاۍ په نيمايي کې د تورفان د انګور موسم دی. په هر ځای کې يې د انګورو باغونه ليدل کېږي. حتی د تورفان ښار د عمده وو لويو لارو په دواړو اړخونو کې د انګورو چيلی جوړی شوي دي.

 

د تورفان د ادارې سيمې لوی مدير وويل، چې زموږ سيمه خاص طبيعي اقليم لري چې دغه اقليم زموږ د سيمې د توريزم د انکشاف او د ميوې، پمبې او نورو پيدا وارو د ودې لپاره ښه او وړ شرايط برابر کړی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای