CRI Online

د چين سلسلې د لومړي امپراطور مقبره

cri     (GMT+08:00) 2015-03-19 17:41:31

که تاسې د چين د شان شي ولايت په شي ان ښار کې د چين سلسلې د لومړي امپراطور شه هوانګ د مقبرې د ساتونکو عسکرو او آسونو مجسمې ليدلي، نو له دغو شاندارو او غښتلو مجسمو څخه د شاباسي ويلو په عين وخت کې به دا فکر درته هم هرومرو پيدا شي، چې مقبره د څه د پاسه شلو پيړيو وروسته لا هم په بشپړه توګه ساتل شوېده، که نه؟ اوس د دې سوال لپاره ځوابونه د کارپوهانو او نظرونه بيل دي. ځينې خلک وايي چې دوه زره کاله دمخه د ځمکې لاندې ماڼۍ چې امپراطور شه هوانګ پکې ښخ شوی و، د قيام کونکو بزګرو د مشر جنرال شيانګ يو لخوا جسد غلا او بيا وروسته ماڼۍ هم وسوځول شو، ځينې بيا بل نظر لري وايي،چې دغه ماڼۍ ښه ساتل شوې ده. د چين يو شمېر متخصصانو د زياتو کلونو د دقيق او جدي علمي څيړنو نه وروسته ثابته کړې چې د زيرزمينۍ ماڼۍ نه ده خرابه شوې.

د لرغون پيژندونکو په اند، د زيرزمينۍ ماڼۍ د پاسه خاورينه طبقه ټينګه شوې او له برمه کارۍ څخه څرګندېږي چې خاوره ډېره کلکه ده او طبقې يې ډېرې صافې ښکاري او د سوري کيندلو کومه نښه نه ده پيدا شوې. د زيرزمينۍ ماڼۍ پاسنۍ خاوره تر اوسه لا هم پنځوس متره پنډوالی لري او د لاندنۍ ضلعې اوږدوالی يې يو زرو اوه سوه متره دی.

لرغون پيژندونکو د پاسنۍ خاورې په بر، لر او د زيرزمينۍ ماڼۍ په شاوخوا کې په زرګونو سوری کړی او مستطيله ماڼۍ يې پيدا کړې ده او د ماڼۍ ديوالونه چې په تورو خښتو جوړ شوي و، دغه راز ماڼۍ ته د ننوتلو لاره په خپل حال پاتې ده. د دوی په قول د ۱۹۸۰ کال په پای کې د مقبرې په لويديځه برخه کې د خاورو له غونډۍ څخه دوه شاندارې مسي ګاډۍ چې په رنګه رسمونو تزئين شوی وې، پيدا شوې. هغه دوهمه مسي ګاډۍ چې ترميم شوې او نندارچيانو ته ايښودل شوې ده، د درو زرو څلورو سوو يو شپيتو مسي، طلايی او نقره يي پرزجاتو څخه جوړه شوې. د سروې له مخې دلته داسې شپږ نورې ګاډۍ هم تر خاورو لاندې ښخې شوې، هغه کنده چې مسي ګاډۍ پکې ساتل شوې. د مقبرې له تنګې لارې او زيرزمينۍ ماڼۍ سره پيوسته ده. که ماڼۍ تالا شوې وای، نو ګاډۍ هيڅکله نه شوای کېدلای. د ګاډۍ د پټولو کنده تر اوسه په پوره توګه ساتل شوی او د غلا کيدو کومه نښه پکې نده ليدل شوې.

که د ځينو کسانو په قول د چين سلسلې لومړی امپراطور مقبره لوټ يا سوځول شوې وای، نو هيڅ امکان نه شته چې له زيرزمينۍ ماڼۍ څخه تر لاسه شوي جواهرات او قيمتي شيان لا هم پاتې وای او حتماً به ځينې شيان يې په اوسنۍ زمانه کې راپيدا شوي و، مګر تر اوسه پورې خلکو داسې يو شي هم چېرې ندی ليدلی.

عالمانو د تاريخي کتابونو د څيړنو نه وروسته ثابته کړې چې په تاريخي کتابونو کې د چين د امپراطور مقبرې د غلا کيدو او سوځيدو په باب تشريحات متضاد او يو له بل سره په ټکر کې دي.

د هغو مدارکو له مخې، چې په تيرو شلو کالو کې د سروې او برمه کارۍ په نتيجه کې تر لاسه شويدي او د تاريخي اسنادو د څيړنې له لارې متخصصان دې نظر ته رسيدلي چې هغه ادعا وې چې وايي د چين شه هوانګ قبر په زياته اندازه تخريب شوی وو، اوس اساساً ردولی شي. د تاريخي اسنادو له مخې، د زيرزمينۍ په ماڼۍ کې زيات شمېر جيوې ښخې خاورې هم شوې وې. د چين د جيالوژۍ اکاډمۍ د فزيکي پلټنې د انسټيټوټ متخصصانو په هغه علمي رپوټ کې چې په دوو کالو کې يې بشپړ کړی دی، ليکلي دي چې د مقبرې په پاسنۍ خاوره کې چې مساحت يې ۱۲۵ زره مربع متره دی، د دوولسو زرو مربع مترو په ساحه زياتې جيوی پيدا شوي او په دې سيمه کې د جيوی ميزان د نورو طبيعي سيمو څخه دوه سوه اتيا چنده زيات دی. هغه سيماب چې د زيرزمينۍ ماڼۍ په مرکز کې پاتې دي، ذاتي نه دي، بلکې د مقبرې د پاسه د خاورو د ډکولو نه وروسته دننه په قبر کې د هغه وخت د انسانانو لخوا اچول شوي و چې دا د مقبرې په پاسنی خاوره کې د زياتې جيوی باعث شوي دي، نو ويل کېږي چې د ځمکې لاندې ماڼۍ کې د زياتی جيوی پيدايښت د انساني انرژۍ محصول دی او په طبيعت کې د جيوی د زيرمه کولو له جريان سره هيڅ اړيکې نه لري. په پای کې د متخصصانو په نظر هغه ځايونه چې زيات سيماب پکې پاشل شوي وو، ډېر منظم او متمرکز دی. که مقبره په ريښتيا هم په لويه پيمانه لوټ شوې وای يا سوځوېدلې وای، نو پورتنی حالت عموماً نه پيدا کېږي. په تاريخي اسنادو کې ليکل شوي چې د چين امپراطور په مقبره کې زښت ډېر قيمتي شيان ښخ شوي دي. عقيده لري چې چيني لرغون پيژندونکی چې په راتلونکي کې د مقبرې د کيندلو مناسبت شرايط او موقع برابره شي، په سيستماتيک ډول او د علمي ميتود له مخې د دې مقبرې په کيندلو لاس پورې کړی، څو چې د مقبرې مرموزه بڼه ښکاره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای