CRI Online

د لرغونې ورېښمو لارې پر غاړه ملغلره قاشغر

cri     (GMT+08:00) 2015-03-19 17:31:31

قاشغر په چين کې د ورېښمو د لرغونې لارې وروستی ښار دی چې د ښکلې ملغلرې په نامه يادېده. همدغه ځای دوه زره کاله دمخه د چين د هان په سلسله کې د شپږ دېرشو کوچنيو مملکتونو څخه شمېرل کېده او د کلونو کلونو راهيسې د شنو ونو او ښکليو ګلانو نه د ډک ښار په نامه شهرت لري. پرته له دې اب وهوا يې مناسبه ده او ځمکې يې زياتې حاصخيزه دي.

په دې ځای کې د اويغور، تاجک او نورو قومونو خلک د سولې په فضا کې يو له بل سره ګډ ژوند کوي. قاشغر د پامير د لوړې په لمن کې واقع دی. وروسته تر هغه چې د ورېښمو لاره هواره شوه، قاشغر د مهم جغرافيايي موقعيت سره سم د ختيځ او لويديځ ترمنځ د اقتصادي او کلتوري راکړې ورکړې د مرکز په توګه رول ولوباوه او په لويديځ چين کې لومړنی بين المللی بازار وګرزيد. چيني او خارجي تاجرانو چې له هندوستان، فارس او روم څخه به راتلل، پرته د ورېښمينو او نخي ټوکرانو نه د سوداګرۍ په لارو چارو کې يې نقدي پيسې هم استعمالولې، په دغه اساس د پيړيو په تېرېدو سره په قاشغر کې لرغون پيژندونکو د چين مسي سيکې، د فارس نقره يې سيکې او د بيزانتيوم طلايې سکی له ځمکې له تل څخه راايستلې دی.

په قاشغر کې جګې او ټېټې ودانۍ ليدل کېږي چې خاص اسلامي تعميراتي شکل لري، په تېره بيا لوی او کوچني جوماتونه تر سترګو کېږي.

په قاشغر کې د اوولسو قومونو په شمول دوه لکه لس زره تنه خلک اوسېږي چې په دې جمله کې نژدې درې اويا فيصده برخه اوريغوري مسلمانان دي.

د قاشغر ښار په مرکز کې د عيدګاه يو لوی جومات شته چې د عيدګاه ميدان په لويديځه برخه کې پروت دی. دغه جومات په شينجيانګ کې تر ټولو لوی دی او دوه سوه کلن تاريخ لري او څو زره تنه مسلمانان پکې پر يو وخت لمونځ کولی شي. د جومات امام وويل، چې هره ورځ نژدې زر تنه زمونږ په جومات کې لمونځ کوي، خو د اختر په ورځ د لمونځ کوونکيو شمېر څو زرو تنو ته رسېږي. پخوا دا جومات د ګرځندويانو په مخ بندو په تېره بيا غير مسلمانانو ته داخليدو اجازه نه وه چې ترې ليدنه وکړي. خو اوس د هېواد د ورخلاصې پاليسۍ سره سم مسجد د خارجې سياحانو او هم داخلي ميلمنو پر مخ خلاص دی.

د عيدګاه ميدان يو بازار دی، بزګران له ليرې ځای نه په ګاډۍ يا بايسکل محلی شيان او د لاسي صنايعو توليدات بازار ته وړي، څو چې د دغو شيانو په خرڅولو سره خپل لګښتونه پوره او د خپل اړتياوړ ضروري شيان واخلي. د وخت په تېريدو سره د اويغوري ښځو په افکارو کې هم بدلون منځته راغلی دی، پخوا دوی يوازې په کور کې ډوډۍ پخوله او ماشومان يې ساتنه او پالنه يې کوله، خو اوس دوې هم په سوداګرۍ اخته دي. مثلاً په بازار کې د دوپا په نامه اويغوري خولۍ، زيورات، جامې او د لاسي صنايعو شيان خرڅوي.

د عيدګاه لوی مسجد ته نژدې د واټونو په دواړو غاړو کې ډېرې زياتې مغازې شته او حتی د تنګې لارې په دوو خواوو کې ډول ډول غرفی هم دي چې ښکلي زيورات، اويغوري چاقوګان، عطرونه او د ژوندانه د اړتياوړ نور شيان پکې خرڅېږي. پرته له دې نه په بازار کې زيات شمېر پاکستاني ګرځنده خرڅوونکي هم ليدل کېږي، دوی له پاکستان څخه محلی شيان قاشغر ته راوړي او د چين بايسکلونه، سپڼسين او ورېښمين ټوکران اخلي او پاکستان ته يې د سوداګرۍ لپاره وړي.

ګرانو اوريدونکو، تاسې همدا اوس د چين د سرحدي ښار قاشغر په اړه يو لړ په زړه پورې معلومات واوريدل.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای