CRI Online

د فوه شان ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-03-20 19:53:57

فوه شان ښار چې د ګوانګ دونګ ولايت په منځنۍ سيمه کې پروت دی، پنځه زره کلن تاريخ لري او د چين په څلورو مشهورو تاريخي علاقه داريو کې يو دی. اوسمهال فوه شان يو عصري ښار ګرځيدلی او اقتصادي قوت يې قوي او غښتلی دی. فوه شان د شيانو د توليدولو په باره کې ډېر شهرت لري او ګڼ شمېر مشهور سوداګريز مارکونه له دغه ښار سره تړلي دي. د کورنيو سامانونو، د شامينونو او تجهيزاتو، ساختماني موادو او منسوجاتو په نړيوالو بازارونو کې زياتره هغه توليدات ليدل کېږي چې په فوه شان کې توليدېږي.

فوه شان د ګونګ فو ښار په توګه هم بلل کېږي چې له لرغونې زمانې څخه ګونګ فو په دې ښار کې مروج دی. بروس لي، ګوانګ فې هونګ او يې وين د دې ښار د ګونګ فو سرمشق او مشهورې څېرې دي.اوس په دې ښار کې د ګونګ فو د ورزده کولو مرکزونه لا هم زيات دی. په چين کې شاوخوا سل فلمونه د فوه شان د ګونګ فو په مطلب جوړ شوي دي چې له دې څخه د چين د فونګ فو په ساحه کې د فوه شان ښار لوړ مقام څرګندېږي. دغه راز، فوه شان د چين د جنوبي زمري نڅا سرچينه ده. د فوه شان د زمري نڅا حرکتونه ډېر ستونزمن او مشکل دی، نو د زمري نڅاګران عموما د ګونګ فو د ښو مهارتونو خواندان وي. د چينايانو په اند، زمری د زړورتوب او نيکمرغۍ نښه ده. خلک د اخترونو په ورځو کې د زمري نڅا کوي، تر څو شيطان او بدې بلاګانې وشړل شي او په ژوند کې يې نيکمرغي ګډه شي. هر کال په فوه شان کې د زمري نڅا نړيوال سيالۍ تر سره کېږي. ويل کېږي چې فوه شان د زمري نڅا کولتوري مرکز دی. له زمري نڅا څخه د فوه شان ښار د زړورتوب، زحمتکښۍ او عدالت صفتونه څرګندېږي.

په ګوانګ دونګ ولايت کې څلور لرغوني باغونه شته چې له دې جملې څخه دوه باغونه په فوه شان ښار کې دي. يو د شون ده د چنګ هوي باغ او بل د چان چنګ د ليانګ باغ دی. ويل کېږي چې دغه دواړه باغونه د چين د جنوبي سيمې د باغوانۍ نمونې دي. بر سېره پردې، په فوه شان کې د چينګ امپراطورۍ سلسلې په موده کې يوه اوسيدونکې سيمه ښه ساتل کېږي، په دې ځای کې سيلانيان د چين د پخواني ساختماني ځانګړتياوې ګوري.

فوه شان نه يوازې يو عصری ښار دی، بلکې يو په زړه پورې طبيعي ښار هم دی. شي څياو شان يو اور غورځوونکی غر دی. په دغه غره کې ۷۲ څوکې او ۳۶ غارونه شته. سيلانيان د دغه غره له لوړې څوکې څخه د جو جيانګ سيند د دواړو غاړو منظرې ليدلی شي. دغه راز په دغه غره کې د ساختماني ډبرو د استخراج يوه فابريکه شته چې پنځه زره کلن تاريخ لري.

د فوه شان په ګوټ ګوټ کې ګلان ليدل کېږي. دغه ښار يو لوی پارک هم دی. د فوه شان چن څون علاقه داري د ګلانو د کرلو له امله شهرت لري. دوه زره کاله مخکې چې د چين د هان وو دي په امپراطورۍ موده کې په دې ځای کې روزل شوي ګلان د سوغات په توګه امپراطور ته وړاندې شوي وو. نو اوس په دغه علاقه دارۍ کې د ګلانو د روزلو او پلورلو اډه شته چې پيمانه يې په چين کې تر ټولو لويه ده او د ګلانو د روزلو، پلورلو، لېږدولو، څيړلو او سيلانۍ په شمول چارې جوړې شوې دي. په دغه علاقه دارۍ کې د رنګا رنګ ګلانو د روزلو پراخوالی څلورو هکتارو ته رسېدلی او د ګلانو د نندارتون او موزم پراخوالی دېرش زره مربع کيلومتره دی. بر سېره پردې سيلانيان د ګلانو د روزلو ساينس او تخنيک له مرکز څخه ليدنه کتنه کولای شي. څه باندې شپږ سوو شرکتونو د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه په دې ځای کې خپلې اډې او فابريکې جوړې کړې دي. ويل کېږي چې فوه شان نه يوازې د ګلانو له لارې خپل ښار، بلکې ټوله نړۍ ښکلې کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای